وړم سهار مې په بي بي سي کې ( د ګلتونیزو ګازونو) ترکیب واورید.( ګلتونیز) کلمه په اول ځل څو ویشت کاله پخوا ما استعمال کړه خو په وروستیو کلونو کې ورو ورو دې نتیجې ته ورسیدم چې کاشکې مې د ( ګلتونیز) په ځای ( ګلتوني) کلمه غوره کړې وای.
د یخنۍ په موسم کې ګلونه په ګلخانو کې ساتل کیږي. د ګلخانو هوا یو څه توده وي، ځکه چې ګلخانې ډیرې شیشې لري او د شیشو خاصیت دی چې د لمر د وړانګو تودوخه داخلېدو ته پریږدي خو د خارجېدو په وخت یې څه نا څه مخه نیسي. په نتیجه کې د ګلخانې هوا تر باندنۍ هوا توده شي او ګل ته د ژمي په موسم کې د غوړېدو امکان برابر شي. هغه ګازونه چې د ځمکې په فضا کې دي او د ځمکې په سطحه باندې د لمر د لګېدونکو وړانګو د بیرته ستنیدو په وخت کې تر څه حده پورې د هغو مخه نیسي، د ګلخانې له شیشو سره مقایسه کولای شو. البته، ټول ګازونه د حرارت د ساتلو خاصیت نه لري. دغه خاصیت یوازې په ځینو ګازونو مثلا د اوبو په بړاس او کاربن دای اکساید کې ډیر دی. د دغه خاصیت لرونکي ګازونه ځمکې ته د لمر د رارسیدلي حرارت د بیرته ستیندو او فرار مخه نیولای شي. نو هر څومره چې کاربن دای اکساید او ځینې نور ګازونه په فضا کې ډیریږي، د ځمکې د مخ د حرارت د ډیریدو امکان هم زیاتیږي. دغه ګازونه چې د ګلخانو د شیشو غوندې د حرارت د وتلو په لاره کې خنډ جوړوي، په فارسي کې (ګلخانه اي) ګازونه بلل کیږي. دغه نوم د ګرین هاوس ګیسیز انګلیسي کلمې ترجمه ده.
( ګلتوني) او ( ګلتونیز) دواړه پښتو کلمې او زموږ د ژبې له قواعدو سره سمې دي. البته ( ګلتوني) پکې د یو حرف د کموالي امتیاز لري.
په پښتو او دري دواړو کې د ( ی) روستاړي په مرسته اکثره اسمونه په ستاینومونو بدلیږي. مثلا د ( ننګرهار) اسم د (ی) روستاړي په مرسته د ( ننګرهاري ) په صفت بدلوو او له ( شراب) څخه شرابي جوړوو. د( وړاندیز) اسم ته چې (ی) ورزیاته کړو د ( وړاندیزي= وړاندیز شوی) صفت ورنه جوړیږي.
داسې هم کیږي چې د ( ی) روستاړی صفت په اسم بدل کړي، لکه په عاشق او عاشقي کې.
په یونیم ځای کې د روستاړي ( یا) د کلمې د ګرامري دریځ په بدلولو کې برخه نه اخلي؛ مثلا ( رڼا) او ( رڼایي) دواړه اسمونه دي، خو په اکثرو ځایونو کې ( ی) اسمونه په ستاینومونو بدلوي. ( یز) د (ی) غوندې یو بل روستاړی دی چې اسمونه په صفتونو بدلوي. مونږ د ( بنسټ) اسم د ( یز) په مرسته د ( بنسټیز) په ستاینوم اړولی دی. کله کله ( بنسټي) هم وایو خو ( بنسټیز) عام دی او یو علت به یې دا وي چې ګومان کوو د (یز) په مرسته به کلمه لا سوچه پښتو شي، حال دا چې (ی) او ( یز) دواړه په پښتو کې راځي.
زموږ په پخواني ادب کې د روستاړي (ی) په مرسته ځينې داسې کلمې جوړې شوې دي چې اوس ورنه استفاده نه کوو او دغه نااشنا حالت د ځینو بیتونو ښکلا زیاته کړې ده.
خوشحال خټک فرمایي:
که عذرا په ملک کې شته مخ دې ښکاره کا
زه په تن کې زړه لرم د وامقۍ
(د وامقي زړه) د عادي او معمولي ژبې ترکیب نه دی او په همدې وجه د خوشحال په بیت کې له دغه نااشنا حالته خوند اخلو. دا لاندې بیتونه هم د خوشحال بابا دي:
چا وته ویل کړم ترجمان په منځ کې نشته
زه سمرقندی یم، یاران واړه ملتاني دي
مخ په مخ شه ماته خانده چې خاطر مې
هوسي شي، په خوښیه شي بې غمه
چې یې سیوری په ما و لکه پادشاه وم
همایي وه ستا د تورو زلفو سیوره
د ( هوسي) یا ( همایي) غوندې کلمې اوس نه استعمالوو خو خوشحال او ځینو نورو شاعرانو جوړولې او کارولې. موږ کولای شو چې له ( صفت) جوړوونکې ( ی) څخه هم په اوسني شعر او نثر کې لا زیاته استفاده وکړو او خپلې ژبې ته د معنا او ښکلا له اړخه ګټه ورسوو. له استاد بختاني مې څو ځله اوریدلي دي چې ( بنسټیز) کلمه یوه بله کلمه وریادوي او ښه نه ورباندې لګیږي. که موږ ( بنسټیز) په ځای ( بنسټي) ووایو، تاوان نه بلکې ګټه کوو.