چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهسقیممارچ څوومه خور ده؟ سيدشاه سقيم

مارچ څوومه خور ده؟ سيدشاه سقيم

د ودانۍ غټ تالار د تورو ، سپينو او سرو ټکريو مېرمنو پر سر اخيستی وو. ډېرو يې په غېږو کې شنې چادرۍ نيولې وې. ټولو د دريځ پر خوا کتل ، څو تنو پرلپسې خبرې وکړې. د ډېرو ویناوالو غږونه له مېرمنو سره د راغليو ماشومانو په چيغو کې ورک شول. د مارچ اتمه يوازينی لفظ وو چې د هر ويناوال د يوې نه بلې خبرې په سر کې به راته.

د غونډې له پيل نيولې تر پایه پورې ټولو ويناوالو یوه سل کلنه زړه کيسه تکراروله. خبريالانو نن په خپلو کامرو پسې اوږده لېنزونه نښلولي وو او د کامرو تر چولو يې زړو او ځوانو ښځو ته په يوه سترګه کتل. د کامرو رڼا ګانو سترګې برېښولې. د بشر د حقوقو استازي وويل ((د مارچ اتمه د ښځو د نړيوال پیوستون ورځ په نړيواله کچه د ټولنو د نابرابريو او بې عدالتيو په وړاندې د ښځو د هڅو، او حق غوښتنې زړه ور پاڅون او مقاومت محصول او د سياسي، تاریخي او اجتماعي تنګ نظريو، ظلم، او تاوتريخوالي په وړاندې د ښځو د مبارزو او ځان تېرېدنې يوه ستره نښه ده. نېکمرغه، بريالۍ او پياوړې دي وي د مارچ اتمه د ښځو د نړيوال پيوستون تاريخي ورځ، وسلام )) د دې پر ځای چې د وينا په پای ته رسېدلو یې چکچې ووهل شي راغلې ښځې يې د یوې داسې خبرې په تمه وې چې ورباندې وپوهيږي.

 د غونډې په پای کې پر دريځ يوې ناستې مېرمنې چې لوستې مالومېده د څنګ له ملګرې وپوښتل (مارچ څوومه خور ده ؟) ما ته يې هم پوښتنه را پيدا کړه . يوې سپن سرې ته مي وويل((ادې ته مارچ پېژني) له ځنډه پرته يې ځواب راکړ (( هو قربان يې شم زما خدای بخښلی مېړه يې هم موريد وو) فکر کوم د مارچ د اتمې غونډې ته د مرچ اغا د تلين د لمانځلو په موخه راغلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب