د شعر په تعريف کي مو وويل، چي د شعر په اساسي توکو کي يو هم خيال دى. خيال يو عربي کلمه ده، چي پښتو ته هم په همدغه اصلي شکل را ننوتلې ده. خيال هم د نړۍ د ادب په تاريخ کي له يوناني ادبه، چي د نړۍ د ادبياتو لومړۍ دوره جوړوي تر دوهمي دورې يعني عربي ادبياتو او له هغه وروسته تر دريمي دورې چي فرانسوي ادبيات دي او تر اوسه ادامه لري راغلى دى، او يو له هغه موضوعاتو څخه دى چي ليکوال، شاعران او څېړونکي هر يوه بېل بېل تعريف کړى دى.
خو په ټول کي ئې تقريباً مانا يو شان ده، يوازي لفاظي ئې بيلي دي، خو بيا هم تر ټول جامع تعريف چي تر اوسه موږ ته په لاس راغلى دى دا دى:
(خيال هغه باطني پديدې ته وايي، چي د هغه په زور سره موږ غيري عادي حالتونه، انځورونه او پيښي درکولاى سو، يعني هغه غيري محسوسه معقوله پديده ده، چي د انسان ذهني کيفيت يوازي هغه ته لاس برى لري.)
خو په اصطلاحي مانا خيال يو مافوق الطبعي پديده ده، چي په هر انسان کي د هغه انسان تر توانايي پوري موجوده ده، يا په بله مانا هر انسان خيال لري، ولي ځيني ئې د بيان توان لري ځيني نه. يا په بل عبارت خيال د هغو افکارو اساس او بنسټ دى، چي تر ډېره ځايه امکان نه لري او يوازي يو ذهني کيفيت دى چي انسان ئې کولو ته لېواله دى، مګر توانايي ئې نه لري، يعني خيال يو ډول رښتيا درواغ دى، يعني خيال وجود لري مګر عملي کېدل ئې نا ممکن دي، ځکه که چيري خيال عملي سي بيا خيال نه پاته کيږي په عمل بدليږي او موږ خيال نه سو ورته ويلاى.
خيال په شعر کي داسي يوه قوه ده، چي لوستونکي او اوريدونکي يوې غيري حقيقي نړۍ ته بيايي. انسان په مانوي او فکري لحاظ داسي کارونه کوي، چي عملاً محال وي انسان ته په لاهوتي نړۍ کي د الوت وزرونه ورکوي، انسان له خپل مادي وجود باسي او يوې داسي مانوي نړۍ ته ئې رسوي چي هغه ئې هيله لري او د هغه د ژوند تر ټولو ستر ارمان وي.لکه په دې څلوريځه کي:
((د آسمان پر مخ کي يو هلال راخيـژي
زما د يار پر مخ جوړه هلال ختلــــــــــــي
په ليدو که د يوه هلال اختر ســـــــــــــي
ګلبيدار خوشبخت جوړه هلال ليدلي[1]))
پورته څلوريځه چي هر څوک اوري يا لولي، هغه په يوه حال کي ځان ته څو بېلابيلي نړۍ جوړوي، د يار ښکلي سترګي، سپينه سپوږمۍ د شپې تياره او د مينو د راز او نياز دنيا او بيا په اخير کي د وصل وخت يعني له روژې وروسته سمدستي اختر لکه له اوږده بيلتون وروسته د يار وصلت دا ټول هغه څه دي، چي خيال ئې بللاى سو، مګر دا هغه وخت خيال دى، چي محال وي او که چيري محال نه وي نو بيا په عمل بدليږي خيال نه پاته کيږي.
افغانستان کې دوه طبقې مظلومان دي. لومړی ښخینه طبقه ده چې د کندهار د یوه جاهل د لاسه امرثاني ته انتظار کوي او يله مظلومه طبقه د پوهنتونونو د ادبیاتو د پښتو د څانګې محصلان دي چې دا نو تر ښځینه طبقې هم مظلوم دي، ځکه چې د امر ثاني هیله هم ورسره نشته. الهي په خپل فضل او کرم يې چاره وکړې.