لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
هره تحقیقي لیکنه کې د نورو څېړنېزو لیکنو استفاده کېږي چې د همدغو لیکنو د پوهانو نظریاتو تایید او رد او همدارنګه د خپل نظر راوړل د څېړنې د کارونو اساسي برخه جوړوي او همدارنګه په ټوله تحقیقي پروژه کې د نورو لیکنو نه استفادې ته اقتباس وايي او په ټولو علمي او تحقیقاتي اثارو کې له نورو اثارو استفاده او یادونه خپل طرزالعمل لري.
په تحقیقاتي لیکنو کې به له مراجعو او ماخذونو استفاده کېږي او د همدغو ماخذونو په کارونې سره علمي لیکنه له غیر علمي لیکنې سره بېلولای شو.
ډاکټر مصطفی نیازی (د څېړنې تګلاره) اثرکې د اقتباس په هکله داسې وايي: ( اقتباس دې ته ویل کېږي چې د لیکوال یا محقق له پخوانیو علماوو او پوهانو نظریات او رايي په علمي امانت دارۍ سره نقل کړي، د علمي څېړنو پر مهال څېړونکې ته روا ده چې د مخکنیو له ویناوو څخه اقتباس کوي.( ۱)
د څېړنیزو لیکنو لپاره ماخذونه او مراجع او د اقتباس په ډول له دې کتابونو استفاده کول د موضوع په ارزښت ټاکنه کې اساسي رول لري. بې ماخذه لیکنه ناسمه او علمي نه وي او نه بې اقتباسه لیکنې ته تحقیقي لیکنه ویلای شو نو اقتباسونه د لیکنې د صداقت، اصلیت، سم والي، کره والي او په قوت دلالت کوي. (۲)
د اقتباسونو نه د استفادې لارې چارې ډول ډول په کتابونو کې ښودل شوي دي چې یو ته سم او بل ته ناسم ویل سم کار نه دی خو بیا هم د موادو او مراجعو نه د سمو استفادو کړنه په لاندې ډول دي:
۱. اقتباس (نقل قول) بايد لنډ او د يو مخ څخه تجاوز ونه کړي.
٢. د کوم اصلي او فرعي مرجع نه چې اقتباس کېږي، بايد اشاره ورته وشي.
٣. نقل قول (اقتباس) بايد د خاصوعلاموپه منځ کې وليکل شي.
٤. اقتباس بايد د اصلي ماخذ څخه صورت ونيسي.
دکتور قانت د اقتباس په هکله داسې وايي:
د نقل قول (اقتباس) په هکله اکثره پوهان بېل بېل نظریات لري چې لاندې ډولونه یې مهم دي:
۱.هو به هو یا مستقیم نقل قول.
۲.د خلاصه کولو له لارې نقل قول.
۳. د عبارتو بدلولوله لارې نقل قول(اقتباس). (د علمي څېړنو تګلاره، ۵۲ مخ)
(مستقيم) نقل قول: مستقيم نقل قول کې څېړونکى د اول لاس (اصلي) او دويم او درېيم لاس (فرعي) ماخذونو نه عبارت په داسې ډول راوړي چې هېڅ تغير او تبديل په کې نه راوړي.
مستقيم نقل قول د دې لپاره نقلوي، چې د خپلې نظر تائيد ورباندې وکړي، يا لوستونکيو ته د نقل شوي نقل قول خطا او غلطي ثابته کړي، مستقيم نقل قول بايد لاندې ځانګړنې ولري:
١. نقل قول بايد لنډ وي بايد ديو مخ څخه تجاوز ونه کړي.
٢. د نقل قول له راوړلو نه مخکې څېړونکى بايد ځان مطمينه کړي، چې ليکوال سهوه شوى نه وي او د تاکيدلپاره دې اصلي مرجع ته رجوع وکړي، که د نقل قول په وخت کې اصلي مراجعوته رجوع ونه کړو، امکان لري چې غلط نقل قول په خپلې څېړنې کې راوړو.
٣. د نقل قول په وخت کې څېړونکى بايدد عبارتونوپه راوړلوکې امانت داره وي او د پوره دقت نه کار واخلي، د نقل قول الفاظ لکه څنګه چې په کتاب کې ليکل شوي، په هماغه شکل له تغير او تبديل پرته بايد وليکل شي.
٤. که نقل قول له يوې صفحې زيات وي، په دې صورت کې بايد څېړونکى کټ مټ يا هو به هو عبارت را نه وړي، بلکې عبارت بايد ولوستل شي او څېړونکى يې په خپلو مختصرو الفاظو کې بيان کړي او په اخره کې ماخذ ته دې اشاره وکړي.
٥. که څېړونکى په نقل قول کې د خپل فکر او نظر اړوند عبارت زياتوي، دغه عبارت دې د دوو قوسونو (( )) په منځ کې راوړي، ترڅو د نقل قول او د څېړونکي د عبارت توپېر وشي.
د خلاصه کولو له لارې نقل قول: هر څېړونکى د نورو ليکوالواو محققینوله ليکنواستفاده کوي، د هغو له فکر او نظر سره نوي شيان اضافه کوي. که چېرې يوڅېړونکى د نورو علماووليکنې لکه څنګه چې دى، هماغسې نقل کړي، نودابه د څېړنې حجم زيات او عيبجنه کړي. د دې عيب د مخنيوي لپاره څېړونکى د پوهانو رايې لولي او په ډېرمهارت او مختصر شکل يې په خپله څېړنېزه ژبه نقلوي او په اخره کې د ماخذيادونه کوي. (د علمي څېړنو تګلاره: ۵۳ـ ۵۴مخونه)
د عباداتو بدلون (غير مستقيم) نقل قول: ديومطلب د منځپانګې او مفهوم اخيستل او د څېړونکي خپل انګېرنه ليکل، دا يې ښه لاره ده، ځکه چې د هر لیکوال د لیکنې سبک بېل وي، که کټ مټ یا هوبه هوواخيستل شي، نولوستونکى ديوې موضوع د لوستلوپه صورت کې د څوليکوالود سبک سره مخ کېږي اود لوستنې بهير ټکنى کوي، خوکه څېړونکى د نورو معلومات په خپلو الفاظو او خپل سبک وليکي، نو لوستل به يې اسانه وي.
په هوبه هو(مستقيم) نقل قول، د خلاصه کولو له لارې نقل قول او د عباراتوبدلون (غير مستقيم) نقل قول کې د ماخذونو او منابعو يادونه ضروري ده.(۳)
د څېړنې لارښود اثر کې د اقتباس په هکله مفصلې او هر اړخیزې خبرې راغلي دي چې د موضوع د شرایطو سره سم یې زه لنډیز دلته راوړم:
۱.که د یوې ژبې نه د اقتباس په ډول استفاده کېږي او لیکنه په نورو ژبو وي(فارسي، اردو، انګلیسي او داسې نور) او دغه لیکنه وژباړل شي نو دا به سمه وي چې دغې ژباړې په پای کې ماخذ وښودل شي او هېڅکله دې په لیندیو کې نه نیول کېږي. خو د کومې ژبې چې ژباړه شوې وي نو دغه برخه دې په (فوټ نوټ) کې ولیکل شي.
۲.که چېرې تحقیق په پښتو ژبه وي او د بل پښتو ژبې اثر نه استفاده کېږي او دغه د دغې برخې خلاصه راوړل شي نو دا دې هم په لیندیو کې نه نیول کېږي بلکې په پای کې دې مرجع وښودل شي.
۳.که چېرې په لیکنه کې اقتباس د یوې کرښې په اندازه وي نو لازمه ده چې په داخل د متن کې وښودل شي او که د دوو او یا درېیو کرښو زیات وي نو دا به سمه وي چې په پای کې ولیکل شي. په دا شان ښودنه کې د لیکوال نوم یادیږي او بیا(:)ورکول کېږي او ورپسې متن راځي. لکه:
مقالې لیکنې بنسټونو اثر کې پوهنیار سیداصغر هاشمي داسې لیکلي دي:
((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي)) (۴)
۴. کټ مټ اقتباس کې دا مهمه ده چې متن دې په اصلي شکل راوړل شي او د لیکوال په لیکنه کې دې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي. که چېرې هو به هو اقتباس کې غلطي وي نو په قیاسي ډول دې یادونه په (فوټ نوټ) کې وشي.
۵.که چېرې د اقتباس لنډیز په متن کې راوړل شي او ځینې برخې یې حذ ف شي او دغه حذف شوې برخه د متن په پیل، منځ او یا په پای کې وي نو د درېیو ټکو په واسطه ښودل کېږي یعنې د متن په پيل، منځ او یا پای کې درې ټکې راځي:
که چېرې حذف شوې برخه په پیل کې وي نو داسې ښودل کېږي:
((…ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي))
که چېرې حذف شوې برخه په مینځ کې وي نو داسې ښودل کېږي:
((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري … د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي)) (۵)
که چېرې حذف شوې برخه په پای کې وي نو داسې ښودل کېږي:
((د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري، یعنې ډېر لوستل…))
که چېرې په اقتباس کې د یوې کلمې او یا جملې اضافه کېدو ضرورت وي نو په داسې وخت کې باید دغه اضافه شوې برخه په دوو لویو قوسونو([]) کې راشي. لکه:
(( د تحقیقاتو او ژباړل شويو موضوعاتو لیکل په ارادي قوت، مطالعې او د عمر تېریدلو سره رابطه لري نو له همدې امله د تخلیقاتو د عروج نقطه نامعلومه او د تحقیقاتود عروج مرحله د وخت او زمان سره تړاو لري،[دا نظر سم دی، د پښتو ژبې اکثره شاعرانو د تحلیقاتو د عروج او رکود دوره د عمر سره تړاو نه درلوده] یعنې ډېر لوستل، لیکل، مطالعه او تجربه پکې اساسي لامل کېدای شي)) (۶)
د اقتباس ځانګړنې: په هره تحقیقاتي لیکنه کې له منابعو استفاده او له هر منبع نه د اقتباس په ډول کار اخیستنه مهم اصل دی او باید لاندې خصوصیات ولري:
۱.په هو به هو او یا مستقیم اقتباس کې د یو بل محقق او یا لیکوال خبرې، خیالات او افکار راوړل په اصل ډول د محقق لپاره انصاف دی.( ۷)
۲.که چېرې په یو متن کې یوه جمله ډېره ښایسته او معناداره وي نو په اصل ډول دې ولیکل شي.
۳.که چېرې د یو ماخذ نه استفاده کېږي او یوه جمله یا یو عبارت په مختصـر او لنډ ډول راوړل شوې وي نو د هغه د نور اختصار لپاره دې کوښښ نه کوي، په اقتباس کې د اصل په ډول دې راوړل شي.
۴.د اقتباس په هکله پورته لارښوونې د محقق لپاره مهم دي. (۸)
اقتباس ښودنه نور خصوصیات هم لري خو په پورته یادو شویو ځانګړنو بسنه کوم.
پایله: په ټولو څېړنېزو کارونو کې له ماخذونو او منابعو استفاده کول اساسي کار دی او د علمي پروژې پر مخ وړلو کې د اصلي او کلیدي او ثانوي منابعو پېژندل او سره بېلول د محقق لپاره مهم عمل دی. همدارنګه د همدغو ماخذونو نه په ځای استفاده کول او د استفادې لارو چارو ته اقتباس ویل کېږي.
د محقق لپاره اړینه ده چې د علمي کار په جریان کې د اقتباس په ډول له ماخذونو کارونه کې له صداقت، علمي امانت داري او عدالت څخه کار واخلي.
د څېړنېزو کارونو د کولو په وخت کې له ماخذونو استفاده کول یې اساسي حق دی او همدارنګه له ماخذونو د اقتباس په ډول استفاده کول هم ضروري عمل دی. له یوه مرجعه زیاته او کمه استفاده کولو په هکله په تحقیقاتي اثارو او د محقیقینو په افکارو کې داسې راغلي نه دي چې حد او حدود یې ټاکل شوی وي او همدارنګه د اقتباس په ډول له یوه ماخذه زیات او یا کم کارونه او یا هم په تحقیقاتي عمل کې د اقتباس په ډول زیات او یا کمه استفادې په هکله هم خبرې نشته.
د محقق خوښه ده چې د څومره ماخذونو کار اخلي خو که چېرې ماخذونه زیات وي او د کاروني عمل یې هم منظم او پر ځای وي او د تحقیق په لارو چارو برابر لیکنه وي نو په داسې مواردو کې هغه څېړنه چې د تحقیق په جریان کې له کمو ماخذونو کار اخیستل شوی وي بهتره دی.
په څېړنه کې د اقتباس په ډول زیاته استفاده هم د هغو اثارو نه چې کمه استفاده شوې وي بهتره ده خو د اقتباس په ډول باید له یوه اثره زیاتې استفادې نه کمه استفاده سم کار دی.
په تحقیقاتو کې د مراجعو نه د کارونې په هکله حد او حدود ټاکل سم کار نه دی او همدارنګه له اثارو د اقتباس په ډول استفاده کولو کې هم اندازه ټاکل شوې نه ده. زما په پوهه په علمي تحقیقاتي لیکنو کې د ماخذونو اندازه او همدارنګه د زیاتې او کمې استفادې په هکله خبرې سم کار نه دی او د اثارو نه د اقتباس په ډول حد او حدود ټاکل هم سم عمل نه دی.
ماخذونه
۱.دوکتور مصطفی نیازی: د څېړنې تګلاره(د ټولنیزو او حقوقي علومو)، مدینه خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۸۴ مخ.
۲.سیف الرحمن هاشمي: د علمي څېړنو لارښود (دویم چاپ)، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۶۶ مخ.
۳.محمد نبي تدبیر: د ماخذ لیکنې اصول، د سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي په زیار، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علومو اکاډمي، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۴۵ مخ.
۴.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د مقالې لیکنې بنسټونه، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۱ مخ.
۵.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۳۰۳ ـ ۳۰۴ مخونه.
۶.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ)، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۴۴۴ مخونه.
۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۱۳۲مخ.
۸.ډاکټر فخرالدین قانت: د علمي څېړنو او پلټنو تګ لاره، تقوا خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۸۵ ل کال، ۵۳ ـ ۵۴ مخونه.