سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاد زړه د حملې خبروونکی اپلیکېشن

د زړه د حملې خبروونکی اپلیکېشن

تاند- د اندروید سیستمونو لپاره یو اپلیکېشن جوړ شوی چې انسان ته مخکې تر مخکې د زړه د حملې د احتمال خبر ورکوي.

د هسپانیايي ساینسيپوهانو له لوري دا جوړ شوی اپلیکېشن کاروونکي ته ښيي چې د زړه سکته یا حمله پرې راغلې او که نه ده او که حمله پرې شوي وي ورسره مرسته کوي او سپارښتنه ورته کوي چې د روغتون عاجلې څانګې ته لاړ شي.

دا اپلیکېشن د هسپانیا د والینسیا د پولیتخنیک څېړونکو جوړ کړی او اوس په تجربوي پړاو کې دی.

دا اپلیکېشن د زړه د حملې د معلومولو لپاره له کاروونکي د درو کارونو غوښتنه کوي:

اپلیکېشن له کاروونکي لومړی غواړي چې کمرې ته شونډې موسکې کړي، که یې د مخ کومه برخه فلج شوې وي، سم نه شي خندېدای او اپلیکېشن دا مورد په عکس کې کشفوي.

په بل پړاو کې له کاروونکي غواړي چې یوه اسانه جمله تکرار کړي. دا اپلیکېشن د موبایل د مایکروفون په مرسته د هغه خبرې اوري او په جملو یا خبرو کې هر راز ناانډولي څاري.

په پای کې له کاروونکي غواړي؛ په داسې حال کې چې موبایل یې په لاس کې وي، دواړه مټې لوړ کړي. ځیرک یا سمارټ ټېلفون د سپیدومتر یا سرعت مېچ په مرسته څرګندولی شي چې د کاروونکي یو مټ د بل په شان پورته کېدای نه شي. دا هم د سکتې ښکارندويي کوي.

که په دوو برخو کې نتیجه منفي وه نو د اپلیکېشن کاروونکي سکته کړې ده؛ په دې وخت کې اپلیکېشکن په اتومات ډول له عاجل سرویس سره تماس نیسي چې امبولانس ورته راولېږي.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا اپلیکېشن به د ټولو خلکو لپاره وي او که نه.

د زړه د حملې نښې څه دي؟ د دې ویدیو لیدل ګوندي درسره مرسته وکړي:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب