داسې وبولئ چې له کندهار او دايکندي څخه دوه ځوانان چې دواړه “تېمور” نومېږي، د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي ته لاره پيدا کوي.
پوهېږئ له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته له دغو دوو تېمورانو سره څه کېږي؟
هزاره تېمور چې پر کورنۍ د خپل فراغت زېری وکړي، ته وا مور او پلار يې له خوښۍ وزرې وکړې او د نيلي اسمان پر لور والوتل.
مور، پلار، خور او د کورنۍ نور غړي يې په پور پيسې پيدا کوي، خو ځانونه کابل ته رسوي چې د خپل زوی د فراغت په مراسمو کې برخه واخلي.
دغه مراسم لا پای ته نه وي رسېدلي چې د دايکندي د ګيروي القان کلي، کابل مېشتې ډېموکراټيکې شورا تېمور او د دغه کلي څو نورو فارغو شويو ځوانانو ته د مبارکۍ بله غونډه جوړ کړې وي او هر ځوان بېل بېل ستايي.
دغه مراسم لا خلاص نه وي چې د تېمور مور او پلار هغه دايکندي ته له ځان سره بيايي، هلته چې رسېږي، دورې بيا تيار همداسې مراسم نيول شوي وي، د کلي له ملا د سيمې تر اربابه ټول راځي، ځوان نازوي او مبارکۍ ورکوي.
تېمور چې د وطنوالو او خپلوانو دغه تشويق ويني، نورو لوړو زدهکړو ته ملا پسې تړي، خو لږ وروسته پوهېږي چې ټولنيز شرایط يې په ګټه نه دي او بيا هزاره تېمور اروپا ته د سفر موزې په پښو کوي، تر يو لښکر بدبختيو تېرېږي، هلته بيا زدهکړو ته دوام ورکوي، څو کاله وروسته تېمور هستوي فزيکپوه شي، هزاره ځوانان يې عکسونه پر خپل پروفايل سريښ کړي او چې هر ځای يې وويني، احترام يې کوي، وياړې ورباندې او نازوي يې.
خو پښتون تېمور
پښتون تېمور چې کورنۍ ته د فراغت خبر ورکوي، هلته يې د خپلوان زړونه چوي، وارخطا کېږي او تېمور ته سپارښتنه کوي چې کندهار ته دې نه ورځي.
هغوی پوهېږي چې د تېمور تربور له دښمن سره راشه درشه لري، که تېمور کندهار ته ولاړ، ډېرې کمې ورځې به ژوندی وي.
کندهاری تېمور له مجبورۍ په کابل کې پاتې کېږي، د فراغت په جشن کې مړاوی او تنها پاتې وي، څلور نفره به په شواخون پيدا کېږي چې تېمور ته د دغه ستر برياليتوب مبارکي ورکړي.
کندهاری تېمور هم له زدهکړو سره بېحده مينه لري، يوه بورس ته ځان جوړوي، يوه غربي هېواد ته ځي او هلته زدهکړو ته دوام پسې ورکوي.
موده لا نه وي تېره چې تېمور د کندهار پر ټولنيز او علمي حالت نيوکې پيل کړي، د هغې سيمې خلک په کرک بازي، سپي جنګولو او جاپاني غږولو ملامت بولي.
تېمور نيوکه کوي چې هلته ولې خلک خپل اولادونه بېسواده لويوي، ولې ښوونځي نه غواړي، تړلي ښوونځي ولې نه پرانېزي او بيا په دې ناکردو کې طالب هم ملامت بولي، بس د کندهار خلک له همدې ځايه د تېمور له کورنۍ واټن ونيسي او بيا تېمور په کافر مشهور شي.
کندهاری تېمور د دې لپاره چې د کفر ټاپه ترې پاکه شي، حج ته ځي، عمرې کوې او ږيره پرېږدي، خو لا يې هم خلک سوچ کافر بولي.
څو کاله وروسته تېمور هستوي فزيکپوه شي، افغانستان ته راوګرځي، خو کندهار ته نه شي تلای. حتا نه شي کولای له خپلې کورنۍ سره په خلاص پښه راشه درشه وکړي، تېمور د کابل په پښتون مېشتو سيمو کې هم وېرېږي، له مجبورۍ يوازې له څو د ګوتو په شمېر ملګريو سره د کابل په يوه نوم ورکې سيمه کې ژوند پيلوي، بيا يې نه لوری او ګودر چا ته مالوم وي.
يو څوک دې اعظم فاروق ته ووايي چې د دايکندي د فارغانو شمېر ستاسې د علمضد ټولنيزو او فرهنګي جوړو کړيو ستونزو له امله تر لوی کندهار، لويې پکتيا او لوی لغمان زيات دی.
تاسې ايله يو څو تنه لوستي پښتانه پېژنئ چې کولای شي پرته له کومې وېرې خپلو کليو ته ولاړ شي؟
د پښتون دروازې يوازې د هغو سپين پټکيو مول وهليو لپاره خلاصې دي چې څو ورځې وړاندې د پلاسټيکي ګلونو هارونه په غاړه کلي ته ورغلي او اوس ماشومانو ته دا ورښيي چې څنګه د شلخي ماينونو تارونه په بېټرۍ پسې ونښلوي او څنګه يې وچوي.
د پښتون تېمور او هزاره تېمور د نومونو پر ځای د محمد تنها او طاهر شاران نومونه وکاروئ، دوی دواړه هستويفزيکپوهان دي، همدوی يې ژوندي مثالونه دي.
ليکنه: موسی ظفر
ژباړه: سيدشاه سقيم