جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهد نوښت لارې په «ته نوښتګر يې» کتاب کې

د نوښت لارې په «ته نوښتګر يې» کتاب کې

لیکوال: نجیب الله ځیرک  

په کتابونو کې یوازې او یوازې تیوري بیانول هم د ګټې وړ کار نه دی. تکړه امریکايي لیکوال سټيفېن ریچارډ کووې – د اغېزناکو خلکو د اووه عادتونو کتاب لیکوال – هم ویلي و، چې په ارواپوهنیزو، مدیتریتي او د نوښتګرۍ برخې په کتابونو کې تر ډېر کوښښ وشي، چې یوازې پر تیوري تکیه ونه شي، د خلکو د ژوند رښتینې کیسې او سرګذشت هم باید د خلکو د قناعت د حاصلولو او د پرمختګ پر لور د یون لپاره بیان شي.

په «ته نوښتګر يې» کتاب کې هم رښتینې کیسې او هم د نوښتګرۍ، پرمختګ او په ژوند کې د بري ګټور اصول وړاندې شوي دي. د دغه کتاب یوه ځانګړنه دا ده، چې په هر څپرکي کې د موضوع اړوند کیسې او حکایتونه راغلې دي. دا حکایتونه له موږ سره د موضوع په ښه درک کې لا مرسته کولای شي.

خو ولې نوښت؟ په نوښت کې پايښت او پرمختګ نغښتی دی. انسان چې کله د ژوند او مرګ له یوه داسې حالت سره مخامخ شي، چې کوم پېژندل شوی او عملي حل ونه لري؛ نو په نوښتګره توګه د ستونزې له منځه وړل د پايښت یوازينۍ وسیله ده. که څه هم په ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږو؛ خو د ستونزو تر ټولو غوره حللاره په نوښتګره توګه د ستونزې د جرړې پيدا کول او بیا يېهوارول دي.

په دغه کتاب کې د نوښتګرۍ بهیر په خورا سیستماتیکه بڼه کښل شوی دی. د نوښت له پېژندنې نیولې بیا تر عملي ډګر پورې د نوښت بېلابېلې لارې چارې، د نوښت اړوندې کیسې او حکایتونه، په ژوند کې ترې ګټنه کول او د نوښت اړتیا او په دې برخه کې د وړتیا پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

«ته نوښتګر يې» به له تاسې سره مرسته وکړي، چې څنګه مو شتمني ورځ تر بلې زیاته کړئ. لیکوال لیکي: «شتمني داسې رامنځته کېږي، چې موږ د خپل نوښت په مرسته د پوهې ارزښت ورزیات کړو. د یوې ادارې تر ټولو ستره شتمني د ودانیو او ماشین الاتو ملکیت نه؛ بلکې د ادارې د کارکوونکيو ټولنیز نوښت دی.» نوښت به له تاسې سره مرسته وکړي، چې ګران کارونه په اسانه او لنډ وخت کې ترسره کړئ. د نوښت په اړه فریدم امرام وايي: «د موجود شي ترلاسي ته کلیشه وايي؛ خو زموږ شعار به دا وي، چې یو نامانوس او خیالی شی ترلاسه کړو. د ستونزو رښتینی حل (واقعي نوښت) له خیال او فکر څخه سرچینه اخلي. باوري شي، چې د دغې ستونزېپه حل کې به له تاسې سرهستاسې پر سر د فایلونو او دوسیو المارۍ هېڅ مرسته ونه کړی شي، یوازینی شی چې مرسته به درسره وکړي، ستاسو فکر او بیا خلاقانه فکر دی.»

لیکوال په دې اند دی، چې موږ هر یو د ستونزو د حل، د پرمختګ او د شتمنۍ د ترلاسي ځانګړنې لرو؛ خو دا په موږ پورې اړه لري، چې د ستونزو د حل کومه لاره مو انتخاب کړې ده. موږ باید هېڅکله پر هغو لارو چې ستونزې مو ورباندې نه دي حل شوې او هغه لارې چې زموږ ژوند ورسره نه دی جوړ شوی، بیاځلي ګام وانخلو. د نویو لارو انتخاب او ازمایل پخپله د نوښت پر لور یو ګام بلل کېږي. نوښتګر فکر یو مهارت دی، چې زده کېدی شي او نوښتګر فکر د خلکو طبیعي وړتیاوو ته د ځواک د ورزیاتولو له لارې هغوی ځواکمنوي او همدغه وړتیا هغه څه دي، چې په ټیمي يا ګډ کار کې سمون راولي. «ته نوښتګر يې» د نوښتګر فکر اصول او دغه فکر ته د رسېدو لارې چارې درزده کوي.

لیکوال پر تفکر هم ټینګار کوي او وايي، تفکر ذهن دې ته تیاروي، چې موږ ګټورې اړیکې جوړې کړو او د ستونزو لپاره حللارې پيدا کړو.

«ته نوښتګر يې» مالیزیايي لیکوال یو کام کیونګ (Yew KamKeong) چې د نوښتګرۍ په برخه کې يې دکتورا هم کړې ده، په ۲۰۰۶ کال کې لیکلی دی. دا کتاب محمد داوود سلیم له انګرېزي په پښتو اړولی او سروش کتابپلورنځي په کابل کې چاپ کړی دی.

کتاب ۱۶۰ مخه او په یوولسو څپرکو کې راغونډ شوی دی. تاسې کولای شئ، دا کتاب له سروش کتابپلورنځي – کابل، میرویس میدان (کوته سنګي) څخه ترلاسه کړئ.

ښاغلي کیونګ په انګلستان کې د نوښتګرۍ په برخه کې د دکتورا سند ترلاسه کړی او د نوښتګرۍ په برخه کې د ده کتابونه د غوره کتابونو او د ډېرو پلورل شویو کتابونو په نوملړ کې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب