استاد سياف يوه بېړنۍ خبري غونډه راغوښتې وي، د يرغلګرو پاکستانيانو سر او مال حلال وبولي.
ستر جنرال دوستم، خپلو ټولو کسانو ته امر وکړي چې د جنرال رازق تر قومانده لاندې دې له کندهاري ځوانانو سره پر کونړ ورکښته شي.
ملا سلام ضعيف ځوانانو ته، له ده سره د پاکستانيانو شوې ناځوانۍ وريادوي او مولوي متوکل له پنجاب څخه د ملا بردار د غچ اخيستلو په موخه پټکی تر ملا تړلی وي.
يون پر ټلوېزيون ملي سندرې خپروي، پدرام له ستوني د ايران پړی غورځولی وي او حاجي محمد محقق پر محمد علي جناح د قاق روده نوم ايښی وي.
ډاکټر عبدالله ځوانانو ته د شمالي د سمسورو باغونو ايرې وريادوي، احمدضيا مسعود د خپل شهيد ورور په وژونکيو پسې توره ايستلې وي او خلقي ملګري پر اريانا څلورلارې د شهيد نجيب الله پر سپېڅلې اروا قسمونه اخلي.
حضرت صاحب ځوانان پر ملا ټکوي او ډاډ ورکوي چې استخاره يې خورا خوندوره وه، ډاکټر صاحب غني ملي مشر حامد خان کرزی پوښتي، هغه د احمد شاه بابا په دېوان فال ګوري او پر پنجابيانو د بريد مشوره ورکوي.
له هرې خوا د تکبيرونو نارې پورته کېږي، ملي بيرغونه تر سرونو تاوېږي، کونړي ماشومان د دانګام پر نښترو د پنجابيانو پاتې شويو لنګونو ته خاندي، کونړۍ پېغلې په کلي ګرځي، بالښتونه او پيالې ټولوي چې د خپلو پکتياوالو او بدخشي وروڼو ښه مېلمه پالنه وکړي، خو چې سترګې مې پرانيستې، د یوه ملګری پر پوسټ مې نظر څرخ شو،
ولسمشره! کونړ وژغوره