جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د چاروالې او رغښتوالې توپير او يو نوى اثر | اجمل ښکلى

د چاروالې او رغښتوالې توپير او يو نوى اثر | اجمل ښکلى

“ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګراى نظام مند هاليدى” د پوهندوى دکتور راحلې حميدزۍ  د دکتورا اثر دى، چې سږکال چاپ هم شو. دا اثر د مايکل هاليډى د چاروالې ژبپوهنې بشپړ انځور راکوي. 

ما دا اثر دوه نيم کاله مخکې چې استادې پرې د دوکتورا سند اخيسته، ترلاسه کړ او په تلوسه مې يې په لوست پيل وکړ. تر دې څه وخت مخکې استاد منلي په انګليسي د سيستميک فنګشنل ګرامر په اړه څو لينکونه رالېږلي وو. په دې دواړو راته پوهېدل يوه ننګونه وه؛ خو ما دا ننګونه و منله او د سيستميکې فنګشنل ژبپوهنې، چې په پښتو ورته سيستميکه چارواله ژبپوهنه وايو، د پوهېدو لپاره پراخه مطالعه پيل کړه. ورسره مې د استادې راحلې د اثر مطالعه هم جاري وساتله. خبره تر دې پورې ورسېده، چې په پښتو مې د استادې د اثر لنډيز هم وليکه. 

د استادې دا اثر د افغانستان د ژبپوهنې لپاره نوى ګام دى، چې د ژبپوهنې په اړه يې د اوسنۍ مهمې نظريې پر لور ګام اخيستى. 

په دې نظريه کې تر هر څه لومړى د سيستم او function له کلمې سره مخېږو. فنګشن ته په فارسي کې نقش او موږ “چار” ويلاى شو. 

نقش هغه اساسي نومونه ده، چې چارواله له رغښتوالې سره توپيروي. د سوسور رغښتي نظريه وايي، چې ژبه د نظامونو يو نظام دى. دا نظام د دې د توکيو ترمنځ پر اړيکه ولاړ دى. په دې کې مهمه هغه د توپير اړيکه ده. ټول ژبني توکي له يو بل سره توپير لري او له دې توپير نه رغښت پيدا کېږي. دا خبره به په يوه بېلګه کې وښيو: ټولنه يو نظام دى. دا نظام د افرادو ترمنځ پر اړيکو ولاړ دى. د افرادو ترمنځ اړيکې د توپير اړيکې دي. هر فرد له بل فرد مختلف دى او دا اختلاف يو رغښت رامنځته کوي، چې د ټولنې نظام پرې ولاړ دى. موږ د شلمې پېړۍ په اوږدو کې وليدل، چې د سوسور له رغښتي نظريې پر نورو علمي څانګو سربېره په ټولنپوهنه کې هم استفاده وشوه. 

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d8%b7%d9%84%d9%82%d9%88-%d9%81%d8%b9%d9%84%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%a7%d8%ac%d9%85%d9%84-%da%9a%da%a9%d9%84%db%8c/

د ټولنې د نظام په اړه چې موږ کومه بېلګه وړاندې کړه، د رغښتي توصيفي ژبپوهنې په وينا، د ژبې بشپړ انځور راپرلاسوي؛ خو دې بېلګې ته که لږ نور ځير شو؛ نو پوهېږو، چې د ټولنې يو مړ انځور راکوي او دا ځکه چې رغښتواله په هر نظام کې د بسيط وحدت لټه کوي او په دې ډول پر رنګارنګيو(تنوعاتو) سترګې پټوي.مثلا: ټولنه د افرادو ترمنځ د اړيکو نظام دى؛ خو د مړو افرادو نه، بلکې د ژونديو افرادو. د ژونديو افرادو مانا دا چې هر فرد په ټولنه کې يو نقش لوبوي او دا نقش دا فرد په ټولنه کې د فرد په توګه فعال ساتي، لکه د ورور، خور، پلار، استاد، محصل، کسبګر، رييس او ډېر نور متنوع نقشونه. ټولنه په اصل کې د دې نقشونو ټولګه ده، ځکه که دا نقشونه نه وي، د انساني ټولنې او د څارو د پادې ترمنځ به توپير ختم شي. 

چارواله د رغښتوالې پر خلاف نقش ته پر ژبني توکي لومړيتوب ورکوي او ژبني توکي د خپلو نقشونو له مخې د هويت څښتن بولي. څرنګه چې په ټولنه کې افراد متنوع نقشونه لوبوي، چې رغښتوالې ته يې دا تنوع د خپلې رغښتي نظريې په کوزه کې ځايول ممکن نه ښکاري، داسې په ژبه کې ژبني توکي هم رنګارنګې چارې ترسروي. يو سربل کله د سربل، کله د روستاړي او کله… په بڼه راڅرګندېږي او دا تشخص يې له خپل نقش نه ترلاسه کړى وي. يوه بله بېلګه به وښيو. مثلا: انسان لکه د ژبې غوندې د نظامونو يو نظام دى. په دې نظامونو کې يو نظام د تنفس نظام دى، چې د سږو، حنجرې، خولې، پوزې او … نورو له خپلمنځي اړيکو جوړ دى؛ خو که دا نظام د تنفس کار ترسره نه کړي، بيا ګنې ورته نظام ويلاى شو؟ د دې نظام توکي پر تنفس سربېره ژبني غږونه هم توليدوي. يعنې پر تنفسي چار سربېره ژبنى چار(نقش) هم ترسروي او له همدې امله د بيولوژي او ژبپوهنې په دوو مختلفو حوزو کې پرې څېړنه کېږي. 

د دې مانا دا ده، چې رغښتواله د ژبنيو توکيو پر وجودي اړخ اتکا کوي او چارواله يې پر معرفتي اړخ.  

خو چارواله د نقش له لومړيتوب سره سره له سيستم نه انکار نه کوي او دا پر چارواله د رغښتي نظريې اغېز ښيي؛ خو دا ځينې نور لاملونه هم لري. نولسمه او شلمه پېړۍ د سيستم پېړۍ ده. رغښتواله په ژبه کې د سيستم مطالعې ته پوهان متوجه کړل او په دې ډول پوهه يا معرفت يو سيستماتيک څيز وبلل شو. د ادراکي علومو پر بنسټ د انسان ذهن و ادراک سيستماتيک دي او د ښکارندو په اړه معلومات هم ډلبندي کوي او سيستم ترې جوړوي.دا خبره دوه اړخيزه ده، يو دا چې يا سيستم په ښکارندو کې وي او يا د انسان په ذهن کې؛ خو خبره که هر څه وي، انسان سيستماتيک درک لري، شيان هله درک کوي، چې يو سيستم پکې وي يا يې په يوه سيستم کې وپېي. دا خبره د ژبې په اړه هم ده او د چاروالې په اړه هم. يعنې څرنګه چې سوسور د ژبنيو توکيو ترمنځ د اړيکو پر بنسټ سيستم ليده، چارواله يې د ژبنيو توکيو د نقشونو ترمنځ ويني.

د لاينز(۱۳۸۶) په اند، چارواله ژبپوهنه په رغښتواله کې دننه يو ځانګړى خوځښت دى. چارواله په دې باور ولاره ده، چې د ژبو غږيز، ګرامري او مانيز رغښت د هغو نقشونوپه مټ ټاکل کېږي، چې په ټولنه کې کارېږي(۲۵۷).

د لاينز په تعريف کې د نقش او رغښت ترمنځ تړاو وينو. يعنې ژبني نقشونه سيستماتيک وي او په ژبني رغښت کې دننه رامنځته کېږي. په ټوله کې ژبني نقشونه کلي او جزئي او له ژبې بهر او دنني ګڼلاى شو. ژبه په بهر کې د ياکوبسن په اند، شپږ نقشه لوبوي، چې عاطفي، هڅاند، ارجاعي، برژبنى، ارتباطي او ادبي نقش دى(صفوى، ۱۳۸۳: ۳۰). په ارتباطي نقش کې ژبه د ټولنې د افرادو ترمنځ د تړاو نقش لوبوي او په همدې ډول په ژبه کې دننه هم د اړيکو يو نظام وينو، چې هر ژبنى توک(عنصر) پکې پر يوه سربېره ډېر نقشونه لري؛ خو دا د ژبې د رغښت نظام دى، چې د ژبنيو توکيو نقشونه له انتشار نه ساتي او نظم ورکوي. د ژبې کلي او بهرني ټولنيز نقش ته مو اشاره وکړه، اوس به د ژبې په درون کې د توکيو پر نقش خبرې وکړو. 

ژبه د سوسور په اند يو رغښتي نظام دى. دا نظام د بل هر نظام غوندې په درون کې نور واړه نظامونه لري، چې پر رغښت ولاړ دي. په دې ډول که د قياس له مېتود نه استفاده وکړو، نو ژبه له کل نه جز ته په بېلابېلو ټوليو ويشلاى شو. مثلا متن چې د جملو ټولګه ده، جمله، فقره، عبارت، کلمه، مورفيم او غږونه. غږونه بسيط دي او دا نور ټول مرکب او ټوليزه ځانګړنه لري. په دې ډول جمله د فقرې، فقره د عبارت، عبارت د کلمې، کلمه د مورفيم او مورفيم د غږ پر وړاندې لويه او پاسنۍ ټولۍ ده. هره پاسنۍ ټولۍ د خپلې لاندنۍ ټولۍ له توکيو(عناصرو) جوړه وي. مثلا؛ جمله له فقرو نه جوړېږي، فقره له عبارتونو، عبارت له کلمو، کلمې له مورفيمونو او مورفيم له غږونو؛ خو دا پيوستون د خواناستۍ او ځايناستۍ د دوو محورونو زېږنده دى. 

سوسور د ژبنيو توکيو ترمنځ د پيوستون لپاره دوو محورو ته پام کوي، چې يو يې د خواناستۍ او بل د ځايناستۍ محور بولي. په چارواله کې لومړي محور ته زنځيري(افقي) او دويم ته انتخابي(عمودي) چورليز وايي. په لومړي محور کې د لاندينيو ټوليو توکي په پاسنۍ ټولۍ کې سره يوځاى کېږي او پاسنۍ ټولۍ جوړوي، مثلا: عبارتونه فقره جوړوي. د انتخابي محور پر بنسټ ويناوال د پاسنۍ ټولۍ لپاره په لاندينۍ ټولۍ کې ژبني عناصر انتخابوي. ويناوال د کلمې په ټولۍ کې “مړاوى” او “ګل” راخلي او د “مړاوى ګل” عبارت ترې جوړوي. د عبارت په ټولۍ کې ورسره د “مرګونى دى” عبارت يوځاى کوي او په پاسني پوړ کې ترې د “مړاوى ګل مرګونى دى” فقره جوړوي. په دې ډول “مړاوى ګل مرګونى دى” په لاندې ډول د يلمزلف د له کل نه جز ته مېتود له مخې شنلاى شو؛ 

۱-  مړاوى ګل مرګونى دى. 

الف: مړاوى ګل

ب: مړاوى

ج: ګل

د: م، ړ، ا، و، ى

ه: ګ، ل

و: مرګونى

ز: دى. 

ح: ر، ژ، ې، د، ل، ى

ط: د، ى

هره پاسنۍ ټولۍ له خپلې لاندينۍ ټولۍ سره يو تړاو لري او يو رغښت جوړوي. همداسې په افقي بڼه د هري ټولۍ توکي له يو بل سره تړاو لري او يو رغښت جوړوي او دا رغښتونه ژبنى نظام رامنځته کوي. په دې رغښت کې دننه د نقش خبره هم رامنځته کېږي. د هرې ټولۍ توک په پاسنۍ ټولۍ کې يو نقش لوبوي. مثلا “ته” د مورفيم په ټولۍ کې يو وستربل دى. په خپله ټولۍ کې له نورو توکيو سره د توپير پر بنسټ دې ته وستربل ويل شوى؛ خو چارواله له دې سره مخالفت لري او مثلا د “ته” نقش ته ګوري او د نقش له مخې يې هويت او ماهيت ټاکي. د “ته” نقش په خپله ټولۍ کې نه، بلکې په پاسنۍ ټولۍ کې رابرسېره کېږي او هغه د کلمې او عبارت ټولۍ ده. “ته” که د کلمې په پاسنۍ ټولۍ کې له “رامنځ” سره يوځاى شي، د “رامنځته” اشتقاقي کلمه رامنځته کوي او د روستاړي نقش لوبوي او د عبارت په پوړ کې که په “کور” پسې راشي، د “کور ته” جوړوي او د وستربل نقش لوبوي. 

څرنګه چې چارواله مانا ته د ژبې پر نورو اړخونو لومړيتوب ورکوي او د ژبې اساسي موخه د مانا لېږد بولي، ځکه نو نقش هم له مانا سره برابر بولي. په اصل کې هره مانا د يوه ځانګړي ژبني نقش ښکارندوى ده. په دې ډول هر توک ښايي هممهاله تر يوه زيات نقشونه ولري.د چاروالې په سپړنه کې اساسي ټکى دا دى، چې په ټوله کې ژبني توکي څو چاريز دي(حميدزۍ، ۱۳۹۹: ۵۸). 

په چارواله کې څلور نومونې بنسټي دي: نقش، سيستم، ټولۍ او تله. د هاليډى ژبپوهنيزې نظريې ته يې لومړى نوې فرثي ژبپوهنه او بيا “ټولۍ او تله” ژبپوهنه وويله. په دې ژبپوهنه کې څور ټولۍ او درې تلې دي. په څلورو ټوليو کې د واحد، رغښت، پوړ او نظام ټولۍ ده او په درو تلو کې د سلسله مراتب، ښکارند او شننې تله ده. 

په څلورو ټوليو کې په واحد کې جمله، فقره، عبارت او کلمې پر جوړښت او رغنده توکيو خبرې کېږي. په رغښت کې په يوه پوړ کې د توکيو پر رغښتي اړيکو خبرې کېږي، پوړ د هغو واحدونو ټولګې ته وايي، چې د پاسني واحد د جوړښت په يوه حانګړي ځاى کې وکاريږي او نظام د يوه پوړ د غړيو شمېر يا د امکاناتو ټولګې ته وايي، لکه عدد، وجه، مهال، شخص او داسې نور، چې ويناوال پکې يو امکان انتخابوي(حميدزۍ، ۱۳۹۹: ۵۱). 

په دې ډول موږ وينو، چې په چارواله کې د رغښت موضوع هم ښکېلېږي او د سوسور د پاراډايم او سينتاګم له محور نه په استفاده د پوړ خبره مطرح کېږي، چې په هر پوړ کې يو ژبنى واحد د نقش له مخې ځيرل کېږي. 

په تله(ميزان) کې د څو توکيو ترمنځ اړيکه تلل کېږي، چې په سلسه مراتب کې په ترتيب سره د لاندني او پاسني او له پاس خوا نه د پاسنيو او لاندنيو واحدونو اړيکه کتل کېږي. ښکارند په پاسني پوړ کې د لانديني پوړ د يوه واحد ښکارندويۍ ته وايي، مثلا په “د هغوى الوتکه کېناسته” جمله کې “د هغوى الوتکه د نوميز او “کېناسته د فعلي غونډ ښکارندويي کوي. همدا ډول د شننې تله هغه ظرافت دى، چې د يوې ژبنۍ ټوټې په شننه او سپړنه کې راښکاره کېږي او د يوې جملې د خپلواکو ټوکونو وييزه او رغښتي مانا شني او بيا ترې مانا اخلي(حميدزۍ، ۱۳۹۹: ۵۴)

دا شننه د رغښتي ليدتوګې په مټ وشوه او دا ښيي، چې چارواله ژبپوهنه د رغښتي ژبپوهنې په غېږ کې رالويه شوي؛ خو له ژبې سره د رغښت له مړ چلن سره مخالفت لري او ژبه د نقشونو له مخې مطالعه کوي او نقش مانا بولي.

په ټوله کې چارواله ژبپوهنه نوې ژبپوهنيزه ليدتوګه(نظريه) ده او په افغانستان کې خو بېخي نوې ده. استاد راحله حميدزۍ د ستاينې او درناوي وړ ده، چې داسې يو ښه اثر يې افغانستان ته ورکړى. هيله ده، چې پښتو ژبپوهنه به هم له دې او داسې نورو نويو ژبپوهنيزو نظريو او کارونو برخمنه شي. 

ماخذونه: 

۱- حميدزۍ، راحله. ۱۳۹۹. ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګراى نظامند هاليدى. کابل: نشر کابلستان 

۲- صفوي، کورش. ۱۳۸۳. از زبان شناسي به ادبيات. جلد اول: نظم. تهران: سوره مهر

۲- لاينز، جان.(۱۳۸۶). زبان و زبان شناسى. ترجمۀ مرضيه ايزدپرست. شيراز: دانشګاه شيراز با همکارى آوند انديشه 

1 COMMENT

  1. سره خفه کیږو به نه:

    نیوکه مې د تربګنۍ په معنا نه بلکي د لا ښه پښتو نثر د کښلو په موخه کاږم، زما په ګومان که لیکوال یې د لیکلو حق لري، نو لوستونکی يې د نقد یا ګوتنویني اختیارخامخا در لودلای شي. په پرمختللو هیوادونو کې لوستونکي هر څه هغسي نه مني، څرنګ چې یې لیکوال منل غواړي.

    داچې اثر تاسو څه وخت، له چا څخه، په څه ډول تر لاسه کړ، درته سخت و که اسانه، څومره وخت دي ورباندي تېر کړ…
    د لوستونکي یې ورباندي څه؟
    ایا په رښتیا هم د لاندي جملو و لوستلو ته، د تاند لوستونکی ضرورت لری؟

    (( ما دا اثر دوه نيم کاله مخکې چې استادې پرې د دوکتورا سند اخيسته، ترلاسه کړ او په تلوسه مې يې په لوست پيل وکړ. تر دې څه وخت مخکې استاد منلي په انګليسي د سيستميک فنګشنل ګرامر په اړه څو لينکونه رالېږلي وو. په دې دواړو راته پوهېدل يوه ننګونه وه؛ خو ما دا ننګونه و منله او د سيستميکې فنګشنل ژبپوهنې، چې په پښتو ورته سيستميکه چارواله ژبپوهنه وايو، د پوهېدو لپاره پراخه مطالعه پيل کړه. ورسره مې د استادې راحلې د اثر مطالعه هم جاري وساتله. خبره تر دې پورې ورسېده، چې په پښتو مې د استادې د اثر لنډيز هم وليکه. ))

    بله خبره د باقي پاته متن په تړاو ده:

    که محترم لیکوال په هغه خبره پوهیږي چې لوستونکي ته یې کوي؛ باوري یم چې پوهیږي به. نو ولي یې په ګونګو لفظونو او مصطلحاتو کې و لوستونکي ته بیانوي؟
    ولي وضوح و صراحت نه کاروي؟

    یادونه: خبره مې یوازي و محترم اجمل ښکلي ته راجع ده، هیله من یم چې همدلته رڼا ورباندي واچوي

    د لا ښه پښتو نثر په هیله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب