شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد خوشحال قصیدو ته انتقادي کتنه/ سید اصغر هاشمي

د خوشحال قصیدو ته انتقادي کتنه/ سید اصغر هاشمي

(بولـله له پيله تر خوشحاله)اثر کې بولـله (قصيده) مې د جاهليت له زمانې څخه رانيولې ان د خوشحال پور ې مې تر څېړنې لاندې نيولې ده.

کتاب درې څپرکي لري لومړى څپرکى د خوشحال د شاعرۍ په اړه په کې بحث دى، دويم څپرکى د قصيدې شاليد يعنې تاريخچه او درېيم څپرکى د خوشحال خان خټک ټولې قصيدې او وېپانګه ده.

دا چې د کتاب زياته برخه د خوشحال خان خټک قصايدو ته ځانګړې شوې ده، غواړم د بابا د قصايدو په تعداد وغږېږم.

د (خوشحال کليات) د عبدالقيوم زاهد مشواڼي په سريزې، اوډون او ترتيب په سريزې کې ليکل شوي دي، د خوشحال کليات کې ٨٦٠ غزلې، ٥٢ قصيدې، ١٦٧٤ رباعيات، ٤٠٥ قطعې، ١ مثلث، ٢ څلوريزې، ١ مثنوي، ٤ مخسمونه، ٢ مسدسونه، ١ معشر، ١ ترکيب بند او ١ ترجيع بند موجود دى يانې د قصايدو تعداد يې ٥٢ ښودلى دى.

خوشحال پوهنې په کتاب کې د خان بابا د قصايدو په اړه داسې راغلي دي د دې د ديوان بله برخه د قصيدو ده، د خان ټولې ٥٢ قصيدې په کلياتو کې موجودې دي.

حبيبي صاحب او ځينو نورو خوشحال پېژندونکيو د خان بابا ځينې قصيدو ته غزل وزمه قصيدې ويلې دي.

دې قصيدو ته غزلې او که قصيدې ووايو، ښاغليو پوهانو هم دغه خبره نه ده ښکاره کړې، د دوى په فکر که چېرې د قصيدې منځپانګه، محتوا او ځمکه غنايي وي دې ته يې غزل وزمه قصيدې ويلي دي دا چې ځينو پوهانو د خان بابا قصايد ٥٢ ښودلي دي دوى خوله په خوله دغه تعداد ديو نه بل کتاب کې ښودلى دى، خو زما په نظر د خان بابا قصايد ٥٢ نه زياتې دي دا چې د قصيدې په پېژندنې کې بايد کوم توکي په نظر کې ونيول شي دا ټول ما دقيق وکتل او د ډېرې مطالعې وروسته په دې پوه شوم چې د بابا قصايد له ٥٢ زياتې دي.

هغو پوهانو چې د بابا ځينو قصايدو ته غزل وزمه قصيدې ويلي دي، هغه بايد په قصيدو کې وشمېر ل شي، ځکه چې بابا د قصايدو بريد مات کړ، کومې قصيدې چې د جاهليت په زمانې کې په ارادي ډول د خرڅون او کره کتنې لپاره ليکل کېدې او يا د فارسي دري ژبې تمهيديه قصيدې چې په دربارونو کې د مال، دولت، جاه او جلال او د چاپلوسۍ لپاره ويل کېدې او زياتره قصيدې به د ستاينې او مدحې لپاره وې خو بابا خطابيه قصيدې خپل اوج ته ورسولې اوپه غير ارادي او ناشعوري ډول يې د قصيدې په ځېل کې اخلاقي، اجتماعي، سياسي، غنايي، رزمي او نور مسايل راوړه، ما د بابا ټولې قصيدې ولوستې او هر ډول منځپانګې د دې په قصايدو کې شته، نو د پورته دلايلو په نظر کې نيولو سره د بابا د غزل وزمه قصيدو جوړښت، د بيتونو شمېر، قافيې او په ځينو قصايدو کې رديفونه په دې دلالت کوي چې دا قصيدې دي.

1 COMMENT

  1. وحید
    قدرمن هاشمی صیب، کاشکې دې لیکلي وای : (دخوشحال قصیدو ته نقادانه کتنه )، د دې معنا به دا وه چی تا یوه کره کتنه وزمه لیکنه کړی ده، خو ستا له عنوان څخه یو څوک دا درک او مفهوم اخلی چی ګواکی تا په خوشحال انتقاد کړی !!
    کاشکې مو ځوان لیکوال خپلو لیکنو ته ښه ځیر شي…. ارمان ارمان !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب