جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبپښتو متون سمېدل غواړي / استاد معصوم هوتک

پښتو متون سمېدل غواړي / استاد معصوم هوتک

۲۸ – د رحمت داوي لیلی و مجنون:

د رحمت داوی د شاعرۍ د اوج زمانه د سدوزي تېمورشاه (۱۱۸۶ – ۱۲۰۷هـ ق) د پاچهۍ دوره ده او ژوند ئې تر۱۲۱۰هـ ق پوري یقیني دئ په دغه کال ئې د لیلی و مجنون کیسه په پښتو مثنوي کي ترجمه کړې ده. دی د پښتو شعر پنډ دیوان لري چي وایي نیمگړی متن ئې په ۱۹۸۰ع کال په پېښور کي چاپ سوی دئ (د پښتو ادبیاتو تاریخ – لرغوني او منځنۍ دورې ــ ۱۹۱مخ). د رحمت داوی په قلم د لیلی و مجنون منظومه کیسه د نظامي گنجوي لیلی و مجنون ترجمه ده. د دې مثنوي د یوې خطي نسخې افسیټ چاپ په ۱۳۶۰ش =۱۹۸۱ع کال په کابل کي د افغاستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو د علمي او تحقیقي مرکز د فولکلور مدیریت له خوا خپور سوی دئ.

د کتاب په سر کي د ژبو او ادبیاتو د علمي او تحقیقي مرکز د هغه وخت رئيس څېړنوال دکتور سیدال شاه پولاد په دریو مخو کي ئې د دغه اثر پر محتوی او د هغه د چاپ پر اهمیت لنډي خبري کړي دي. په دغو خبرو کي ئې “ځوان لیکوال څېړنیار مصطفی نژدې ته د دې مثمر کار د سر ته رسولو په باب خپل صمیمانه تبریکات” وړاندي کړي دي. گویا د دغه متن د ترتیبولو کار د همده له خوا سر ته رسېدلی دئ.

ورپسې “د لیلی او مجنون د میني جوله په ادب کي” تر سرلیک لاندي تفصیلي بیان (۳۳مخه) د څېړونکي عبدالهادي هاند په قلم او تر هغه وروسته د “رحمت داوی څوک ؤ؟” تر عنوان لاندي (۴۴مخه) لیکنه راغلې ده چي په هغې کي د شاعر پر ژوند او شعر او دغه راز د قلمي نسخې پر ځانگړتیاوو باندي اوږدې خبري سوي دي. دغي برخي ته د چا نوم نه دئ لیکل سوی او د لیکني له سیاق څخه داسي ښکاري چي که ټوله نه وي، نو زیاته برخه ئې د عبدالهادي هاند په قلم کښل سوې ده خو د کتاب پر لومړي مخ باندي د سریزي لیکوالان  مصطفی نژدې او عبدالهادي هاند بلل سوي دي او وایي چي د اهتمام چاري ئې روزیگل هنرمل سر ته رسولي دي.

تر سریزو وروسته د قلمي نسخې افسیټ متن له پنځه څلوېښت میناتورونو سره چاپ سوی دئ او په پای کي ئې دوه ویشت مخه لغتنامه وراچولې ده.

دا چي ولي ئې دغه متن په افسیټ ډول چاپ کړی دئ، دلیل ئې د پنځه څلوېښتو ارزښتناکو میناتورونو خوندي کول راوړی دئ. د میناتورونو خوندي کول خو رشتیا هم ارزښتمن کار دئ خو په دغسي بیخونده ډول، بې کیفیته کاغذ او پیکه طباعت سره نه. د دغو میناتورو ارزښت به هغه وخت لا زیات وای چي پر روغني کاغذ او د طباعت په عالي کیفیت سره چاپ سوي وای. د دغه متن بیا چاپ او هغه هم د متني نقد پر اصولو برابر یوه اړتیا ده او زلمیو ته ښایي چي وخت وروباسي. ما ته دغه اوسنی کار، که څه هم له اهمیته ئې انکار نه سي کېدلای، د متنپوهني پر اصولو برابر نه ښکاري.

۲۹ – د حاجي جمعه بارکزي دېوان:

حاجي جمعه بارکزی د کندهار د زاړه ماشور د کلي اوسېدونکی پښتو دېوان لرونکی شاعر وو. د ده شاعري پر کندهار باندي د سردار کهندل خان د اول وار واکمنۍ (۱۲۴۵ – ۱۲۵۵هـ ق) په دوران کي د عروج په حال کي وه.

د حاجي جمعه بارکزي دېوان د افغانستان د علومواکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو د علمي او تحقیقي مرکز اړوند د پښتو ټولني د ادبیاتو د لوی مدیریت له خوا په ۱۳۶۰ش =۱۹۸۱ع کال چاپ سوی دئ. د متن د تهیه کولو کار ئې ښاغلي زلمي هیوادمل سر ته رسولی دئ او سریزه و لغتنامه ئې پوهاندعبدالشکور رشاد پر کښلې ده.

د کتاب په سر کي د “حاجي جمعه او د هغه شاعري” تر سرلیک لاندي څېړنه (۹مخه) د پوهاند رشادپه قلم او د نصیرهنر پښتون په خطاطۍ راغلې ده او په هغې کي د حاجي جمعه پر نسب، ټاټوبي، د ژوند زمانه، سلوک، تصلف، ایراد، بې قدري، معما، ادبي صنایع او بیاني ښېگڼي باندي محققانه خبري سوي دي. ورپسې د متن د مرتب ښاغلي زلمي هیوادمل په قلم د دغه دېوان د متن په باب اوږدې خبري (۴۲ مخه د تکملې او استدراک په گډون) سوي دي او په هغو کي د حاجي جمعه د دېوان د موندلو، د هغه د شاعرۍ پر فورم او محتوی، د حاجي جمعه په دېوان کي د یوې قصیده وشمي غزلي تر اغېزې لاندي پر پښتو قصصي ادب باندي دوولس مخه څېړنه، د حاجي جمعه پر ادبي شهرت او ادبي لار، د دېوان د خطي نسخې پر ځانگړتیاوو او د چاپي نسخې پر لارښود ږغېدلی دئ. تر دغو اوږدو خبرو وروسته د دیوان متن شروع کېږي چي د خطي نسخې پر خلاف ئې د دوو دفترو پر ځای په یوه دفتر کي ترتیب کړی دئ.

د خطي نسخې د دوهم دفتر اشعار ئې په متن کي د ستوري په نخښه نښاني کړي دي. ټول متن ۱۵۳مخه نیولي دي او په پای کي ئې لغتنامه (۲۱مخه د دوو مخو خاطرې په گډون) راغلې ده. لکه وړاندي چي مو هم اشاره ورته کړې ده، دغه لغتنامه د پوهاند رشاد په قلم لیکل سوې ده او په هغې کي د حاجي جمعه په کلام کي د راغلو تصوفي اصطلاحاتو تشریحي معناوي د الفبې په ترتیب بیان سوي دي. لغتنامه هم د نصیرهنر پښتون په لاس خطاطي سوې ده.

د حاجي جمعه بارکزي دغه چاپي دېوان د متنپوهني پر اصولو باندي تر ډېري اندازې برابر خیژي. د متن د مرتب دا خبره چي وایي: “…زه دا ادعا نه لرم چي دا یو کره او له هره حیثه سهي متن دی…” (د سریزي ۳۶مخ) ما ته دا جرئت راکړ چي متن ته په انتقادي نظر وگورم او کله چي مي په دقت وکوت څو داسي ټکي مي پکښې وموندل چی په دوهم چاپ کي ورته پاملرنه په کار ده.

د متن د مرتب په خبرو کي چي په پښتو ادب کي د عاشقانه قصو په باب دوولس مخیزه څېړنه راغلې ده، په خپل ذات کي د ستایني وړ کار دئ خو د یوه دېوان په سریزه کي د دومره تفصیلي بیان د اړتیا له پاره توجیهي منطِق نه سي موندل کېدلای.

د دیوان متن له دوو خطي نسخو څخه برابر سوی دئ چي یوه ئې ښایي د اصل دېوان نقل وي او بله ئې د نقل سوي نسخې نقل دئ. اول نقل ئې د ملامطلوب په قلم او دا بل نقل ئې د مرحوم محمدگل نوري په لاس لیکل سوی دئ. د دغو نسخو په باب د سریزي تر نهه ویشتم مخ وروسته لازم معلومات ورکول سوي دي او په هغو کي د نسخې اندازه، کاغذ، لیک، املایي ځانگړتیا او نوري ضروري خبری پکښې سته.

د نقل په برخه کي ئې لیکلي دي چي: “مرحوم استاد نوري د حاجي جمعه د خطي نسخې د نقل ستونزه هم پر ځان منلې، او دغه دیوان یې نقل کړی دئ … د نقل په پيل کی د استاد نوري یو مخیز یادښت هم لري، په هغه کی د حاجی جمعه لنډه سوانح بیان شوي، او د دیوان د خطی نسخی د پيدا کولو په باب یی هم خبرې پکی کړې دي”. (د سریزي ۳۳مخ). د مرحوم استاد نوري دغه یاداښت باید د یوه تاریخي سند په توگه رانقل سوی وای او یا لږ تر لږه ئې د دغي خطي نسخې د پیدا کېدلو جریان د مرحوم نوري له خولې لیکلی وای.

ښاغلي مرتب وایي: “د دغه متن په تصحیح او چاپ ته برابرولو کی د شاعر د خپلی لهجی پوره پوره خیال ساتل شوی دی. دا د متن څېړنی یو عمده اصل دی، چی مصحح او د متن څېړونکی باید د متن په ژبه کی لاسوهنه ونه کړی … مگر ما په دغه متن کی په پوره امانتدارۍ تر خپلی وسی پورې د شاعر خپله لهجه او د هغې لهجې ژبنی خصوصیات له پامه نه دي غورځولي”. (د سریزي ۳۷مخ). د متن په تصحیح کي رشتیا هم دا کار ډېر مهم دئ او د حاجي جمعه د دیوان مرتب په رشتیا سره د شاعر خپله لهجه تر ډېره ځایه په پام کي نیولې ده. مگر بیا هم په متن کي داسي ځایونه سته چي د شاعر له لهجې سره سم ثبت سوي نه دي او یا ئې په ثبت کي نیمگړتیاوي سته.

لومړۍ نیمگړتیا دا ده چي د شاعر د لهجې دغه مشخصي ځانگړتیاوي په متن کي په بشپړه توگه ښوول سوي نه دي. د مثال په توگه د شاعر په لهجه کي د اوږدې یاء استعمال د نورو لهجو په پرتله لږ دئ. د دېوان مرتب دغه راز مواردو ته ډېره پاملرنه نه ده کړې. لکه په ۴۴مخ کي “راپورې، تورې خاورې” په ۴۵ مخ کي “چیرې”، په ۴۶ مخ کي “پورې، دې” په ۴۷ مخ کي “بدې” کلمات ټول په اوږده یاء ثبت سوي دي په داسي حال کي چي دغه کلمات د شاعر په لهجه کي په لنډه یاء سره د “راپوري، توري خاوري، چیري، پوري، دي، بدي” په ډول تلفظ کېږي.

 د “چي، کي، مي” یاگانو ته خو ټکي بیخي ایښوول سوي نه دي. دا کار ښایي د مطبعې پر کارکوونکو باندي حواله سي خو د متونو مصحح ته په کار ده چي متن تر ټایپ وروسته هم په دقت سره وگوري. په ۳۹مخ کي “نې ازل له ابتدا سته چي وو کله” نیم بیتي کي “له” د شاعر په لهجه کي د “لره” پر ځای کارېږي. دغي ځانگړتیا ته باید په لمن لیک کي اشاره سوې وای، چي نه ده سوې. د شاعر د لهجې “نې = نه ئې، بې = به ئې، سرې = سره ئې،…” ښه پوره دقت سوی دئ او په لمنلیکونو کي اشارې ورته سوي دي. خو په دغو لمنلیکونو کي زیاتره لیکدودي نیمگړتیاوي سته او د “نی = نه یې” په شکل ئې کښلي دي. دلته باید “نی” په اوږده یاء لیکل سوی وای. په بې ټکو یاء سره “نی” د نل معنا لري. دغه راز لیکدودي نیمگړتیاوي د ان دپاسه دي، چي په دوهم چاپ کي باید کلکه پاملرنه ورته وسي.

په لغتنامه کي یوازي تصوفي اصطلاحات معنا سوي دي خو په دېوان کي نور حل طلب لغتونه په پېخر سته چي په لغتنامه کي ئې راوړل لازم ول.

مرتب وایي چي پارسي کلام ئې “د ادبي ضعف له امله … له دیوان څخه وغورځول شو” (۳۸مخ). د پارسي کلام د ادبي کمزورۍ مسئولیت د شاعر پر اوږو پروت دئ. مصحح ته په کار نه ده چي د شاعر له کلام څخه یوازي قوي اشعار غوره او ثبت کړي. د لوی احمدشاه بابا په دېوان کي پارسي کلام څه، چي پښتوکلام ئې لا هم په پېخر کمزورۍ لري. مگر له دا ټولو کمزوریو سره سره موږ د بابا کلام ټول خوندي کړی دئ.

د خوشحال خان خټک په کلام کي ځیني داسي کلمات کار سوي دي چي زموږ کلتوري نورمونه ئې د کلام بې عفتۍ بولي. خو د خان د دېوان تصحیح کوونکو کټ مټ رااخیستي دي. مصحح ته د چا خبره “نه بند سته، نه زندان”. دی د متن رانقل کوونکی دئ. د متن د ښو او بدو مسئول په خپله شاعر دئ.

دا هغه عمده ټکي دي چي د حاجي جمعه د دېوان په دوهم چاپ کي پاملرنه ورته بویه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب