جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د ټویټر نوې ځانګړنه

د ټویټر نوې ځانګړنه

تاند- ټویټر غواړي چې د فیسبوک په شان داسې پیغامونو ته ځای ورکړي چې وروسته ړنګېږي یا له منځه ځي.

د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ټویټر په دې نوې برخه یا اسانتیا کې به د کاروونکو پیغامونه له ۲۴ ساعتونو وروسته په خپله له منځه ځي.

دا نوې برخه فلیټز (Fleets) نومېږي او د سنپ چټ، فیسبوک او انسټاګرام حذف کېدونکو پوسټونو ته ورته والی لري.

د فیسبوک سټوري نن سبا ډېره مشهوره ده چې وروسته حذف کېږي.

ټویټر د فیسبوک خلاف په خواصو کې ځانګړی شهرت او مینه وال لري.

ټویټر پر خپله نوې اسانتیا فلیټز (Fleets) نوم د دې لپاره ایښی دی چې ژر له منځه ځي او د هغو کسانو د ټویټونو لپاره دی چې غواړي یوه خبره یا یو تصویر له خلکو سره شریک کړي خو نه غواړي چې تبصره یا تصویر یې د تل لپاره پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...