دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاتوتۍ غاښونه سپینوي

توتۍ غاښونه سپینوي

تاند- توتۍ، که څه هم له رنګه سره دي او حتي خوله او جامې هم رنګوي، خو د غاښونو له سپینولو سره مرسته کوي.

د امریکا د غاښ ډاکترانو د ټولنې د رييسې ایروین سمیګل په وینا توتۍ، چې په انګریزي ورته سترا بیري وايي، د ملیک اسیدو (malic acid) د لرلو له کبله په طبیعي ډول غاښونه سپینوي.

په لوېدیځ کې ډېرې نجونې په مصنوعي ډول غاښونه سپینوي او ډاکترانو ته د غاښونو د سپینولو لپاره زیاتې پیسې هم ورکوي. مصنوعي سپیندا د غاښونو مینا ته زیان اړوي او په نتیجه کې یې د غاښ د خرابېدو امکانات زیاتېږي.

اغلې سمیګل وايي، توتۍ په راز راز خوږو خوراکونو کې استعمالېږي خو تازه یې د غاښونو له سپینېدو سره زیاته مرسته کوي.

د دې په وینا، اوس چې د توتیو فصل دی او په بازار کې پرېمانه موندل کېږي، باید خلک د غاښونو د سپینولو چانس له لاسه ورنه کړي.

یاده دې وي چې د سوات خلک دې مېوې ته توتۍ وايي.

2 COMMENTS

  1. زما سوال دای چی دا توتۍ چی ډیر وخوری غاښونه سپین کوی او که ددی اوبه یا د نور کومو درمل سره یوځای کړی بیا یی استعمال کړی او که ددی اوبه دغاښونو په پاکولو کی کار کوی !

    • ویل شوي چې توتۍ داسي مواد لري چې غاښونه سپینوي. که یوازې وخوړل شي یا له نورو خوړو سره یوځای وخوړل شي پروا نه لري په دواړو حالتونو کې اغېز لري.
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب