جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د چترال برید له افغانستان...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د چترال برید له افغانستان سره تړاو نه لري

د پاکستان د حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني وايي، په چترال کې پر پاکستاني پوستو د ټي ټي پي حمله په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره تړاونه لري.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، جيلاني دا خبره د افغانستان ډیورند کرښې ته په نژدې سیمو کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۶ مه) د چترال په کیلاش سیمه کې د پاکستان پر دوو پوستو د سلګونو طالبانو له حملې وروسته پاکستاني چارواکو د تور ګوته د افغانستان واکمنو طالبانو ته ونیوله او ادعا یې وکړه چې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې وراوښتي وو.

په عین حال کې پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت په قول راپور ورکړ چې دغه وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت استازی سرداراحمد شکیب په چترال کې د وروستۍ حملې په خاطر احضار کړی دی.

د پاکستان پوځ ته نژدې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان په باندنیو چارو وزارت کې د افغانستان د طالبانو سفیر ته په زغرده او قاطع ډول وویل شول چې د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي دا ډول بریدونه د سولې او امنیت لپاره مضر دي.

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په چترال کې د پاکستان د پوځ په پوستو د بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د پوستو د نيولو ترڅنګ یې پوځ ته د مرګ ژوبلو اړولې ده.

پاکستاني طالبانو وايي چې لسګونه پوځیان یې ژوندي هم نیولي دي.

د پاکستان پوځ لومړی ادعا وکړه چې ۴ سرتیري وژل شوي خو اوس د پوځ په قول پاکستاني رسنۍ د ۱۲ پوځیانو وژل کېدا تاییدوي.

2 COMMENTS

  1. ډير عجیب غریب خبرونه نشروی یوځل ادعا د اوریدو لپاره د افغانستان سفیر اسلام آباد کې احضار کوی بیا وروسته وایی چې دا موضوع په افغان دولت پوری اړه نلری، سوال پیدا کيږی کچیری ادعا مو وه ولی مو ثابته نکړه، کچیری نه وو نو بیا ولی د افغان دولت سفیر مو احضار کړی وو لدې معلومیږی چې دا ټول پیښې پخپله پاکستان د سناریو په شکل ډیزاین او تطبیقوی ترڅو نړۍ ته خپل بدتصویر بدل کړی مګر نړۍ پوه شوي چې دا هرڅه پاکستان کوی ترڅو د ولس هغه پړه چې د بد اقتصاد په خاطر پوښتنی کوي بل لوری توجه واړوی او همدارنګه نړۍ ته داسې ښودنه کوي چې په افغانستان کې ۴۵ کلنې پړه په ما پورې اړه نلری مګر تاریخ او دوي د نظامې مشرانو خبرې په یوټیوب چینل کې ثبت دي ځکه مشرف هرڅه بربنډ کړی پاتې شو دا چترال موضوع د انګریزانو پلان داده ترڅو واخان بندر د ځان په ګټه کړی او تورخم بدیل ده ځکه واخان کوریدور چین او تاجکستان ته نږدی لار ده مګر په تیر کې یعنی کرزی او غنی وخت پدې لار باندې د پاکستان تجارت کول ته منفی ځواب ورکړل شو او همدارنګه اوس طالبانو هغه څلۍ هم چپه کړ چې پاکستان جوړ کړی ځکه تا پلان د انګریزانو ده او د پاکستان جوړښت د انګریزانو د پلان تطبیق لپاره ده وبه ګورو چې راتلوونکې دا قضیه د ډیورنډ کرښې په شکل دوامداره کیږي او که حل لاره پیدا کوي ځکه ډیورنډ کرښه پخوا انګریزانو ته سل کاله لپاره ورکړل شوي مخکې لدې چې سل کاله پوره شي دلته په افغانستان کې داسې انقلابونه راغلل چې د ډیورنډ کرښي نوم اخیستونکې یوپه بل پسې له مینځه ځي ځکه افغان تر آتکه پله پوری خپل حق ګڼي ځکه اوس انګریزان نشته او وارثین پنجاب ده

  2. اوس د چترال برید له افغانستان سره تړاو درلود یا نه درلود؟ دا لکه موټر کي ناست يې او مخي ته دي د ترافيکي اشارې، سور او زرغون رنګ دواړه ولګول شي، اوس حیران یې، چي ځې که درېږې 🙂

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب