چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهمتخصصانو کانګریس ته وویل، د ځواکونو ژر ایستل پر امریکا بلې تروریستي...

متخصصانو کانګریس ته وویل، د ځواکونو ژر ایستل پر امریکا بلې تروریستي حملې ته لار هواروي

تاند(شنبه) د سیاسي چارو او د بهرنۍ پالیسۍ متخصصانو د کانګریس غړیو د جمعې په ورځ ته وویل، د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن باید له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ونیسي.

د سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی وویل، د امریکا د ملاتړ له دوامه، په تېره بیا له هوايي ملاتړه پرنه، افغانستان امنیتي ځواکونه طالبان ماتولی نه شي.

په داسې حال کې چې د امریکا اوسنی ولسمشر فکر کوي چې افغانستان نور د تروریستانو ځاله نه دی او له دې هیواده ځواکونه باسي، د کانګریس غړي وايي ټرمپ په دې کار پر امریکا یوې بلې حملې ته لار هواروي.

ملیټري ټایمز ورځپاڼه، چې د امریکا په پوځ پورې تړاو لري، د جمعې د ورځې په ګڼه کې لیکي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره ممکن ډاډه وي چې افغانستان نور د القاعده لپاره خوندي پناهځای نه دی، د چارو متخصصانو د کانګریس د وسله والو خدماتو کمېټې ته د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د سولې له موافقې پرته له افغانستانه د پوځیانو ایستل تدریجي تسلیمي ده او تروریستي شبکو ته زمینه برابروي چې یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا پر ضد د حملې دسیسه جوړه کړي.

د کانګریس د وسله والو خدماتو په دې استماعیه غونډه کې، چې له اوږده انتظاره وروسته جوړه شوه، د پنتاګون یا سپینې ماڼۍ چارواکو ګډون ونه کړ.

دا غونډه درې ورځې وروسته له دې دایره شوه چې د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر میلر اعلان وکړ چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

د کانګریس په بحثونو کې دا پوښتنه بیا بیا مطرح شوه چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل به ایا بیا پر امریکا تروریستي بریدونو ته لار هواره نه کړي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د انتقالي ګواښونو د پروژې رييس سیت جونز وویل«له القاعده پرته د هغو سختدریځو ډلو چې تر یوه حده په افغانستان کې فعالیت کوي، شمېر لا هم خطرناک دی، نو ویلی شم څه چې ممکن سبا پېښ شي د ۲۰۰۱ د سپټمبر تر یوولسمې به بد وي….»

ځینو متخصصانو وویل، کم شمېر تروریستي ضد ځواکونه به، که یې شمېر ۲۵۰۰ یا تر دې لږ وي، د افغانستان حکومت ونه شي ساتلی او دا به پر امریکا د یوې بلې تروریستي حملې امکان برابر کړي.

د ملیټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر وویل، له دې هیواده د ځواکونو ایستل د دې سبب کېږي چې د سولې د روانو خبرو ملاتړ کم شي.

د ډېرو امریکايي چارواکو په باور که امریکايي پوځیان ووځي طالبان احساس کوي چې سولې ته اړتیا نه لري او په زور حکومت نیولی شي.

1 COMMENT

  1. په روس او یا امریکا تکیه کول تیروتنه ده
    او هر یو خپلی ګټی او اهداف لری۰ فرض کړه دا چه همیشه دشمن تیار دی د فرصت او د موقع په انتظار دی۰ پاکستان د خپلو غلامانو پواسطه د افغانستان ونیولو ته سترګی پټی کړی دی۰
    ای درنو وطنوالو لازم بولم چه ووایم داخلی ستونځی يو خوا ته پریږدی او په یوه اتحاد د ملی فوځ او دولت ملاتړ وکړی دهری هلاک کونکی فاجعی څخه به مو ملاتړ کړای وی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب