پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونیو څو مشورې | استاد سعدین شپون

یو څو مشورې | استاد سعدین شپون

د خواخوږۍ له مخې مې یو دوه خبرې تاند او نورو وېبپاڼو ته کولې خو وېرېدم چې پخپله چلوونکي راته په غوسه نشي، تر دې مهمه، چې ستاسو لوستونکي ترخې تبصرې راباندې ونه کړي. اوس وا یم، ته خو یې وریادې کړه، که د چاپ وړ نه وې، اېډېټران یې رموږ فامه خلک دي، په اشاره، په داسې طریقه به مې پوه کړي چې زه هم خپه نشم، چې استازه، دا خبره د کولو وه چې تا وکړه، لیکوالان دې را نه خپه کړل؟

کله کله زما هم خپلې ورانکارۍ ته پام شي، د پوهاند حبیبي نبوغ ته قایل شم چې ویلي یې و، موږ شپون ګاڼه خو قصاب وخوت.

بهتره ده چې د شیعه ګانو کانې ونه کړم. ځانونه په زنځیرو وهي. څه خبر ده؟ که دې دا خبره رښتیاوي چې حضرت حسین رض یې کربلا کې شهید کړی. وه انصافدارو، نو په دې کې ستاسو څه ګناه؟ ګنه کرد در اصفهان زرګرې+ ببصره زدند ګردن مسګرې. کمونستانو هم زما یار، رباني کوهنورد، یو خوارنجوکی پرچمی را ایسار کړی و، د/ انتقاد به خو/د په نامه یې تر هغې د نا کړو جنایتونو اقرار ترې اخیسته چې سړی په مرګ راضي شو. زما په تېر مضمون یارانو عجیبه تبصرې وکړې.

د خوشال بابا او نورو کلاسیکو په وینا: غزا وشوه مدرسه چې مندرسه شوه. دا نون خو والقلم وما یسطرون  نه دی چې لاس به نه ور وړې. نون په پښتنو ګران ویی دی چې له پېرزوینې یې شي ته ورغورزوي مجلس منجلس شي، ګناهګار ګنانګار، مجاور منجور، ډاکټر ډانګټر، ډرامه ډرنامه، مجلس منجلس، مجله منجله. حتی زموږ کلي کې خو موږک ته هم منګک وايي.

افصح الکلام میا کریم بونیري خو په دې نظر دی چې پښتانه جلۍ ته هم نجلۍ یا انجلۍ په همدې موخه وايي. نوموړی وايي چې دا د نن ورځې بنه هم اول سر کې بله وه، بله ښځه. بنځی، د بلې ښځې زوی. دهغې جرړې نورو ژبو ته هم ورغلي لکه مغول ته منګول، منګولیا. همدا اوس زموږ زبده لیکوالان چې معنا ته مانا وايي د همدغسې تحریف بېلګه ده چې  په عین حال کې د استاز ( نوم یې نشم ښودلی) په حکم  د ع  د ستون څیریز ويي نه هم بچ شو.

تاند ته مې ویل غوښتل چې نن سبا لیکوال پرې غاوره شوي، خپلې تبلیغنامې ورکې خپروي. له دیني تبلیغاتو خو رغېدن نشته، هر کلي جومات لري، هر جومات ملا، هر ملا د تبلیغ لېسنس. او څوک مجال دی چې ورته ووايي چې دا هم خپل ځای او وخت لري. د کلي ملا خواره کی نه ښیم، هغه یې په وخت کوي، لهجه یې د مهربانۍ ده، خو دا نور چې د مهاجرت له کالونو راپاتې دي ، هم دې قبله بدلوي هم دې نور درپچالوي. د مندرسې وختونه مدرسو وخوړل. له هغې ورځې چې سید قطب او محمد قطب او دا سرې بابوګۍ خولۍ او اوږدې چپنې  را دمته شوي، افغانانو د ښادۍ ورځ نه ده لېدلې. روس خو ټول پوهېدل چې وېروس دی، خو دا نوی سلفیان، تبلیغیان، پنج پیران، دا په سر یې چې د مسعود دغړوندي  په رنګ بر ګ چلتارونه تړلي، چې دوی راپیدا شول، د بجلیګر د ملا خبره، د سنډاګانو جنګ شروع شو. اوس بیا یو څه سودګي ده .د مهاجرت په کالونو کې رسا چلتار شاهي وه. دېوبندی طالب قمرالدین  خو یې په دې ټکي ډبولی و چې په نا دانۍ کې یې پاکستانیان دال خواره بللي .ما په ګنانګارو غوږونو واورېدل چې یوه تنظیمي مشر شجره را ووېسته چۍ پیتي د صحابه و خوراک په ټولو غذاګانو کې سیده ده.

زما خبره تر ډېره حده  په تاند او نورو برښناپاڼو کې د جنجالي لیکنو خپرېدا ته متوجه وه. ستاسو یو شمېر لیکوالان، د رومي مولینا په وینا د حل پر ځای جنجال، د توضېح پر ځای توبیخ بوټوي، هغه چې لاره ښیي هم د لارې  څوری نه ورکوي. یوه عصري مولوي خو په همدې تاند کې

رحمان بابا صرف به دومره وینا د کفر درشل ته درولی و چې، که صورت د محمد نه وای پیدا+ پیدا کړې به خدای نه وه دا دنیا. کوم بل چا یې ننګه کوله چې دا د یو قدسي حدیثٍ ترجمه ده چې د آیت خفي حکم لري، خو زموږ مولوي قریب قدسي حدیث هم رد کړی و. د خدای احسان و چې بلاوه برکت یې نه و، که نه په بګرام کې د پاک قُران د پاڼو د سوزولو جنجال به پرې جوړ و. او د تاند لیکوالو ته خو معلومه ده چې نن سبا د افغانانو اعصاب ډېر نازک شوي، په اندک شي، بل یا ځان وژني. ًقرآن امریکایانو سېزلی، پخپلو کې وژل دوی کا.

یو بل خېل مقالې هم زیاتې  باب شوي چې، فکر کوم کابلیان ورته افشا ګري وايی. له کرزي خواره کي او نورو حکومتی چارواکو نه د بوسو سخی جوړوي خو بیا چې د هغې د اصلاح نسخه ورکوي، نو همدا تکراری  توصیې وي چې ملي اتحاد، وطن ته خدمت، صداقت، کارپوهي او دې ته ورته نور تحصیل حاصل ارشادات ورکې شا مل وي.

زه به دلته یو څو مشورې د پاڼو د چلوونګو سره شریکې کړم. یوه واضحه مشوره دا ده چې  د برحال چارواکي د ستاینو او یا غندنې په برخه کې له احتیاط نه کار واخیستل شي. اداري فساد عزیزالله لودین ته ورپرېږدﺉ  په تېره چې شک درشي چې د مقالې یا رپوت لیکونکی د چارواکي خپل، مامور یا دښمن دی. د ولایت د اطلاعاتو رییس یا د والي ویندوی، یا ماقوف شوی مامور به لا محال غرضي وي. د دینی رپوټونو په برخه کې هم احتیاط ضرور دی او زما مشوره خو دا ده چې که رغېدن ترې وي، لاس مه وروړﺉ. وېره ده چۍ په اندک شي د سلمان رشدي ټاپه درباندې ولګول شي. د ژبې موضوع هم حساسه ده. خپله ژبه  بېدرېغه و پالئ ، خو د نورو په ژبې مه لګېږﺉ. کله چې له مجبورې ورځې زه ټلواله یادوم، وېرېږم چې څوک مې د افغانستان د کوم خاص قوم د سپکولو په تور ګرم نه کړي. د سعدي صیب په دې بیت به یې ختمه کړم چې :

 کنونت که امکان ګفتار هست، بګو ای برادر بلطف و خوشي + که فردا چو پیک اجل در رسد، بحکم ضرورت زبان در کشي.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د فبروري په ۲۳ په تاند کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب