Homeخبرونهپاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړ

پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړ

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۸ مه) پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت په قول راپور ورکړ چې دغه وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت استازی سرداراحمد شکیب په چترال کې د وروستۍ حملې په خاطر احضار کړی دی.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ سلګونو پاکستاني طالبانو په چترال کې د پوځ پر دوو مهمو او لویو پوستو برید وکړ چې د دوی په وینا پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د پاکستان پوځ د خپلو څلورو سرتېرو وژل کېدا تایید کړې ده.

خو د پاکستان ځینې رسنۍ وايي چې لږترلږه ۱۲ پوځیان وژل شوي او دوې پوستې په کامل ډول د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

ټي ټي پي ویلي چې لسګونه پوځیان یې ژوندي نیولي دي.

د پاکستان پوځ ته نژدې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان په باندنیو چارو وزارت کې د افغانستان د طالبانو سفیر ته په زغرده او قاطع ډول وویل شول چې د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي دا ډول بریدونه د سولې او امنیت لپاره مضر دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې چترال د افغانستان نورستان، کونړ او بدخشان ولایتونو ته نژدې دی او پاکستاني طالبان له دغو ولایتونو څخه د حملې لپاره چترال ته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړه، ویې ویل چې د افغانستان حکومت هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

د ټي ټي پي وسله وال د خیبر پښتونخوا او شمالي بلوچستان په تقریباً هره سیمه کې بریدونه کوي خو دا لومړی وار و چې دوی په چترال کې برید وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...