دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو حکومت له پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو ترانزیتي ستونزې...

د طالبانو حکومت له پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو ترانزیتي ستونزې حل کړي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۸ مه) په داسې حال کې چې نن څلورمه ده د تورخم لار د پاکستان له لوري تړل شوې، د طالبانو  حکومت له پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو ترانزیتي ستونزې حل کړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان د سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ترانزیټي ستونزې هوارې کړي.

ده په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو او اندېښنو د شریکولو په ترڅ کې وویل چې د افغان سوداګرو ترانزیتي مالونه د پاکستان د جمهوري ریاست په حساس لیست کې دي او د کراچۍ په بندر کې ځنډیږي.

ده د پاکستان د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې په دې اړه څېړنه وکړي او دا ستونزه حل کړي.

د پاکستان د سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني ډاډ ورکچې د افغان چارواکو او د دغه هېواد د سوداګرو اندېښنې به ژر تر ژره د خپل هېواد له چارواکو سره شریکې کړي، څو حللاره ورته ولټول شي.

ټاکل شوې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یادې موضوع په تړاو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې نن څلورمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې تر ټولو مهم لار، تورخم د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

د دې لارې د تړل کېدو له کبله سلګونه له باره ډکې لارۍ دواړو خواوو ته ولاړې دي او سوداګر وايي چې د هرې ورځې په تیریدو یې تاوان زیاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب