شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه معیاري انګرېزي ژبه کي ګړدودي (لهجوي) توپیرونه

په معیاري انګرېزي ژبه کي ګړدودي (لهجوي) توپیرونه

د استاد محمدمعصوم هوتک څېړنه اوژباړه –

انگرېزي ژبه د نړۍ په ژبوکي ترټولو زیاته اغېزمنه ژبه ده . سبب ئې دا نه دئ چي نوري ژبي نوتردې د جوړښت وقدامت له مخي پاته دي، نه! سبب ئې دا دئ چي د انگرېزي ژبي ویونکي ملتونه پرمختللي ملتونه دي . ملت او قوم چي پرمختللی وي، ژبه ئې هرومرو پرمخ ځي .

انگرېزي ژبه دوې ستري څانگي (لهجې) لري چي امریکایي اوبرتانوۍ لهجه ورته وایي .هره څانگه ئې بیاپخپل ځان کي دننه نوري وړې وړې ښاخلې لري . دنړۍ انگرېزي ژبي هیوادونه اوملتونه هرومروله دغو دوولهجوڅخه یوه پالي اوپیروي ئې کوي . ددې دوولهجوترمنځ توپیریوازي په وینگ کي نه دئ،بلکي په لیکنگ او گرامرکي هم دئ .دپښتوختیځي اولویدیځي لهجې دخپل گرامري جوړښت اود پښتنود مجموعي نفوس په تناسب دویونکودشمېرپه لحاظ هغومره اهمیت لري لکه برتانوي اوامریکایي لهجې چي ئې دانگرېزي ژبوویونکوپه منځ کي لري . موږپښتانه دانگرېزي ددې دوولهجوله تجربوڅخه دخپلي ژبي په معیاري کولوکي اعظمي گټه اخیستلای سو.

په معیاري انگرېزي کي ئې ددې دوولهجوتوپیرونه یومخیزه نفی کړي نه دي، بلکي ترزیاتي اندازې ئې په رسمیت منلي دي . داتوپیرونه چي تاسي به ئې وروسته ولولئ، دپښتودنرمي اوزیږې لهجې ترتوپیرونو ډېرزیات دي . دپښتوددوو سترو لهجوتوپیرونه که په سړه سینه اود لوړتیاغوښتني اوانحصاریت له هیجاني قضاوته پرته مطالعه سي، دومره نه دي چي دمعیارپه لارکي دي خنډسي .

دانگرېزي ژبي ددووسترولهجوترمنځ هغه توپیرونه چي دواړوخواوو په معیاري ژبه کي منلي هم دي په لاندي ډول دي :

لومړی ــ دلیکدودپه برخه کي :

       داتلسمي میلادي پېړۍ دسرترکلونوپوري دانگرېزي ژبي لیکدود معیاري سوی نه وو. ددې ژبي دبرتانوۍ لهجې اوسنی لیکدود ترډېري اندازې پوري دهغي ډیکشنرۍ لارپالي چي سامویل جانسن(Samuel Johnson) په ۱۷۵۵ع کال کي خپره کړې وه او (Dictionary of the English Language) نومېدله . دامریکایي لهجې لیکدودبیاهغه لاراخیستې ده چي (Noah Webster) پخپله ډیکشنري ــ (An American Dictionary of the English Language)کي پاللې ده . دا ډیکشنري په ۱۸۲۸ع کال چاپ سوې وه . دویبسټرډیکشنرۍ دالفبې زیاتره توري پخپله دده لخوانه وه ټاکل سوي خودی دلیکدودي ریفورم کلک پلوی وو. دشلمي پېړۍ په پیل کي په امریکايي اوبرتانوي ژبڅانگو کي دلیکدودبدلونونه راغلي دي اوهري څانگي ترزیاتي اندازې پوري په لیکدودکي خپلي ځانگړتیاوي ساتلي دي چي په لنډډول به بیان سي .

کله چي موږدانگرېزي ژبي دلیکدودخبره کوو، مرادمو(spelling)دئ . سپیلینگ دلیکدودپه بحث کي راتلای سي . په ځینوانگرېزي ــ فارسي قاموسوکي ئې سپیلینگ په “املاء” سره ترجمه کړی دئ . د انگرېزي ژبي په دووستروژبڅانگوکي ځیني لغتونه یوله بله متفاوت سپیلینگونه لري اوتلفظونه ئې هم سره بېل وي خوپه زیاتروبرخوکي بیادلغت وینگ یورازخوکښنگ ئې توپیرلري . زه دلته ددې ژبي یوشمېرلغتونه دانگرېزي الفبې په ترتیب راوړم چي لیکدودئې سره جلا،خومعناوي ئې یورازدي . دواړه رازه لیکدودونه ئې دانگېزي ژبي په معیار(standard)کي منل سوي دي .

airplane (امریکایي)

aeroplane(برتانوي)

دواړه شکله ئې دالوتکي معنالري . (aeroplane) شکل ئې،چي انگرېزي ژبي ته له فرانسوي څخه راغلی دئ،پخوانی دئ اوامریکایانودغه پخوانی شکل په ۱۹۱۶ع کي د(airplane) شکل ته راواړاوه خوپه برتانوۍ لهجه کي ئې لیکنه ترننه پوري لاهم پرهاغه پخواني حال پاته ده .

په (air) او (aer) کي د(i) او (e) آوازدپښتوپه (چې) او(چي)،(مې) او(مي)، (کې) او(کي)توروکي د یاگانوله آوازوسره کټ مټ یوشان دئ . دانگرېزي ژبي دمعیاریت په لارکي چي (i) او (e) کارول خنډنه وي، په پښتوکي به ولي لنډه (ي) او اوږده(ې) د معیارمخه نیسي ؟ دژبي اختیارداران بایددغي پوښتني ته جواب ووایي . دانگرېزي ژبي په دې لاندي لغاتوکي هم دبېلابېلو واولونوکارولوهیڅکله هم دمعیارپه لارکي خنډ نه دئ اچولی . مثالو ته ځیرسئ :

(artefact) او(artifact)، (dependent) او (dependant)، (enquiry) او (inquiry) .

په پورته مثالوکي (i) د(e) پرځای راغلی دئ او (a) د(e) ځای نیولی دئ نه یوه دبل دا نامعیاري بللی دئ اونه ئې سیمه ییز. دهرلغت دواړه شکله ئې منلي دي . موږ پښتانه که غواړومعیاري لیکدودله خرخښو وباسو، بایددانگرېزي ژبي لاروپالو او ځینولهجوي توپیرونه په معیار کي شامل کړو. که داسي ونه کړو،نود پښتنو لیکوالوترمنځ به داخرخښه ترمهدي آخرزمان پوري ورسیږي .

aluminum (امریکایي)

aluminium(برتانوي)

یورازسپین شکله فلز ته وایي . که څه هم په ساینسي کتابوکي د(aluminium) شکل دمعیارپه توگه منل سوی دئ خوامریکایي ساینس پوهان ئې د(aluminum) په بڼه کاږي . په اسټرالیا، نیوزیلینډ اوکاناډاکي چاپ سوو قاموسوئې دواړه شکله راوړي دي .

arse(امریکایي)

ass(برتانوي)

دواړه شکله ئې دکوناټيو (Buttocks) په معناکارېږي.

Behove (برتانوي)

Behoove (امریکایي)

دواړه شکله ئې دښاییدل، مناسب بلل اووړتوب معنالري .دالغت ترنونسمي مېلادي پېړۍ پوري د(behove) په شکل لیکل کېدلی اوتلفظ ئې د(move) پروزن برابر وو.

Bogeyman (برتانوي)

Boogeyman (امریکایي)

دگاډیوان په معنا

برتانوی تلفظ ئې “بوهگي من” ته ورته دئ . دواړه شکله ئې کاریږي اوژبپوهان هیڅ یوه ته دغلط یاغیرمعیاري په سترگه نه گوري .

Carburettor (برتانوي)

Carburetor (امریکایي)

دموټردانجن یوه برخه ده چي دکندهارموټروانان ئې “کاربېټر” بولي.دواړه ډوله لیکنگ ئې هرانگرېزي ژبي ته دمنلووړدئ.

Charivari (برتانوي)

Shivaree (امریکایي)

“شیوارې” یوه له ږوږه ډکه سلامي ده چی په شمالي امریکاکي زوم او ناوي ته دواده په شپه دخپلوانواوگاونډیوله خواویله کېږي . دا مراسم دکندهارپه پخوانیو ودو (ودونو) کی د”سدري” په نامه رواج ته ورته دي . سدره (فشارپرلومړۍ څپه دئ) هغه رواج ته وایي چي دواده په شپه،کله چی زوم وناوې په خونه کي سره یوځای سي، د زوم خپلواني ښځی اونجوني سره راغونډي سي اوپرزوم باندي دروازه ډبوي اوتر هغوپوري ئې نه پرېږدي چي زوم یوڅه نغدي پیسې ورنکړي .

په امریکاکي ئې دواړه شکله رواج لري خومعمولاد”شیوارې” په شان ویل کېږي . په کاناډااوکارنوال (Cornwall) کې هم وینگ په دغه شان دئ .کارنوال په انگلستان کي دیوې سیمي نوم دئ اودغه رازدکاناډادانټاریوپه ایالت کي هم دکارنوال په نامه یوه سیمه سته .

دالغت دفرانسوي ویي یوه مسخه سوې بڼه ده .

Eyrie (برتانوي)

Aerie (امریکایي)

دگوربت ځالگۍ ته ویل کېږي .برتانوي تلفظ ئې دــ weary ــ (ویري) په شان اداکېږي اوامریکایي وینگ ئې دــ hairyــ (هیري) په ډول دئ . په امریکاکې دواړه تلفظونه اولیکدود معیاري دي .

Fillet (برتانوي)

Filet (امریکایي)

ریښکۍ،نري ټوکرته وایي اوکه دپخلنگ په برخه کي استعمال سي نوبیاغوښي یاماهي (کب) ته ویل کېږي. په امریکاکي ئې تلفظ دفرانسوي ژبي پرقاعده برابردئ یعني دپای له خوا(ټي) ئې نه تلفظ کېږي . کاناډایان بیادبرتانيې وینگ پالي اود (fillet) او(filet) ترمنځ توپیرکوي . لومړی لغت دماهي په معناکاروي اودوهم د غوایي دغوښي دټوټې په معنا.

Furore (برتانوي)

Furor (امریکایي)

په قاموسوکي ئې په “لېوالتیا،شدیده جذبه” معناکړی دئ . د”عامه هیجان او غضب” معناهم لري .وایي چي دالغت په اتلسمه میلادي پېړۍ کي له ایټالوي ژبي څخه انگرېزي ژبي ته ددخیل لغت په توگه راننوت . په ایټالیاکي د(Furore) په نامه یوښارسته چي ددغه هیواد په جنوب لویدیځه برخه کي پروت دئ .په برتانوي تلفظ کي ئې دپای (e) هم ویل کېږي . په کاناډا، امریکا اواسټرالیاکي ئې دواړه شکله رواج لري اومعیاري دي .

Grotty (برتانوي)

Grody (امریکایي)

دواړه شکله ئې دکوڅې وبازاراصطلاح ده چي د(خواگرزن اوکرغیړن) په معنا کاریږي اوله ۱۹۶۰ع کال راهیسي رواج سوې ده .

دالغت له (grotesque)څخه،چي دخنداوړمعنالري،مشتق سوی دئ .

Moustache (برتانوي)

Mustache (امریکایي)

د(برېت،برېتونه) په معنا.

په برتانوي تلفظ کي ئې فشارپردوهم سپوڼ (څپه) راځي . په امریکا کي ئې هم برتانوی لیکدوداوهم برتانوی وینگ رواج لري .

په (Merriam-Webster Collegiate Dictionary) او (American Heritage Dictionary) قاموسوکي ددغه رواج خبره سوې ده.دواړه شکله ئې معیاري دي .

Mum (برتانوي)

Mom (امریکایي)

دواړه شکله ئې معیاري دي اومورته وایي . (mom) دبرتانیا په ځینوبرخوکي ویل کېږي . په شمالي انگلستان، آیرلینډ اوویلش په لهجوکي ئې د(mam) شکل هم سته . په امریکایي کي په تېره دباسټون په لهجه کي دبرتانیاوینگ اورېدل کېږي. په کاناډاکي (mom) او(mum) دواړه شکله رواج لري . کاڼاډایان زیاتره (mom) لیکي خو(mum) ئې وایي . په اسټرالیا اونیوزیلینډکي (mum) کاریږي.

Pyjamas (برتانوي)

Pajamas (امریکایي)

د خوب کالیوته وایي .

دالغت له اردوڅخه انگرېزي ته ورغلی دئ . په اردوکي ئې اصلي وینگ د(پای جامه، پېجامه) په شکل دئ . دکندهارخلک (پای جامه) پرتاگه ته وایي .په برتانوي شکل کي ئې (y) داردوتلفظ ښکارندویي کوي .دالغت په اتلسمه میلادي پېړۍ کي د(paijamahs) او (peijammahs) په شکل لیکل کېدلی خوپه همدغه پېړۍ کي ئې (pyjamas) او(pajamas) شکلونه هم په سترگه کېدل . په امریکاکي ئې (pajamas) شکل رواج وموند. کاناډایان دبرتانیې لیکنه تعقیبوي اوزیاتره ئې له (pajamas) لیکلوسره دومره زیات بلدنه دي .

Speciality (برتانوي)

Specialty (امریکایي)

په برتانوۍ لهجه کي ئې معیاري شکل (speciality) دئ خودطبابت په ساحه کي بیا(specialty) ته دیوه قانوني اصطلاح په سترگه کتل کېږي . په کاناډاکي (specialty) زیات کارېږي اوپه اسټرالیاکي دواړه شکله رواج لري .

له لاتین څخه انگرېزي ته دراغلولغاتولیکدود:

د(our،or) قاعده:

په برتانوۍ لهجه کي زیاتره هغه لغتونه چي په ناخجه (-our) سره پای ته رسېږي، په امریکايي لهجه کي په (-or) سره پای ته رسېږي .

مثالونه ئې دادي :

په برتانوۍ لهجه کي :

Colour,flavour,honour,neighbour,rumour,labour

په امریکایي لهجه کي :

Color,flavor,honor,neighbor,rumor,labor

داقاعده سره له دې چي ځیني استثناآت لري خوپه مجموع کي ئې دواړه لهجې خپل دودپالي اودواړه شکلونه ئې دسټنډرډ په توگه منل سوي دي .

دمشترک المنافع هیوادو(commonwealth) غړي زیاتره دبرتانوي شکل پالنه کوي . په کاناډاکي،په تېره بیا لویدیځه غاړه کي ئې په نوموړولغتوکي د(-or) لیکنه هم رواج لري . په اسټرالیاکي له نونسمي پېړۍ راوروسته د(-or) لیکنه باب سوې ده خود(-our) لیکني دودلا اوس پالل کېږي . په نیوزیلینډ کي،چي دلغاتواونحوپه برخه کي زیاتره له اسټرالیاسره نزدېکت لري،د(-our) لیکنه پالل کېږي .

د(-re،-er) قاعده

په برتانوۍ لهجه کي ځیني لغتونه چي له فرانسوي،لاتین اویوناني ژبوڅخه انگرېزي ته راننوتلي دي،په پای کی ئې تریوه کانسونینټ وروسته (-re) راځي . لکه ( centre،kilometre ،litre ، mitre، theatre ،….). په برتانوۍ لهجه کي ددې قاعدې دکارولوپه برخه کي زیاتي استثناوي سته . خوپه عمومي توگه همداقاعده پالل کېږي .ددغولغتوشکل په امریکایي لهجه کي په (-er) سره پای ته رسېږي . لکه ( center، kilometer،liter ،miter ، ،theater ، ….). دواړه شکلونه ددواړو خواووداکاډمیکو مرکزونولخوامعیاري گڼل کېږي اودپښتنوپه شان ئې سوټي نه دي سره رااخیستي .

د(-re) شکل ئې په کامنویلت هیوادوکي عام دئ خوپه کاناډا کي دامریکایي لهجې تراغېزې لاندي د(-er) لیکنه هم سته .

د(-ce ، -se ) قاعده :

امریکایي اوبرتانوي لهجودواړو دغه قاعدې څخه دنوم اوفعل په څرگندولوکي ساتلې ده . په دې معناچي په نوم کي (-ce) اوپه فعل کي (-se) کاروي . لکه ( advice،advise او device،devise) . خو په امریکایي لهجه کي بیادغه راز توپیرونه په ځینولغاتوکي ، دمثال په توگه په ( licence،license اوpractice ، practise) لغاتوکي نه منل کېږي اودواړه شکله ئې ددواړومعناوو( هم دنوم اوهم دفعل)له پاره کاروي .

په امریکایي لهجه کي ( defense اوoffense ) لیکنه رواج لري خوپه برتانوۍ لهجه کي بیا (defence اوoffence) کاریږي .په کاناډا او اسټرالیاکي دبرتانوۍ لهجې قاعده رواج لري .

ددغي قاعدې دواړه شکلونه دسټنډرډ په شکل منل سوي دي . موږپښتانه بایدولي د(ږغ) او(غږ) دواړوشکلومنل دمعیارمخالف وبولو.

د(-ise، -ize) قاعده :

په امریکایي لهجه کي زیاتره د(-ize) لیکنه رواج لري . لکه :

organize،realize ،recognize ، ،….

خوپه برتانوۍ لهجه کي بیادواړه شکله (-ize) او (-ise) عام دي . لکه :

organize/ organise، realize/ realise، recognize/ recognise، ….

په برتانوۍ لهجه کي د(-ize) کاروني ته داکسفورډ سپیلینگ وایي او معمولا داکسفورډ پوهنتون په خپرونوکي کاریږي .

د(s) او(z) آوازونه دمخرج (وتوځي) دنزدېکت په حساب دومره سره نزدې دي لکه په پښتوکي چي د(س) او(ش) آوازونه دي . که دانگرېزي ژبي په معیارکي د(s) او(z) توري یودبل پرځای راتلای سي نوپه پښتوکي بایدولي په سین باندي دشین اړول دمعیاري توب خنډوي ؟

د( -yse، -yze) قاعده :

په دغه قاعده کي بیاهم امریکایي لهجه د(z) آوازغوره بولي اوبرتانوۍ لهجه د(s) آواز. دمثال په توگه :

برتانوۍ لهجه( analyse،catalyse ،hydrolyse ،paralyse)لیکي خوامریکایي لهجه (analyze،catalyze ،hydrolyze ،paralyze ) کاږي . دواړه شکله په سټنډرډکي منل سوي دي .

په کاناډاکي (-yze) شکل عام دئ اوپه اسټرالیااونیوزیلینډکي بیاد برتانوۍ لهجې په پیروي (-yse) شکل رواج لري .

د(-ogue ،-og ) قاعده :

دانگریزي ژبي ځیني هغه لغاتونه چي یونانۍ ریښه لري،په (-ogue) یا(-og) سره پای ته رسیږي . لکه :

Analog(ue), catalog(ue) ,dialog(ue), demagog(ue),….

په انگلستان یا په عمومي توگه په کامنویلت هیوادوکي د(-ogue) شکل معیاري دئ . په امریکاکی بیاتر(catalogue) د(catalog) لیکل یولږڅه غوره گڼل کېږي .

په کاناډا،نیوزیلینډ اواسټرالیاکي (-ogue) کاریږي . خوددغه راز لغاتو په مشتقاتو کي د(ue) لیري کول حتمي دي لکه په :

Analogy, analogous, , analogist

په ترکیبي لغاتوکي د(hyphen) یاکرښکي قاعده :

په برتانوۍ لهجه کي دځینوترکیبي لغاتوترمنځ کرښکه (hyphen) لیکل غوره گڼل کیږي . لکه : (counter-attack)

خوامریکایي لهجه بیا په همدې لغاتوکي دکرښکي لیکل نه خوښوي او (counterattack) ئې کاږي . په زیاتروډیکشنریوکي دغه رازتوپیرو ته اشاره نه کیږي . په کاناډااواسټرالیاکي ترکیبي لغاتونه زیاتره له کرښکي سره لیکل کیږي . په ځینولغاتوکي دواړه لهجې د(hyphen) زیاتول لازم گڼي لکه :

Commander-in-chief

په ځینوترکیبي لغاتوکي د(hyphen) لیکل لازم نه وي خوددغه راز لغت ترکیبي توکي کله پرله پسې اوکله بیاسره لیري لیکل کیږي . لکه :

(any more) او (anymore)، (for ever) او (forever)،(near by) او (nearby)،….

دترکیبي لغاتودادواړه شکله په سټنډرډکي شامل دي اوهیڅ لوری دبل داغلط نه بولي.

د مخففاتو لیکدودي توپیرونه :

په برتانوۍ لهجه کي قراردادي مخففات له ځینواستثناوو پرته زیاتره بې له ټکي (full stop) څخه لیکل کیږي . لکه :(Mr,Mrs,Dr,St,Ave).

دبرتانوۍ لهجې داقاعده له فرانسوي ژبي سره یوشان ده . هورې هم (Mlle,Mme,Dr,Ste) له ټکي پرته کښل کيږي . خوپه امریکاي لهجه کي بیادغه راز مخففات تل له ټکي سره یوځای بایدوي . لکه :

(Mr.,Mrs.,Ms.,Dr.,)

په کاناډاکي دامریکایي لهجې قاعده پالل کیږي .

دوخت په ښوولوکي هم دغه قاعده سته . لکه :

(10 P.M. __ 10 PM, 10 p.m. __ 10 pm)

په امریکایي لهجه دواړه شکله منل کیږي خوزیاتره (AM/PM) لیکل کیږي .

دغه رازلهجوي توپیرونه خوراډېردي اوزه به له اختصاره کارواخلم . هدف مي دادئ چي دامریکایي اوبرتانوي لهجوهیڅ ژبپوه اولیکوال ددغوتوپیروپرسرباندي یوبل ته په خښم نه دي، یوبل ته طعنې نه ورکوي، دیوبل نظرته درناوی کوي اومني . خو”پټان خان توره ترملاکړه دبابامسلک ئې بل دئ”. موږته لازمه ده چي داوږدې او لنډي یاء لیکنه دواړه ومنواوداکاردکره لیکني اومعیارسره هیڅ منافات نه لري . نوروژبوکړی دئ، نوروژبپوهانوداقاعده منلې ده . پښتانه بایدولي ستونزه پکښې ولري .

دوهم ــ دگرامرپه برخه کي :

الف : نوم

دانگرېزي ژبي په برتانوۍ لهجه کي له اسم جمع (collective noun) سره کله دجمع فعل کاریږي اوکله دمفردفعل . دمثال په توگه :

A committee was appointed.

یا:

The comittee were unable to agree.

دلته گوروچی په لومړۍ جمله کي (was) مفردفعل دئ چي د (comittee) له پاره کارسوی دئ اوپه دوهمه جمله کي (were) د جمع فعل دئ چي دهمدې (comittee) له پاره راوړل سوی دئ .

د(comittee) لغت دشکل له مخي مفرددئ یعني (s) نلري خودمفهوم په لحاظ بیاجمع دئ .

په امریکایي انگرېزي کي بیاله اسم جمع سره دنوم دشکلي جوړښت له اسیته مفردفعل راځي اود(the committee was unable to agree.) شکل غوره گڼل کېږي .

نورمثالونه :

Spain are the champions.

Spain is the champions.

په پورتني مثال کي لومړۍ جمله دبرتانوۍ لهجې اودوهمه دامریکایي لهجې ده .

خاص نومونه چي دشکل له مخي جمع وي، له دغي قاعدې څخه مستثنادي .

په امریکایي لهجه کي له اسم جمع سره مفردضمیرنه کاریږي خوپه برتانوۍ ژبڅانگه کي بیا مفردضمیرورسره راوړل کیږي . لکه :

The team take their seats.

The team take its seats.

دغو گرامري توپیرونوهیڅکله هم دمعیاري انگرېزي دټینگښت لارنه ده بنده کړې اونه هم انگرېزي ژبي ژبپوهان یوه یابل استعمال ته غیر معیاري وایي . داټکه یوازي پرپښتنوباندي نازله سوې ده چي نه ئې خپل زده، نه دنوروله تجربوڅخه پنداخلي .

ب ــ فعلونه :

۱ ــ د(learn,spoil,spell,burn,dream,smell,spill,leap,…. ) فعلودوهم اودریم حالت ( past tense،past participle ) هم په منظم شکل سره (ed) خوري اوهم په غیرمنظمه توگه ( learnt,spilt,) کاریدلای سي .

په برتانوۍ ژبڅانگه کي ئې منظم اوغیرمنظم حالتونه دواړه کاریږي خوپه امریکایي څانگه کي بیاغیرمنظم حالت (smelt,leapt) نه راوړي . غیرمنظم حالتونه ئې یوازي په زړومتونوکي څوک موندلای سي .

۲ ــ په برتانوۍ ژبڅانگه کي د( light) فعل،چي د(لگول) معنالري، ماضي شکل ( lit) دئ خوپه امریکایي څانگه کي (lighted) دئ . دواړه شکله ئې سټنډرډ دي .

۳ ــ په برتانوۍ لهجه کی د(prove) دریم حالت (proven) دئ خوپه امریکایي ژبڅانگه کي ( proved) او ( proven) دواړه رواج لري .

دغه قاعدې که راوړم نودمقالې لیکلوپرځای بایدیوه رساله په پام کي ونیسم .

ج ــ زمانه :

په برتانوۍ لهجه کي د( present perfect) زمانه په دودیزه توگه هغه وخت کاریږي چي دنزدې ماضي زمانې پریوه پېښه باندي خبري کیږي اوعموماد( already)،( just)، ( yet) کلمات ورسره یوځای کوي خو امریکایي لهجه بیاپه دغه راز مواردوکي ساده ماضي کاروي . مثالونه ئې :

(برتانوۍ لهجه) I’ve just arrived home.

(امریکایی لهجه) I just arrived home.

(برتانوۍ) I’ve already eaten.

(امریکایي ) I already ate.

دامریکایي لهجې دغه قاعده چي (just) له ساده ماضي سره کاروي، اوس برتانوۍ لهجې ته هم لارکړې ده .

دــ فعلي مرستندویان :

په برتانوۍ لهجه کي (shall) ترامریکایي لهجې زیات رواج لري . په امریکایي لهجه کي دراتلونکي زمانې له پاره (be going to) زیات کاریږي .

هـ ــ دتعریف توری :

په برتانوۍ لهجه کي له ځینونوموسره د(the) توری نه راځي اوپه امریکایي لهجه کي بیاراځي .

مثالونه ئې :

برتانوۍ لهجه ــ (in hospital,at university)

امریکایي لهجه ــ (in the hospital,at the university)

نېټې په برتانوۍ لهجه کي زیاتره له (the) سره یوځای لیکل کیږي خوپه امریکایي لهجه کي بیاعمومابې له (the) وي . مثالونه :

برتانوۍ لهجه ــ (the eleventh of July, July the eleventh)

امریکایي لهجه ــ (July eleventh, July eleven)

خوددې توپیرسره سره په هره لهجه کي دواړوډولوته دمعیاري شکل په سترگه کتل کېږي اویودبل دادمعیاردلاري خنډ اوغلط نه گڼي .

و ــ داضافت توري اوفعلي صفتونه :

په امریکایي لهجه کي د(through) لغت دهغه وخت څرگندوینه کوي چي له همدا اوس گړي څخه پیل سوی اوبیاتریوه ټاکلي وخته پوري رسېدلی وي . دمثال په توگه ددې جملې (Monday through Friday) معناله دوشنبې څخه نیولې دجمعې تر ورځي پوري . ددغه زماني واټن له پاره په برتانوۍ لهجه کي (through) نه کاریږي،بلکي وايي (Monday to Friday). دشمالي انگلستان په ځینوبرخوکي دغه زماني واټن په (while) سره ښوول کېږي (Monday while Friday). په آیرلینډ کي بیاهمدغه مطلب په (Monday till Friday) سره افاده کېږي . ټول شکلونه ئې ژبپوهانومنلي دي . په پښتوکي (له سهاره ترماښامه)، (له سهارڅخه تر ماښامه)، (له سهارڅخه ترماښامه پوري) ترکیبونه سته . یوئې هم غلط نه دئ خو زما یقین دئ چي له دغودروشکلوڅخه یویادوه میدان وړي . که ماڅوک پوښتي، داتنخاب حق ئې دهرچاخپل دئ .

په برتانوۍ لهجه کي دغه مطلب چي پلانی په پلاني ټیم کي لوبه کوي په (he plays in a team) سره افاده کېږي . حال دا چي دغه عین مطلب بیاپه امریکایي لهجه کي داسي بیانیږي (he plays on a team). د دواړو جملوهدف دادئ چي گویاپلانی دپلاني ټیم لوبغاړی (غړی) دئ .

په برتانوۍ لهجه کي چي یوڅوک دهغي کوڅې په باب ږغېږي چي کومه ټاکلې پته (آدرس) پکښې واقع وي، د(in)توری ورته راوړي لکه په دې جمله کي : (in Oxford street)خوپه امریکایي لهجه کي بیاد (on) توری ورته کاریږي .

په برتانوۍ لهجه کي له (talk) سره (to) توری راځي لکه :

(I’ll talk to Dave).

خوپه امریکایي لهجه کي بیا(with) ورسره مل کېږي لکه :

(I’ll talk with Dave).

دغه رازلهجوي توپیرونه په دواړوانگرېزیوکي سته چي دواړه خواوي ئې په رسمیت پېژني. خدای په ژبه پوه کړي دي،جگړې نه پرکوي .

ز ــ لغوي اشتقاقونه اوترکیبونه :

د(ward) وروستاړی په برتانوۍ لهجه کي (s) اخلي لکه :

(forwards,towards,rightwards)

خوپه امریکایي لهجه کي بې له (s) څخه کاریږي .

(forward,toward,rightward)

په امریکایي اوبرتانوۍلهجه کي له (day,night,evening,….) سره د(s) وروستاړی یوځای کېدلای اوله هغه څخه فعلي صفت (adverb) جوړېدلای سي .لکه :

The library is closed Saturdays, I used to stay out evenings,…

ژبپوهان وایي چي ددغي قاعدې ریښې په زړه انگرېزي کي سته خو زیاتره بیا دغي قاعدې ته دامریکایي لهجې دځانگړتیاپه سترگه گوري .

په برتانوۍ لهجه کي د(-er) وروستاړی له (football,netball,cricket) سره یوځای راتلای سي اوله هغه څخه دیوې ځانگړي لوبي فاعل جوړېدلای سي . لکه :

Footballer,netballer,….

خودانگریزي ژبي په امریکایي ژبڅانگه کي بیا د (footballer) پرځای د(football player) ترکیبي لغت کاریږي .

دواړه شکله په خپل اختیارڅوک کارولای سي .

د دغه رازلهجوي توپیرومثالونه نورهم ډېرسته . زمادلیکني په چوکاټ کي همدومره کفایت کوي .

لکه مخکي چي مي وویل داځانگړتیاوي اوتوپیرونه دونه زیات دي چي کتابونه پرلیکل کېدلای سي . زماله دې یادونوڅخه مطلب دادئ چي د ژبني معیارپروخت بایدلهجوي توپیرونه یومخ نفی نسي . که ئې څوک نفی کړي،یادگرامرپه کتابوکي ئې په پام کي ونه نیسي، دانو بیادیوې ځانگړي لهجې گرامرکېدلای سي ، نه دټولي ژبی . اواصلي خبره داده چي ددغوځانگړتیاوو بیانول یاپالل بایدهیڅکله پرسمت پالنه باندي اطلاق نسي . که داسي وي نوڅوک ویلای سي چي دانگرېزي ژبي د امریکایي اوبرتانوۍ لهجې ژبپوهان ترڅټه پوري په سمتپالنه کي غرق دي !؟

(پای)

اوکویل ــ کاناډا

۱۲مه دسپټمبر ۲۰۱۰ع

5 COMMENTS

  1. سلامونه، او په خاص ډول ډیر محترم استاذ م.معصوم هوتک صاحب ته د زړه له کومې ښې هیلې او داوږد عمر غوښتنې سره. ډیره په زړه پورې پرتله مو کړې وه.په رشتیا هم مخ ته تللي ملتونه حتی په ژبو کې هم سره ستونزې نلري ،څه خاصا جنګو کې!!
    زه د افغانیپښتودیو ډیر وړوکي غړي په حیث ،ستاسو او نورو درنو ژبپوهانو په وړاندې دخبرو جراءت نلرم ،مګر ستاسو په تآیید که د انګریزۍ په ملیاردونو ویونکي خپلو کې مشکل نه پیدا کوي نو ۷۰ ملیونه لراوبر یا ختیځ او لویدیځ یا جنوبیوال او وردګ او شمالیوالان ولې په لیکنو، ګړنو،یا انګیرنو کې نه شي پخلا کیدلای؟ او په خواشینئ سره دځینو کورنیو اولادونه وایۍ” پشتو از فارسي کده سخت اس!”،هوکې زمونږ دښمنان تر ډیره مونږ پخپله یو!.
    له بلې خوا زما په نظر، پښتو له مشرق نه د اردو او د مینځ او مغرب نه د پښتو د خور پارسي(فارسي،دري، هزارګي …)له خوا تر حملو لاندې ده او وه!!. له پوهاند صاحب زیار نه نیولې تر سیستانی او هاشمیان او یون صاحب ا.دن. محترمو ژبپوهانو دنده ده چې د یوې پخې (کره) پښتو پسې مټې راونغاړي ، د ډیرو نامانوسو نیولوګیزم نه تیر شی او همهاغه د بیټ بابا،سړبڼ او غرغشت نیکونو نه تر دا اوسه راغلې پښتو په یوه اتفاق سره معیاري کړي.
    = Pai(y)jama ) محترم هوتک استاده!ستاسو پورتنۍ لیکنه کې مې یو مثال (پای جامه= )ته پام شو. تاسو ویلی له اردو اخیستل سوې خو ما فکر وکړ چې: پای یوه پارسی کلمه ده او جامه یا جامې هم پښتو ده؛ دا اردو یی لا چا هرمونې رآیستې ده؟.
    ستاسو د لیکنې نیټه ۲۰۱۰م. ده، هیله ده استاذه چې په نورو نویو لیکنو مو سترګې روشانه کړئ. په ډیر درنښت .ډ. ساپی ح.ز./بلجیم ۱۸.مارت.۲۰۱۵

  2. Salam Mr. Hotak,
    I still do not find an answer in your writing how to standardize Pashto writing, spelling and grammar. From your writing, I may understand the differences of English language structure much more and deeper than my native Pashto language. The reason is that Pashtun academia is still strugling to come up with a universal acceptable standard for its people. The Pashtun academia or intellintia cannot agree and promote a visionary mission of its work, so people can follow them. As result of this disillusioned academia not only Pashto suffer, but also the general population.
    Pashtu is spelled, writen and prounced differently in Quetta, Peshawar, Kabul, and Kanadahar. How these four major Pashtun areas can follow a universall and acceptable standard? What is your suggestion? Why do not you produce a comprehensive Pashto grammar?
    Thank you,
    Mullah Habib

  3. pai aw jama dware farise ismoone di, kho farsi jabi paijama (pa-jama) chi pe pakhto ki ye manaa pertog dai der na kaarewi.
    Afghan farsi jabi war te (ezar) waaye kho Iranian aw Urdu jabi war te ( shalwar) waaye.
    urdo jabi Pajam (paijame) de khob kalooio te wayee. aw englisi ki ham de khob kaaloye te yani hagha ( kamis aw pertog) chi de khob pa wakht aghostal kigi war te (pajame waayee.)
    no khayee chi ustaad Hotak le hamdi kable likali wi chi (pajama ) le urdo jabi aghastal shawe de.

  4. گرانو لوستونکو
    اول سلام پسې کلام
    دغه لیکنه ماپنځه کاله پخوالیکلې وه او تاندوالوپخپل انتخاب بیاخپره کړې ده. زه به د روغتیا په صورت کي هڅه وکړم چي دډاکټر ساپي صاحب له غوښتني سره سم ، تاسي ته نوي لیکني خپرې کاندم
    هوتک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب