پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزد قذافي حرمسرای| رسول امین سلطاني

د قذافي حرمسرای| رسول امین سلطاني

ډګروال معمرالقذافی په ۱۹۴۲ میلادی کال د لیبیا په یوه کوچیانۍ او سارنۍ (صحرايي) کورنۍ کې وزیږید، وروسته یې کورنۍ د صبا ښار ته کډه شوه او  هلته میشته شوه. قذافي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې په ښوونځي او منځنۍ زده کړې یې په خصوصی توګه په مخ بوتلې. خو دا هغه وخت و چې په ټوله عربي نړۍ کې یو لړ بدلونونو او پیښو سر را پورته کړی وو، د اسراییلو شر او شور راپیدا شوی وو. په مصر کې د جمال عبدالناصر او اخوانیانو ترمنځ اخ و ډب روان و، دا مهال په لیبیا کې د نظامی زده کړو بازار ډیر تود و، چا به چې نظامي تعلیمات وکړل نو ډیر ژر به حکومتي ادارو ته جذبیدل او د ځانګړي سیاسي او پوځي دریځ په درلودو سره به یې ټولنیزه او اقتصادي اوضاع لوړیده، هماغه و چې د قذافي ارادې هم نظامي خوا ته ور مرش شوې. له ۴ کلنې زده کړې وروسته له بن غازي حربي پوهنتون څخه د پوځي مستشار په حیث فارغ شو، له فراغت وروسته یې د یو څو ډلګیو مشري هم په غاړه واخیسته، له خپلو سیاسی مصروفیتونو سره یې د بریتانیا او یونان په پوځي کالجونو کې نورې زده کړې هم وکړې چي وروسته یې په نظامي، حکومتي او ولسي چارو کې ډیر پرمختګونه وکړل، بالاخره په ۱۹۶۹ میلادی کال په ۲۷ کلنۍ کې د خپلو ډلو پر مټ وتوانید چې د یوې آرامې کودتا په ترڅ  کې د ۷۰ کلن محمد ادریس واکمني پای ته ورسوي او ځان  د لیبیا واکمن اعلان کړي. پوره ۴۲ کاله یې د لیبیا واګې په لاس کې وې. دا د لیبیا په ۵ وروستیو پیړیو کې د یوه واکمن تر ټولو اوږده واکمني ده.

نوموړي په وچ زور او دیکتاتورۍ سره واک پر مخ ووړ، ځینې ژور بدلونونه یې په حکومت کې راوستل، په سلګونو ټولنې یې جوړې کړې او د جمهوری نظام (په نوم) بنسټ یې کښیښود، نوموړی په دې خاطر په نړۍ کې ډیر شهرت موندلی و چې ځانګړي ساتونکي یې ټولې ښځینه افسرانې وې، کله نا کله به یې په رسمي غونډو کې د دیپلوماسي خلاف داسي حرکات کول چي نورو چارواکو کله هم نه وو  کړي لکه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په یوه سرمشریزه کې، چې د ګڼو هیوادونو ولسمشرانو او دیپلوماتانو ګډون درلود، نو د غونډې په جریان کې معمرالقذافی سګریټ ولګاوه او د غونډې د اصولو مراعتولو په ځای یې د سګریټ لوګیو ته اخوا دیخوا پوکي ته کش ورکړ.

په “Gaddafi’s Harem: The Story of a Young Woman and the Abuses of Power in Libya”کتاب کې چې (AnnickCojean آنیک کوژان) د یوې لیبیایي پیغلې چې (ثریا) نومیده په ژوندانه لیکلی. ثریا يې په ۱۵ کلنۍ کې د قذافي د حرمسرای مسوولینو د کرد له سیمي په زور راوړې وه او د ۵ کلونو لپاره يې له طرابلیس څو میله لیري د نورو نجونو تر څنګ په حرمسرای کې ساتلې وه.

ثريا وايي: (د قذافي حرمسرای د نوموړي د اوسیدا د ځای سره نيژدې وو، حرمسرای ډېرې کوټې لرلې او په حرمسرای کې د شرقي موسیقۍ نرم غږ به د هرې پیغلې د آهونو او مجبوریتونو غږ منعکساوه. د قذافي حرمسرای ته باید داسې نجونې جذب شوې وای چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۳۲ کلونو، لوړ قدونه، ښایسته سپین اندامونه، غوټ/چاغ پتنونه، اوږدې څڼې، غټې سترګې او نرۍ شونډې یې درلودلی. ثریا وايي کله يې چي د لومړي ځل لپاره حرمسرای ته دننه کړه نو قانون داسې و چې باید نورې ځانګړې جامې، چې د نورو بدلمنو ښځو په واسطه له بازاره پیرل شوې وې، اغوستې وای، دا کالي په مختلفو رنګونو، ډولونو او  اندازو وو.

دا وايي«یو ډول جامې یې راکړې چې باید وایې غوندم، په دې جامو کې مې ملا ټوله لوڅه، پښې تر پتنونو بربنډې او وړې سینې له ورایه ښکاریدلې.

د ۲ نورو پیغلو په لارښوونه یې د قذافي استوګنځي ته وروستلم. د کوټې  په منځ کې یو لوی تخت و، چي وریښمینه سرتختی یې درلودله او  قذافي پرې اوږد غزیدلی و، څنګ ته یې یو شیشه يي ګیلاس و چې د خورما او نخودو محلول پکې تر خولې ډک و ، را پورته شو په سینو یې لاس راکښیښود، غوښتل مې ځان ترې خلاص کړم خو د عربو پښې او لاسونه ډیر لوی او زورور دي، زما هیڅ له وسه نه کېدل، غوښتل مې وتښتم خو چیرته به تښتیدلې وای را نیژدې شو راته کړه يي چي چیرته به لاړه شې؟ زه ستا پلار یم! ورور یم! میین دی یم او سر له ننه زه ستا هر څه یم ته باید تل زما له څنګه واوسې. ما د یوه بې وزره مرغه په څیر د یوه وحشي ښکاري تر سیوري لاندې ‎ژوند کاوه.»

ثریا زیاتوي: «قذافي یو څورب او مکار لوبغاړی و، ما کله هم دی په لمانځه ونه لید، ولې هو یوه ورځ په یوه غونډه کې چي بله لاره یې نه درلوده په لمانځه ودرید! نوموړی به ګام پر ګام الهی احکامات تر پښو لاندي کول حتی دی د خدای دوښمن و. د قذافي نړۍ یوه بی بند وباره، بې قانونه او له منطقه لیري یوه نړۍ وه، نوموړي به په ډیرې بیشرمۍ نجونو ته د (لکاته) خطاب کاوه.»

د کتاب لیکوال لیکي: «د حرمسرای نورو پیغلو هم باید داسي جامې پر تن کړې وای چی بدن یې تر نیمه ډیر بربنډ او د بدن پټې برخې يې هم باید له لیري معلومې شوې وای، د دې پیغلو دنده وخت نا وخته د قذافي د هوسونو سړول و، کله به یې هم چې خوښه شوه په ډیر تحقیر آمیز ډول به یې پرې تیری کاوه. د تیري پر وخت به یې ورته ویل چي باید چیغې ووهي، ځان لمس کړي، زارۍ وکړي، له نوموړي سره مقاومت وکړي، نوکارې/شوګارې پرې ولګوي، ځان په زوره د ده غیږې ته وروغورځوي او داسي مصنوعي حرکتونه وکړي چې ګواکي له ډیر خوند او شوق نه بیحاله او خماره ده، آن تر دې چې باید دومره په زوره چیغې د ژړا یا د خندا ووهي چې د حرمسرای په دیوالونو کې يې کړنګا بیرته د ده تر غوږو ورسیږۍ. ، کله به يي چي تبه (طبع) ډیره خرابه وه نو د نورو نجونو تر مخ به يې د کم عمره ښایسته هلکانو سره هم خپل هوس سړاوه. یا به يې د نورو مټورو ځوانانو په واسطه په موږ تیری کاوه او ده به زموږ ننداره په دا ډول کوله چي د پراته پالنګ د پاسه اوږد غزیدلی او دواړو څنګونو ته به یې بربنډې پیغلې چې صرف سینې به یې په یوه سپینه او نرۍ روجايي کې پټې وې او د شاباسي او تحریکولو غږونو سره به يې پر موږ چیغې وهلې.

سفیه او فاتحه د قذافي میرمنې وې، فاتحه ښوونکې وه چې له نوموړي سره يې یوازې ۲میاشتې ژوند وکړ او طلاق یې کړه. او له سفيې سره یې صرف په نوم اړیکې وې. دوی یو له بله جلا اوسیدل حتی تر دې چې کله نا کله خو به آن په مذهبي مراسمو/اخترونو کې به یې هم له یو بل سره نه کتل.

د قذافي ساتونکي هغه لوړ قامته، څوربې، غنم رنګې او د دنګو مریو/غړیو لرونکي میرمنې وې چې نوموړي به د خپلو ساتونکو  لیکو ته له پوهنتونونو، سینګارځایونو، او ښارونو په زور د (باب العزیزه) په نامه ځای ته راوستلې. هغو ته به روزنه د ځانګړو پوځي ښځینه او نارینه افسرانو  په واسطه کېدله.

د واک پای

په ۲۰۱۱ میلادي کال د سیاسي معترضانو یوې ډلې چې د تونس او د مصر له معترضانو څخه یې الهام اخیستی وو د قذافي په ضد په لیبیا کې په پاڅونونو او لاریونونو لاس پورې کړ، دا موضوع په ډیر لږ وخت کې په یوه لوی سیاسي خوځښت بدله شوه چې وروسته يې په بن غازي ښار کې انقلابی شورا تاسیس کړه. د دې شورا کړنو او پاڅونونو د قذافی له اقتدار سره مستقیم ټکر وکړ. د ښارونو په مینځ کې وسلوالې جګړې پیل شوې، بیا د قذافی د راپرځولو په موخه ناټو هم یادې شورا ته د همکارۍ لاس ور اوږد کړ، چې په ترڅ کي یې ملګرو ملتونو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د قذافی په شتمنیو د بندیز او تړلو تر څنګ د نوموړی د نیولو حکم هم صادر کړ. له دې سره د انقلابي شورا لاریون کوونکو لا زور واخیست او آن د لیبیا تر پلازمینې ننوتل او له درنې جګړې وروسته یې د قذافي حکومت نسکور کړ. وروسته له څو ورځو قذافی په خپله د سرد په ښار کې د انقلابیونو لاس ته په داسی حال کې ورغی چی د دوی په وینا په یوه پلچک/غار کې د خپلو یو شمیر ملګرو سره ننوتی وو او هغو سره د راوتلو پر مهال يې د شا له ببرو ویښتانو څخه وپیژاند او ونیول شو، چي په هغه حالت کې هم ټپی شوی او وروسته د قهرجنو انقلابینو له خوا په کشمکش کې ووژل شو

منبع: بیلابیلې انټرنیټی پاڼې او د (حرمسرای قذافي) کتاب.

سلطاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب