شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودبه | محمدمصطفی سمون

به | محمدمصطفی سمون

د “به” په یادولو سره مو ذهن راتلونکي مهال ته لاړ شي؛ دا ځکه چې “به” زموږ په تصوراتو کې همدا شکل غوره کړی دی. په ژبپوهنه کې هم یوه کلمه، لکه استعاره، تشبېه، کنایه، له څو ماناو سره مله وي.
کله چې د مانا خبره وشي؛ نو بحث مو سیمانټېکس(ماناپوهنې) او پرګماټېکس (ژب کارونې) ته ځي، چې دواړه له مانا سره کار لري.

پرګماټېکس د متکلم او مخاطب په نظر کې نیولو سره مانا مطالعه کوي او سیمانټېکس بیا په خپلواکه توګه د مانا مطالعه ده. یعنې ماناپوهنه (سیمانټېکس) د یوې کلمې ساده مانا راښيي؛ خو پرګماټېکس بیا په یوه ځانګړي موقعیت او حالت کې د ژبې پر استعمال راڅرخي. موخه یې د ژبې بهرني عوامل دي، چې د دواړو لفظي او د لفظ تر شا پرتو ماناو په پوهېدا کې را سره مرسته کوي.

همداسې د ژبپوهنې په تیوریو کې هم ګرامري توکي څو بعده لري. دا په دې مانا نه ده، چې مخکې داسې څه نه وو، بلکې دا څیزونه موجود وو؛ خو فکر پرې نه و شوی، یا په ټوله کې ګرامري بحثونه پر کلیاتو راڅرخېدل، مګر جزیاتو ته یې ور ننوتي نه وو.

د “به” د استعمال موضوع ته چې ورځو، نو باید په دندو یې ځان وپوهوو، مطلب “به” د استعمال په وخت کې کومې ماناوې لري. “به” د تکرار، احتمال، خیالي کولو، حتمي والي، مطلق والي، خوښې او راتلونکې ماناوې رسوي، چې په بېلګو کې ښه څرګندېدای شي.

“هېر به مې شي.” په دې بېلګه کې د احتمال مانا ده، چې دا بحث له ماناپوهنې سره ډېر اړخ لري یعنې ماناپوهنه د ویي او غونډلو (جملو) له مانا سره سروکار لري.

“راغلی به و.” دلته د تکرار مانا نغښتې ده، یعنې پخوا چې راته، اوس به هم راغلی و، څه بندیز خو نه و.
همدا شان په یوه بله جمله کې:

“ته به مې د ښار ښکلاو کې لیدې.”

دلته خیالي نړۍ د فرد لپاره د ځای انتخاب دی، نو موږ چې کله هم څه خبره کوو، په اصل کې د هغه څه لپاره فکري محور ټاکو، چې په ذهني لحاظ له هغه چا سره خپل شتون حس کوو. لکه:
_ چېرته یې؟
_ښار کې.
_ درغلم.

د “درغلم” په ویلو سره مو ځان د هغه کس ترڅنګ حس کړ، چې په ښار کې دی؛ نو ویلی شو چې د یوه ویي ترشا د ماناو انبار دی؛ خو د سپړلو لپاره یې فکر کول پکار دي.

“خورې به یې!” دا د حتمي په مانا دی، یعنې د خوړلو کار به هرومرو ترسره کوې.

“وبه یې خورې.” د راتلونکې مطلق په مانا ده. یعنې څه چې درته وویل شول، دا کار به ترسروې.

د ژبپوهنې مباحث باید له کلیاتو څخه جزیاتو ته لاړ شي او په جزیاتو کې پر هغو مواردو بحث وشي، چې څنګه الفاظ ادا او د مانیزو اړخونو د څېړنې ترڅنګ يې پر استعمال ځان وپوهول شي؛ ترڅو د نویو ژبپوهنیزو تیوریو له لارې د ژبې هر اړخیزه مطالعه وکړای شو.

3 COMMENTS

  1. گران او د نوې ژبپوهنې او ماناپوهنې ملگری
    دا څېړنه دې په زړه پورې ده خو له پښوييز (گرامري) پلوه(به) نور دکوم کړمهال(فعلي زمانې) نه ، بلکې نابشپړوالی (غيرمطلقيت)، پايښتوالي (استمرار)، گومان… ښکارندويه بلل کېږي ! بری دې په برخه ستا او نورو ځوانو استعدادونو زيار

  2. گران او هڅاند سمون
    رښتيا د (به) تر څنگ دې دويم گرامري توکی يا وييکی ( ترڅو) د نورو ډېرو کم ازمېښتو ليکوالو غوندې دپارسي علتيه (تا) يانې (تاآنکه) پرځای کارولی، حال داچې په کار وه، (چې) او يا ( په دې توگه يا ډول) چې ښه ترا علتيه چار يا نقش برجسته کوي، کره راځي- (څو، ترڅو) يا د اوسني هېواد مسر اشرف غني (ترچې) د(تاکه) ټکي پر ټکي راړونه چې ما د پوهنځي د اسېستانتۍ پرمهال ( ل)۱۳۷۴ ورته گوته نيولې وه، ورته تېروتنه ده له کړولي چار پرته (تا) تر لسو زيات نور نقشونه لري، نو ولې يې هر چېرې پښتو مهال کړول انډول کړو! منه اومننه- زيار

  3. تر هر څه دمخه له تاسو نه مننه کوم، ښې موضوع ته مو اشاره کړې وه؛ مګر به که په هر حالت کې راشي د راتلونکي معنی ځنې اخلو، هغه که احتمال وي، امکان وي او یا هم بل کوم مانیز اړخ یې.
    نو فکر نه کوم چې موږ دې د (به) په کارونه کې خطا شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب