پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمیرمنپه ټولنه کې د ښځو محرومیتونه | محموده مومند

په ټولنه کې د ښځو محرومیتونه | محموده مومند

آیا اوس هم په دې فکر یاست، چې ښځینه د نارینه په شان مساوي حقوق نه لري؟ او د نارینه ترڅنګ پرته له کومې خپلواکۍ د ټولنې یو فزیکي جز دی؟ دا په داسې حال کې ده، چې ښځه د نارینه په شان د بشري ټولنې په وده کې رغنده رول لوبوي؛ خو حق او د ښځې انساني او حقوقي موقعیت انساني نه و. د حقوقو د نا برابرۍ اصل په ټولنو کې توپیر لري، چې په دې مقاله کې به پرې د بحث هڅه وکړم.

لومړی:

د ښځو د حقوقو تصویب کېدل په اساسي قانون کې:

په ځینو هېوادونو کې نه یوازې دا چې د ښځو حقوق په اساسي قانون کې تصویب شوی؛ بلکې د هغې ټولنې په مادي، فرهنګي او رواني لیدلوري کې له نارینه سره یو ځای رول درلود او افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې نسبتاً نوی او تازه قانون لري او دا قانون د مدني حقوقو د اعلامیو په نظر کې نیولو سره د ښځې او نارینه د حقوقو د مساويتوب لپاره تصویب شوی؛ خو اوس هم ښځه له دې حق څخه محرومه پاتې ده. باید یوه ښځه د خپلو حقوقو د دفاع په خاطر د مساویتوب حق ولري. هغه عوامل او غرایز چې د حقوقو د نامساویتوب لامل ګرځي باید له منځه یوړل شي.

دویم:

د ښځو محرومیت له ښوونې او روزنې څخه:

پخوا به دې ته ارزښت نه ورکول کېده، چې ښځه دې باید باسواده وي، دا بې سوادي به د تحمیل تر کچې رسېده، ښځه به د ټولنې د ناوړه دودونو قرباني شوه او د علومو له زده کړې به محرومه پاتې وه. باید د ښځو د ښوونې او روزنې لپاره عملي کار وشي.

درېیم:

د ښځینه طبقی محترم نه ګڼل کېدل او د فرصتونو نه مهیا کېدل د استعدادونو د ودې لپاره:

ښځو ته د مکرم موجود په سترګه کتل او د امکاناتو برابرول د دې سبب کیږي، ترڅو ښځې له هغو اعظیمو استعدادونو څخه چې یې لري؛ په احسن توګه ترې ګټه واخلي او کولی شي خپل مهارت په مختلفو مرحلو کې ښکاره کړي؛ نو باید ښځو ته حق ورکړل شي، چې خپل استعدادونه په ټولنه، کورنۍ او حتی په نړیواله کچه وکاروي.

څلورم:

د ښځو د فعالیتونو محدودېدل: ښځه کولی شي، چې د نارینه په شان خپل علمي فعالیتونه پراخ کړي. د دې لپاره چې د ښځو او نارینه استعدادونه متنوع خاصیتونه لري؛ نو باید چې دواړه د خپلو استعدادونو په کچه فعالیت وکړي.

پینځم:

د غلطو سنتو په وجه د ښځو محرومیت له اسلامي تعالیمو څخه:

پخوا به د غلطو سنتو د شتون له وجې څخه په مختلفو ټولنو کې ښځه د اسلامي تعالیمو له زده کړې څخه د نارینه ډلې په پرتله بې برخې وه. له همدې کبله د ښځو محرومیت د اسلام له ریښتیني کلتور او شرعي زده کړو څخه د نارینه په تناسب ډېر دی، چې باید دغه توپیر له منځه لاړ شي او ښځې وکولی شي، چې خپلې زده کړې وکړي.

شپږم:

په ښوونځیو کې د نجونو شاملول:

پخوا به دې ته ارزښت نه ورکول کېده، چې ښځه دې باسواده وي او دا بهیر تقریباً څه ناڅه زموږ په ټولنه کې په ټولو ښځو تحمیل شوې ده. بلاخره دغه غلط سنت د دې مقدمات برابر کړل، چې دغه فاجعه سل په سلو دوام پیدا کړي، چې له بده مرغه اوس هم په ځینو سیمو کې او حتی په مرکز کې څوک خپلې لوڼې ښوونځي ته نه پرېږدي. باید د دغه غلط سنت مخه ونیول شي او ښځې له خپل دغه حق څخه چې ښوونځي ته تلل دي؛ ترې وروسته پاتې نشي.

اووم:

دندې ته له تللو څخه د ښځو مخه نیول:

اسلام د ښځو د کار او فعالیت په برخه کې کوم محدودیت او بندیز نه دی لګولی. هغه کارونه چې نارینه کولی شي د یو کارمند په توګه؛ نو یوه ښځه هم کولی شي د اسلامي قواعدو په اساس د اسلامي حجاب په نظر کې نیولو سره او د خپل جسمي او روحي استطاعت په کچه کار وکړي؛ نو په دې اساس نه په علمي ډګرونو کې، نه په سیاسي ډګرونو کې او نه په ټولنیز ډګر کې د ښځو د نشتون کوم محدودیت حس کیږي، مګر په ځینې مواردو کې اختلاف شته لکه د فضا مسایل هغه هم د دې لپاره چې د ښځې عاطفي روحیه ډېره پیاوړې ده؛ نو د ښځو په دغه فعالیت کې څه اختلاف شته دی.

اتم:

د جنسیتي عامل له کبله د ښځو محرومیت:

د جنسیتي عواملو په اساس د ښځو محرومیت ډېر لوی بحث دی؛ خو زه دلته غواړم په لنډه توګه ورته اشاره وکړم. له جنسیتي عواملو څخه یو هم د فزیکي توازن نشتون د نارینه او ښځو ترمنځ دی. په ځینو مواردو کې دا فزیکي تسلط کېدی شي، چې خشونت باره واوسي او د ښځې روحي او رواني حالت تهدید کړي، دغه تسلط کېدی شي، چې د ژوند ټولو ابعادو ته سرایت وکړي او تدریجاً نسل په نسل به د ټولنیز ژوند مقرراتو په شان رسمیت پیدا کړي.

نهم:

د فرهنګي لامل له کبله د ښځو محرومیتونه:

که چېرې فرهنګ یا کلتور، عقاید، رسم او رواجونه، ادبیات، هنر او نور ټول معنوي تولیدات وګڼو؛ نو د نارینه او ښځو ترمنځ نابرابري په دغه عرصه کې هم موجوده ده. په نننۍ ټولنه کې کلتور یوازینی عامل دی، چې د زیاتو محرومیتونو سبب شوی دی. د انسان د روان او لیدلوري د ټولنیز او فردي ژوند ټول مسایل معنویات دي.

په پایله کې باید ووایم، چې موږ او ټولې ټولنې په یوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو؛ خو اوس هم دغه ټولنې سنتي او بدوي ځانکړنې لري، چې د ښځو د ځینې حقونو د محرومیت لامل ګرځېدلې دي. زموږ په ټولنه کې ځینو خلکو تر ډېره اسلامي او شرعي احکام د خپلو دودونو او خواهشاتو قرباني کړي دي؛ نو باید د ښځو د حقوقو په ورکړه کې په مختلفو اشکالو افراط او تفریط ونشي او د اسلامي شرعیت د چوکاټ په نظر کې نیولو سره یې دې مظلومې طبقې ته وروسپاري. تر څو ښځه وکولی شي د هغه سترې موخې لپاره د الله (ج) د احکامو او نبوي ارشاداتو په رڼا کې په دې ټولنه کې فعاله ونډه واخستلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب