سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند: د ډبرو سکرو د پروسس ۵ مرکزونه او ۶...

ملا حسن اخوند: د ډبرو سکرو د پروسس ۵ مرکزونه او ۶ کرنیز کمپلېکسونه جوړوو

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) د  طالبانو د رژیم د کابينې ۲۱مه غونډه د دوی د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ  ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې پکې شوي.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاده غونډه کې په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ، بارګيرۍ او تخليې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د‌ دې چارو لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تصفیې او د طالبانو د عمومي مشر له حکم وروسته عملي چارې پيل شي.

سرچینې زیاته کړې، چې په غوڼده کې همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته وسپارل شوه، چې د هغوی له نظر وروسته تائيد او د مشرتابه مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

په وروستیو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور ویلي، چې نور به د افغان کاني سرچینو ټول پروسس په افغانستان کې دننه کیږي او دا یې بهرنیو پانګوالو ته شرط ایښی دی.

1 COMMENT

  1. مولوي صاحب ش دلاور د پاکستان له استخباراتي ادارو سره نزدى پاتی شوى کس دی. تول یی همدغسی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب