یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+ملي هینداره د پښتو سوچه وییونو خزانه | اسدالله بلهار

ملي هینداره د پښتو سوچه وییونو خزانه | اسدالله بلهار

د مرحوم محمد ګل نوري له لوري د ملي هینداره د راټولو کار له دې اړخه هم هم د اهمیت وړ دی چې په دې نکلونو کې د پښتو ژبې ډیر سوچه وییونه خوندې شوي دي، داسې وییونو چې ډیری خو یې لا هم قاموسونو ته نه دي رسیدلي. ملي هینداره د پښتو نکلونو هغه ټولګه ده چې نکلونه یې له کلونو کلونو را هیسې زموږ د ټولنې د وګړو په سینو کې خوندې پاته دي. په ملي هینداره کې موږ د پښتون قام د محلي تاریخ ځینې بابونو هم لوستلای او کتلای شو. تر خوا یې د تیر مهال د خلکو د ژواک او ژواندانه انځورونه هم په کې وینو. له بلې خوا ځینې دا کیسې هم په کې شته چې د روزنې، اخلاقیاتو او د عبرت او پنداخیستو له پاره خیالي پینځول شوي. داسې بیلګې د نړۍ په نورو مشهورو ټولګو لکه الف لیلة ولیلة او یا د فارسي هزار ویکشب، کلیه دمنه، شهنامه او… هم تر سترګو کیږي. د نړۍ په نورو سیمو کې د هغوئ اړوندو کیسو باندې فلمونه جوړ شوي. تحقیات او څیړنې ورباندې شوې، د معرفي کیدو په مقصد نورو ژبو ته ژباړلې شوې خو له بده مرغه زموږ د ژبې دا مهم فلکلوریک اثر د چاپ له مهاله څو لسیزې وروسته یو ځل بیا د چاپ موقع مومي.

غواړم په دې لیکنه کې په ملي هیندارې کې دي پښتو سوچه وییونو شتون او لټون ته اشاره وکړم، کوم چې په راغلو کیسو کې د پښتو ژبې دا وییونه خوندې شوي دي. زه د ملي هیندارې د لوستلو په مهال له ډیرو داسې ویونو سره مخ شوم چې اوس یې زموږ په ورځینو خبرو اترو کې کاریدنه ډیره کمه او یا له لویه سره نشته. چې په لاندې ډول یې کښم.
د فتح خان بړیڅي په نکل کې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- هاڼ – یا هان- همځولي
۲- ګیرو – سیوری – سایه .(ښادي جان د دیوال و ګیرو ته پروت دئ، شیرین جاني ولید، ږغ یې نه سوای ورکولای، چې څوک به یې واروي.)۳- ګټی یا ګاټی – جمع یې ګاټي – وړې وړې ډبرې
۴- کړپ کړوپ – په ملا ګړوپ
۵- ژی – جمع یې ژي، د اوبو غړکه
۶- غشي- لیندۍ- تیر او کمان
۷- ملونه- د آس د راګرځیدو دوه پړې چې په قیضه پورې تړلي وي.
۸- د آس کمند- هالته چې آسان په کې وي.
۹- بیسده- نیمه شپه کوچ دی. بیسده یعنی بې هوښه، خو دلته یې کارونه داسې شوی چې له خچ پرته په نیمه شپه به روانیږو او کوچ به کوو. البته باید دا هم ووایم چې (کوچ) په خپله هم د پښتو ژبې خورا سوچه ویی دی.

۱۰- دړې وړې- دړې د لرګي له تختو څخه مراد دی. خو ورسره وړې کاردینګ بیا د ماتیدو په معنی هم راځي.
۱۱- جڼه جڼه کول – یعنی چل – حیله – ټګي برګي – شکمنې خبرې. البته باید یادونه وکړم چې اوس مهال زموږ په ورځنیو خبرواترو کې جڼه جڼه کول لږ یا ښایې بلکل نه کاروله کیږي.
۱۲-هوډي-د خپلې ارادی خاوند، هوډمن، مستقیل مزاج،-
۱۳- مختر کلا – د فتح خان د اوسیدو کلا
۱۴- پوڅه چې جمع یې پوڅي کیږي. پوڅه له شیدو څخه جوړیږي، ډیری وخت شپانه اومو شیدو ته د خمزوري په نوم د یوه بوټي دانې ور اچوي او شیدې له څه وخت وروسته ټینګې شي. په خوند کې هم بدلون ولیدل شي ډیرې خوندورې کیږي.

۱۵- کرنګ – سوربخون آس
۱۶- منګولي – دواړه لاسونه
۱۷- اوتر، کډ وډ، لالهاند، وارخطا او کاواک
۱۸- څانګه یا سانګه – چې لښته هم ورته ته وایه شي
۱۹- پالنګ – جمع یې پالنګونه، ښکلی کټ یا کټونه.
۲۰ څړ – اوس یې معمول څرول دی خو له اره یې هماغه په ملي هینداره کې راغلی څړ سم دی ځکه موږ اوس هم څړ ځایونه لرو. بله معنی یې هم هغه پړی دی چې سرکښ څاروی پرې تړل کیږي.
۲۱- بلرغو – یعنی بې اتفاقه یا ناموافق، موږ اوس بلرغو یا نه وایو او که په محاوره کې وي خو په لیکنو کې ورڅخه کار نه اخلو.
۲۲ – دروازه یې ټمبه کړې وه. ټمبه په ورځنیو خبرو اترو کې پړسیدلي، قبض او هغه حیوان چې خیټه یې کې ډډه شوی وي. په بله معنی سرزوری هم ورته وایه شي. خو په هینداره کې دروازه یې ټمبه کړې وه یادیدل په دې معنی دي چې د دروازې شاته یې لوی لرګی ایښی و. چې څوک یې خلاصه نه شي کړای، یا یې لوی لرګی ورته اړم کړی و.
۲۳- بڼیا، یعني دروازه چوله کول – چوله چې جمع یې چولي اوچولو کیږي. یعني در وازه کې د تختو تر منځ سوري، یا دروازه نیم کښه کول. خو اوس زموږ په خبرو کې بڼیا ما له چا څخه نه ده اوریدلي.
۲۴- ټټوان – د آسانو په معني راغلي. خو ټیټ او باري آسان.
۲۵- ا خود، دا جمله د خبرو په مهال د خبرو په سر کې ویل کیږي. یو تکیه کلام هم دی. په تیره بیا د کندهار- هلمند- روزګان او زابل د خلکو په ګړدود کې ډیره کارول کیږي.
۲۶- کړهار – یعنی تتړی هغه چې ژبه یې بندیږي. په فارسي کې ورته توتله وايي
۲۷ – زغم؛ یعني حوصله، صبر هم یاد شوی خو په ورته وخت کې، بیا زغم هضمونه او جذبول هم یاد شوی. یاده ونه وکړم چې موږ یې دا دوهم ډول کاریدنه اوس کابو له یاده ایستلي. په ملي هینداره کې داسې راغلي « ټولې یې زغم کړې» یعنی دا چې هرڅه یې هضم او تر ستونې یې تیر کړي دي.
۲۸- مکڼ دریڅه -په قاموس مکڼه بیا چادرې یاده شوې ده. چې دا هم سوچه د پښتو ویی دی.
۲۹- دارې- دا هم د پښتو ژبې سوچه اوخپل ویی دی. د وینو دارې
۳۰- ډال- د فارسي ژبې سپر چې ډیری وخت د ډال په توګه کاروو او ډال رانه پاته دی.
۳۱ – پتری، یعنی د یوه مات لوښي پیوند کول. نښول هم ښودل شوی
۳۲ – نامت – نمت – اراده، قصد – عزم.
۳۳- کوتل – یعني هغه آس چې له بل آس سره خالي په جلب کې روان وي.
۳۴- وام -ډار- ویره.
۳۵- په ملي هینداره کې لولو: د مغول اول کلام پسي « تیپونه» تیپونه پوځي ټولی. د پوځ کتار – ته ویل کیږي.
۳۶- چړ – درویزه – د باران تیزه شیبه- قتل عام – زغره – چوټ – اندیښنه، تاوان ګوزار – اعتراض – بس، پوره- د چړ کاریدنګ هم اوس په لیکنو کې نه تر سترګو کیږي.
۳۷- کونډوکو-
۳۸- تورتلب – معنی یې بلکل سوی، یا یومخیزه سوځیدلی.
۳۹- اوستري
۴۰ – څړۍ، په ککرۍ د ویښتو ځونډی.
د ښادي خان او بیبو نکل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۴۱- ری، فکر، ری یې وواهه
۴۲– پوټی – جمعي پوټي – پوټیان، له اره میده او دوړنې خاورې ته ویل کیږي.
۴۳ -چوي، له چاودیدو او انفلاق څخه مراد دی.
۴۴– سردرګومه :لالهاند، سرګردان.
۴۵– کورنځۍ – له ‌ډیره غمه تپیدل. یا د لوی غم له امله په رینګټ ژړل.
۴۶- څوری یعنی د سفر توښه برابرول،۲ د شپانه ډوډۍ ۳ د لښکرکښي په وخت کې هغه ګډه ډوډۍ چې په شلاون یا شلاونډ تیاریږي.
خو دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چې څوری په دوهمه معنی د ښکاریانو تیره اله هم بلل شوي کوم چې ښکار ورباندې حلالیږي.
۴۷- سرکول – یا د چیلم سرخانه .
۴۸- بلغاک چې مونث یې بلغاکي کیږي، معنی یې شور، ځوږ او فریاد ته ویل کیږي چې اوس مهال دا ویي هم په ورځینو خبرو کې ډیر کم کاره ول کیږي.
۵۰- الونیا – له سترګو تری تم کیدل، ناڅاپه غیب کیدل.
۵۱- الغه، دا هم د پښتو سوچه کلمه ده چې معنی یې کړۍ یا حلقه ده.
۵۲ – واښکی یعنی پړی.

۵۳– ټراټ، یا تراټ چټکي منډې ته ویل کیږي.
۵۴- ګاره، مونث جمع یې ګاري– شګلنه او کاڼیزه کلکه ځمکه، خو نورې معناوې یې را اخلو، د ګنو ډیرۍ چې تر خاورو لاندې وي. ۲ سمڅه، یا په غره کې طبیعي غار.
۵۵- خروړی – خوړونکی او حمله کونکی سپی. د پښتو سوچه ویي دی. په پښتو لنډیو کې هم وایو:
تر دا خروړي سپي را تیر شه
تر دا ملاله خوله به زه در تیره شمه
۵۶- غوله – په زاهد قاموس کې کونده – ګرګه، برغنډی ۲ د مایعاتو اندازه او نښه کول ښودل شوی دی. خو د هیندارې له نقل څخه داسې ښکاريږي چې غوله، د غار منځ ته وایه شي.
۵۷ – کوترم – یو پر بل لویدلی، ۲ په خپلو منځو کې نژدې او
را ټول شوي. یا داسې څوک چې یو چا را په مخه کړي وي.
کرایکښ – هم د پښتو سوچه ویې دی.
مرد او نامرد
۵۸- ګړۍ – یعنی یوساعت
۵۹- سپین کپی دښت ( بیابان) هغه دښته چې سرابونو په کې معلومیږي.
۶۰- څپړو – مفرد يي څپړې کیږي، د ځناورو د مخي دوه پښي.
۶۱- بتکۍ – په ملي هینداره کې لولو( د هغې ډبري سره دوه خومه بتکۍ ښخي دي.) یعنی مراد ترې د سرو زرو خزانه کیدای شي.
۶۲- خډل – یعنی غټ یا لوی سپی.
۶۳- کوټه – د سپو یو ډول ته کوټه سپی ویل کیږي.
۶۴- ډانګ، لوی لرګی.
۶۵- موچڼی – چې پخوا به خلکو په پښو کولې اوس هم لږ او ډیرد پیښور په شاوخوا کې د پاخه عمر خلک ورنه کاراخلي.
۶۶- غاتري –
۶۷- ټنډه – پړسیدلي
زبزبانه شاپیرۍ
۶۸- پیکړه – جمع یې پیکړې معنی یی زولانه کیږي. بله معنی یې پښندی د پړي تړلو هغه غوټه یا کړۍ چې د څاروي پښو ته ورلویږي. / مشکله قضیه هم یاده شوي ده.
۶۹- ګورم – ګوروان – غوبه
۷۰- پیايي – څروي، مالونه څروي
۷۱- الستی – په ملی هینداره کې کاږي الستی را رهی شو. خو معنی یې له ازله او له اوله هم ده. بله معنی یې ناڅاپي، ناببره هم لیکله شوي.
۷۲- چمیار – چې د ملي هینداري شارح ورته موچي او پینه دوز کښلی
۷۳- پی – اړوند- په ماپوري مربوط – واک – په ملي هینداري کې داسې لیکل شوي.« د دیارلسو کالو مزلو علاقه مې د دې بیابان پر پی ده» یوه اصطلاح هم شته چې وايي « دی زما په پی دی، یا هغه د ده په پی دی»
۷۴- روه – په متن کې لولو: « د روه یې کاغذ دېب ته ورکی» یعنی ژر تر ژره/ په بیړه/ وار د واره.
۷۵- څار- یعني لاره به دي ګورم. څارو، څارم، یې فعلونه دي.
۷۶- ارغوی – ورغوی یعنی د لاس منځ
۷۷- ښالاکه – په متن کې لولو:« داسې یوه کلا وه چې سر یې بیخي اسمان ته رسېدلی دئ، ښویه ښالاکه ولاړه ده.
۷۸- وجوړیدی – په متن لولو: « نه یې لار وه آخر ته یو کوچنی د میږیانو غار دئ په دیواله کې و دې غار ته وجوړیدی» یعنی ورته کیوت – لګیا شو، لاس په کار شو.

۷۹- خې – په متن کې راځي، راغی په خپله ورته « خې» شو، یعني ورته ټیآ شوو، د « خې» توری یوازې د اوښ د ټیټیدو او چو کیدو له پاره کاره ول کیږي او پښتو سوچه ویي دی.

۸۰- پرجامې، مفرد پرجامه، دا هم د شارح په خبره چې د شاپیریانو هغې مخصوصي جامې ته وایي چې هر کله دوئ د انسان په کیږي نویې اغوندي او بیا الوزي او که یې دا پرجامې نه وې اغوستي نه سي الوتلای.

۸۱- دي؛ یا دهي یعنی وهه یې. په متن کې داسې راغلي.« دی سوټیه دئ مه یې سر ګوره مې پښې»
۸۲- هورې، یعنی هالته.

۸۳- تړه – لاره؛ ۲ سخته ځمکه؛ ۳ اراده؛۴ وعده؛۵ تیره څوکي غونډۍ؛ ۶ لویه تیږه؛ ۷ دود دستور؛ ۸ قومي غږ؛ ۹ یویه تخته د کرځمکه. یاده ونه باید وکړم چې د ملي هیندارې له متن څخه داسې ښکاري چې په خپله لاره لاړ. متن: « ګوروان هم را ووتی هیچا ته یې ږغ ونه کئ پرخپله تړه ولاړی»
نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...