جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودله ... څخه،، ، ،،د ... سره،| ډاکتر ماخان میږی شینواری

له … څخه،، ، ،،د … سره،| ډاکتر ماخان میږی شینواری

دا (77له … څخه،، ، ،، د … سره،، with ،from) سیرکومپوزېشنونه د سربل ،،تر،، مخامخ یا په څټ او که غواړۍ معکوس دي:   

په پورته کې مو روښانه کړل، چې تر د یوه څّه، ځای، مهال اونومونو پاي په کوته کوي اونه بل څه.

دا اړیکوی د بل ځای ناستی نه شي کیدی اونه بل څه یا اړیکوی د ،،تر،، ځای ناستی کیدی شي. دا همداسې لار ده اوبس.

اوس راځو دې پورته ته، چې زما په ګومان او که داسې وي، د پيژند سره به سیرکومپوزېشنونه وي.

د افغانستان په ځنو ځایونو کې وایو: 

،،له … څخه،،، ،،له … سره،، او ځنو ځایونو کې بیا وایو: د … څخه ، د… سره.

انګرېزي  یا ( او ) الماني یې لیکو او بیایې د پښتو د ژباړې سره پرتله کوو. ما دا له الملني څخه ژباړلې او الماني مې له انګرېزي څخه را نیولي یا ښه یې:  راژباړلې.

پیل له ،، له .. (څخه)،، کوو او داسې مخ ته ځو:

د انګريزي سربل from په الماني کې هغه غوره دا لاندې درې سربلونه دي:  ab ، aus ،  von  ،

دا  درېواړه په پښتو کې هم د ،، له …څخه،، په معنا دي. که وایو چې له هسکې مینې څخه، نو د ژبلارې سره سم دا سیرکومپوزېښن دۍ یا که غواړۍ پښتوشي، نوزما په اندبه دا بیا غیږکې نیوی وي. دې په الماني  ab  راځي، که وایو له سپین څخه… ، نو von  راوړل کیږي، که وایو له اوسپنې جوړ دی، نو وایو … aus.

که ،،له … څخه،،  وایو، نو له یو څه څخه يو څه رابیلیږي، یاې د یو څه، مهال او له ځای څخه یو څه رابیلیدل.

لنډ: دا د یو څه له ځای،مهال،کس یا یو شي څخه د یوڅه پیل دۍ،له دې امله د،،تر،، په څټ یا مخامخ سیرکومپوزېشن دۍ.

لکه: له سپین څخه مې کتاب واخست.

دا جمله داسې ویلی شو: له سپین مې کتاب واخست یا له سپینه مې کتاب واخست او یا له سپین څخه مې کتاب واخست. 

همداسې: سپین څخه مې کتاب واخست.

خو سم یې: له سپین څخه مې کتاب واخست:

،، له ،، بې  له ،،څخه،، او همداسې ،،څخه،، بې له ،، له ،،   دی او که دواړه؟. 

وړاندیز: که ،،څخه،، ورسره وي او که نه خو ،،له،، دې  وي او یا ،،له… څخه،، او یا دا دواړه.

پورته مو ولیدل: له هسکې مینې څخه…، له سپین څخه… او له اوسپنې څخه….

دا په دې معنا، چې:  له یو ځای څخه ځي، له یو چا څخه څه رانیسې او له یو څه څخه یو شی جوړ دي، له یو څه څخه څه ساتې، د یو چا( له خوا ) څخه څه درکول کیږي.

ور څخه در څخه، راڅخه،  او داسې نورو ته دې هم پام وي، ترې څخه اوداسې نورهم.

په دې هکله به هم لږ تر لږه څه بیلګې راوړو

د پوښتنې په ځواب کې: تا له سپین څخه کتاب واخست؟ 

نه!  ورڅخه اخلم یې. 

یا داسې: له سپين څخه کتاب اخلم. او داسې نور.

دلته دې ،،ورته،، یعنې ،، هغه ته ،،  هم پام وشي.

اوس راځو with  ته، چې الماني یې …mit دی : 

موږ یې د الماني درې انډول اړیکويونه یا سربلونه را ا خلو: mit ،  bei ،  Dabei.

څه وکړو؟

  ،،له … سره،، او که ،، د … سره،،؟

که ،، له،، هغه د مخه تیر اړیکوي سره وي ، نو بیا خو یې دلته نه شو راوړی، هغه ،،ترې لرې کیدل،، دي او دا ،،ور سره یوځای کیدل دي،، یا ،، نښلول،، دي. دلته اړیو، چې ،، د … سره،، ولیکو او نه ،، له… سره،،. دا ګوره یو وړاندیز دۍ.

. په الماني ژبه کې ،،د… سره،،  لږ تر لږه دا درې اړیکویونه کارول کیږي: که ووایو، کتاب د… سره دی، نو دلته یې الماني mit  دی. که ووایو، چې سپین د برګ سره دی، نو دلته یې بیا bei راځي او که ووایو، چې هغه  ورسره دی، نو دلته د Dabei راځي. 

نومونه: دا ،، د …سره،، به هم لکه ،،  له … څخه،، سیرکومپوزېشن یا غیږکې نیوی وبلل شي.

دا ګوره زما وړاندیزونه دې اود وړاندیزاجازه دې راته وي، زه په خپلې لیکنې ټیګارنه کوم.

دلته دې بیا هم د ورسره ، درسره، را سره ته هم پام وي.

دلته به په دې بسیا وکړو او زما وړاندیز ګران لوستونکو ته دا دې، چې  د نورو زده ژبو څخه دې ګټه واخلي، دا دې هغه ژبې وي، چې یو څه وده یې کړې وي. 

بیا لڼډ: ،، تر،، د مهال، ځای،نوم او یا یو څه پاي په ګوته کوي.

،،  له …څخه،، د مهال، ځای،نوم،یا یوڅه څخه لرې کیدلدي.

او،، د … سره،، دمهال،ځای،نوم او یا یوڅه سره یوځایکیدل یا یوځای والي دۍ.

Nimm die Kleidung aus dem Schrank.

Take the clothes out of the wardrobe.

کالي له المارۍ  څخه را واخله

Sie bleibt schon seit einer Stunde bei dem Arzt.

She has already been with the doctor for an hour.

هغه(ښځینه) له یو ساعت را په دې خوا د  ډاکتر سره ده.

Zuerst haben wir uns bei der Ausländerbehörde im Stadthaus erkundigt.

First we informed ourselves at the foreign office in the town hall.

لومړی موږ  په ښاروالۍ کې د دباندنیو دفتر سره معلومات د لاسه کړ .

They do not live far from us.

دوي له موږ څخه لرې نه اوسیږۍ.

Nimm deine Füße vom (von + dem) Tisch!

Take your feet off the table!

پښې دې له میز څخه لرې کړه.

Er kommt gerade von seiner Freundin.

He is coming directly from his girlfriend.

هغه همدا اوس د هغه له ملګرې څخه راغۍ.

Sie ist vor kurzem von der Türkei nach Deutschland gezogen.

She recently moved from Turkey to Germany.

هغه لږ مخ ته له ترکیې څخه جرمني ته کډه شوې ( راغلې).

Schon nach einer Woche konnten wir die Ergebnisse sehen. 
We could see the results after just one week.

موږ وکولای شو له یوې اونۍ څخه وروسته  لاس ته راوړنې وګورو

Vor dem Schlafen geht sie baden. 
Before sleeping she bathes.

له خوب څخه د مخه هغه لامبي

Es regnet seit gestern. 
It has been raining since yesterday.

له پرونه څخه وریږي

Seit gestern bin ich wieder fit. 
Since yesterday I have been well again.

له پرونه (څخه) بیرته تازه یم

Ab heute rauche ich nicht mehr. 
I will not smoke any more from today on.

له نن څخه نور هیڅکله (سګرت) نه سکوم.

Ab November arbeite ich am nächsten Abschnitt. 
I will work on the next section from November.

له نومبر څخه په بله برخه (وخت)  کې کار کوم

von 8.00 Uhr bis 10.00 Uhr 
from 8 o’clock until 10 o’clock

له ۸ بجو(څخه) تر ۱۰ بجو پورې

Von Montag bis Freitag bin ich an der Uni. 
I attend university from Monday to Friday

له دوه نۍ (څخه) تر اونۍ پورې زه په پوهنتون کې یم

von 8.00 Uhr bis 10.00 Uhr 
from 8 o’clock until 12 o’clock

له ۸ بجو څخه تر ۱۲ بجو(پورې)

Ich habe heute nur bis 15.00 Uhr Zeit. 
I only have time until 15:00.

زه نن ټیک تر ۱۵ بجو وخت لرم.

Um 7.30 Uhr fährt meine S-Bahn ab. 
My train leaves at 07:30.

په ۷ اودېرشو زما بس ځي

Um 15.30 Uhr habe ich einen Termin. 
I have an appointment at 15:30

زه په ۱۵ اودېرشویوه وعده لرم 

prepositions with the dative

Ich schreibe gern mit dem Bleistift. 
I like to write with a pencil.

زه په مینه (د) پنسل سره لیکم

Ich fahre oft mit dem Bus. 
I often take the bus.

زه زیات د بس سره ځم 

Ich fahre nicht gern mit dem Auto. 
I do not like to drive the car.

زه د موټر سره په مینه نه ځم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب