Homeخبرونهداعش په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو د برید مسوولیت منلی

داعش په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو د برید مسوولیت منلی

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو، په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د اوړمې ورځې د خونړي برید مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش ډلې خراسان څانګې پر غاړه اخیستی.

 دې ډلې بیګا پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې دا اعلان وکړ. د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د دوشنبې شپې د ډزو په پېښه کې لږترلږه اووه کسان ووژل شول.

په ورته وخت کې د هرات د شیعه عالمانو شورا له طالبانو غوښتي، چې د پېښې عاملان ژر معلوم او په سزا ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي دفتر( یوناما)، د پېښې په اړه د عاجلو پلټنو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ایران او ترکیې سفارتونو او یو شمېر نورو دیپلوماتیکو مراجعو هم دا پېښه غندلې او د عاملانو د مجازات غوښتنه یې کړې ده.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي تېره اوونۍ له مشخص نوم اخیستو پرته د افغانستان ۳ ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړل.

د طالبانو ځینو پلویانو بیا وویل، چې له دغو هېوادونو د متقي هدف پاکستان، ایران او تاجکستان هېوادونه دي.

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي بیا وویل، چې دوی په افغانستان کې د داعش ډلې د ریښو له موجودیت څخه اندېښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...