یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي پلخمري او فیض اباد یې هم نیولي

طالبان وايي پلخمري او فیض اباد یې هم نیولي

تاند(سې شنبه، د اسد۱۹) طالبان وايي چې وسله والو یې نن د درو ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

د فراه د مرکز فراه ښار له نیولو وروسته طالبان وتوانېدل چې د بغلان مرکز پلخمري او د بدخشان مرکز فیض اباد ته ننوځي.

فیض اباد هغه ښار دی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال هم نه و نیولی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی وسله وال کسان د پلخمري او فیض اباد ښارونو ته ننوتي دي.

ده همداراز ویلي چې وسله والو یې افغان امنیتي ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلې اړولي او لا هم په جګړه بوخت دي.

تر دې وړاندې طالبان وتوانېدل چې د فراه مرکز فراه ښار ونیسي.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د فیض اباد او پلخمري د بایللو په اړه څه نه دي ویلي.

که د طالبانو له لوري د فیض اباد او پلخمري نیول کېدا تایید شي، دا به په شمال کې اووم ښار وي چې د طالبانو لاس ته ورځي.

اوس په شمال کې یوازې مزارشریف او په شمال لوېدیځ کې د فاریاب مرکز میمنه پاتې دي چې طالبان لا هم پرې ولکه نه لري.

1 COMMENT

  1. تاسو ته خو ای اس ای او د پاکستان پوځ ساعت په ساعت تازه معلومات درکوي، تاند ته څه ضرورت لرئ. ملا ثابته د پښتنو په هکله تشویش مه کوه. دا نصحیت دی هغه بې عقلو او خرو پاکستاني طالبانو او پوځ ته ورکړه چې هره ورځ په افغانستان کې مردارېږي او بویناکه او ګنده مړي یې سور صلیب درګرده ستاسو پوځ ته لېږئ. دا څو ورځو کې چېرې پټ شوی وې چې جنګ ته دې ونه لېږي. څنګه؟ لکه چې اوس لږ دم درکې وغوړېده. ځان پټوه ګنې ای اس ای به دې جګړې ته ولېږي. وزوسته خبره دا چې د بعضې پښتنو مشرانو عقل په رښتیا سپو (ای اس ای) تښتولې ځکه نو د پنجاب په لومه کې ګیر پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب