د اردن، فلسطین او عربستان یونلیک
د ۲۰۲۳ کال د فبروري د میاشتې درېیمه نېټه او د جمعې مبارکه ورځ ده، د سهار تر لمانځه وروسته مې د کور له لویې کړکۍ د باندې وکتل. د جوپر ونه په تکو سپينو واورو کې داسې پټه وه لکه ناوې چې سپین بخمل کمیس اغوستی وي. مېرمنه مې لا هم پر جاینماز ناسته وه. خدایزده چې کوم وظیفات او مناجات یې پر شونډو ګرځېدل:
- بېګا خو بیا واوره ډېرۍ شوې ده.
- خود نو، زمهریر کله بې واورو پاتې کېږي.
- پروسږکال خو یې همدا وخت ژوند په ټپه درولی و، لکه چې بیا…
زما خبره یې راغوڅه کړه.
- دمیشیګن یخ خو مې بلا غوندې بدې شي. لغمان سم جنت و، جنت. هم به دې له اوړي خوند اخیسته او هم له ژمي. دې میرات مړی وطن کې مو په لمر پسې سترګې ووتلې.
- ځه ښه ده چې دننه کور ګرم دی کنه بیا به مو څه کول.
- څه به مو کول. هېر دې شول پروسږ کال چې د کور هیټ خراب و، ټول ماشومان په بړستنو کې تاو ګرځېدل. ته خو ځې بیا دې خدای خیر کړي.
- نو چې خراب شو ته خو یې کنه. که زه مړ شم بیا به څه کوې؟
- چپ شه، ښې ښې خبرې وکړه. د خدای کور ته روان یې.
جاینماز یې راټول کړ، راغله زما څنګ ته ودرېده او د باندې یې کتل.
ژمی خو هسې هم د میشیګن ایالت کې د زاره چاودون موسم دی. سږ کال فبرورۍ میاشت هم بې واورو نه ده. پر سړک پرتو واورو باندې د موټرو د ټایرونو نښې ښکارېدې. یو لوی ټرک چې رنګه څراغونه یې مخې او شا ته ځلېدل ورو ورو روان و او پر سړک یې مالګه شیندله. د کور مخې ته ونې هم په واورو پوښل شوې وې او د سړک د غټو څراغونو رڼا کې داسې ښکارېدې لکه د ناوې خورلڼو چې سپین زري جامې اغوستې وي. دروازه مې لږه خلاصه کړه چې د باندې هوا وګورم. هوا سړه وه، یو ګرم جمپر مې را واخیست چې د باندې مې یخ ونه شي.
یو ځل بیا مې د کوچونو خوا کې خپلو غوټو ته وکتل. که رښتیا ووایم نن شپه مې ټوله ددې بیکونو په خلاصولو او بندولو تېره کړې ده. دا وروستي ساعتونه خو لږ هیجاني او مضطرب غوندې یم. د ویرې او خوشالۍ یو عجیب احساس لرم. اندېښنه مې داده چې زه په یو اوږد سفر روان یم هسې نه ضروري وسایل رانه کور کې پاتې شي. ددې ورځ رسېدو ته سخت لېواله وم. ما تر دې مخکې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي، خو دا ځل څو هېوادونو کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېږم. هلته هغه مقدس ځایونه او زیارتونه ګورم چې له ډېره وخته یې ما د لیدلو هیله لرله. د خوشالۍ خبره خو دا ده چې د سفر ډېرې چارې راته بل څوک سنبالوي، نه د ټکټ اخیستلو تشویش لرم او نه د هوټل او ټرانسپورټ غم راسره دی. دا هغه کارونه دي چې تنظیم او ترتیب یې ډېر وخت او پخه تجربه غواړي. زه د اوس لپاره یوازې پر همدې فکر کوم چې دغسې چانس په ژوند کې یو ځل انسان ته برابرېږي، زه باید د سفر له نویو تجربو زده کړه وکړم، نویو کلتورونو او فکرونو ته غېږه خلاصه کړم.
د کتابونو د المارۍ څنګ ته تر تتې رڼا لاندې د موبایل چارجر ته مې پام شو ژر مې را واخیست او په بیک کې مې کېښود. اشپزخانې ته لاړم، لور مې د شپې راته پیکوړې پخې کړې وې چې له ځان سره یې واخلم. هغه مې راواخیستې یو دوه دانې مې له چکني سره وخوړلې. په سهار کې ترخو مسالو لاهور را یاد کړو. یو وخت له پېښوره د کتابونو د چاپولو لپاره لاهور ته تللی وم. همدغسې سهار ملا اذان اډه کې له موټره ښکته شوم. د لاهور پر ښار نایل خور و، هوا خړه پړه او ګرمه وه. که څه هم زه له ګرمۍ سره بلد یم خو دا بل ډول ګرمي وه، په افغانستان کې یې کلیوالي خلک لمده ګرمي بولي. زړه مې سست سست کېدو. د اډې یوه کونج کې مې تر یوې تتې رڼا لاندې څو کسانو ته پام شو چې تر یوې لویې تبۍ ډوله کړایۍ شاخوا ناست وو. زه هم ورغلم د ځیګر کړایي وه او د ترخو شنو مرچو او مسالو بویونه پورته کېدل. ترخه کرایي چې مې وخوړله لکه په وجود کې یې وینه راویښه کړې وي. ایله مې پښو کې لږه شیمه پیدا شوه. د لاهور په همدې سفر کې زه په دې راز پوی شوم چې ولې د ګرمو سیمو خلک مرچ ډېر خوري. مېشیګن سره له دې چې ګرم ایالت نه دی، خو موږ افغانان په کې لا هم خپل عادت پالو او خواړه بې مرچ او مسالې خوند نه راکوي. پیکوړې خو بیخي بې له ترخې چکنۍ له ستوني نه تیریږي. یو څو دانې پیکوړې مې بیک کې هم کېښودې، د چکنۍ د وړلو چاره نه وه کنه هغه مې هم ځان سره را اخیستله.
مشر زوی مې بصیر راباندې غږ کړل:
- پلاره بس درنه لاړ نه شي.
- لا خو وخت لرو.
بصیر زما دې سفر ته خوشاله دی. زما چې قریب اته کاله امریکا کې د بېکسۍ له بابته ژوند په دفتر او کور پورې محدود شوی، زیات وخت په کور کې اوسېږم، ډېری وخت چې مې زړه تنګ وي په وړو وړو خبرو احساساتي کېږم او دی تل راته وایي چېرته چکر ته لاړ شه چې لږ دې فکر بدل شي.
اوس چې راته دداسې مقدس سفر لاره خلاصه شوې د چا خبره په جامو کې نه ځایېږم. له خوشالۍ مې ان یوه میاشت دمخه د ضروري وسایلو ټولولو او اخیستلو ته شروع کړې وه. کوم ارګنایزیش چې زموږ سفر ترتیب کړی هغوی هم یو چیک لیسټ رالېږلی دی، خو پر هغه سربېره کوم شیان چې په سفر کې په کارېدل هغه مې په ډېر دقت انتخاب کړل او په امازان کې مې انلاین واخیستل. په بیک کې مې یو ځل بیا ګرمې او نرۍ جامې، د مطالعې وړوکی ټابلیټ، د موبایل او کمپیوټر چارجرونه او چارج بانک، د اوبو بوتل، عینکې، عطرونه، د یادښت لیکلو کتابچې او ټول لوازم تر سترګو تېر کړل.
مېرمن مې څو ځلي د کور دویم پوړ کې د خوب کوټې ته پورته شوه چې ځان ډاډه کړي څه شی رانه پاتې نه شي. که مبالغه ونه کړم دا نو تر ما او بصیر هم زما سفر ته ډېره تلوسه لري. دلیل یې دادی چې زه د کومو سپېڅلو ځایونو دیدن ته روان یم دا له هغو ځایونو سره تر ما هم ډېره مینه لري. پوهېږي چې زه به له ډېرو کیسو او خاطرو سره بېرته راځم او بل وار به که خدای کول دا هم بوځمه.
بصیر زما بیکونه ګراج ته یوړل او په موټر کې یې کېښودل.
له دروازې چې ووتم مېرمنې مې یو جام اوبه راپسې وشیندلې. سره له دې چې زما سفر ته خوشاله وه خو په سترګو کې یې دا لنډۍ لوستل کېده:
تا د سفر موزې په پښو کړې
د زیړو ګلو باغ په چا سپارې مئینه
یو ځل بیا یې راباندې غږ کړل: د یادښت کتابچه دې بیک کې کېښوده؟ ګوره د سفر جزئیات دې ولیکې، ښه ډېر عکسونه او ويډیوګانې هم واخله. د شپې مې خپلو ماشومانو سره خدای پاماني کړې وه، سهار مې له خوبه راجېګ نه کړل. بصیر موټر له ګراج نه راوویست او د بسونو سټیشن ته وخوځېدو.
زموږ له کوره تر بس سټیشنه لس دقیقې لاره ده. پر لاره د بصیر ټینګار دا و چې نن پوهنتون نه لرم، زه به دې د Detroit هوایي ډګر ته ورسوم. د Michigan ایالت Lansing ښار نه تر Detroit هوایي ډګره بس کې څه کم دوه ساعته او په واړه موټر کې یو نیم ساعت لاره ده. خو زما بس خوښېږي. یو خو دا چې د ډریور او موټر مسوولیت را ترغاړې نه وي، بل دا چې زه معمولاً په کې مطالعه یا خوب کولی شم. که د کورنۍ کوم غړي یا ملګري سره په موټر کې لاړ شم بیا نو مجبور یم له دوی سره خبرې وکړم او چې کله یې رخصتوم تر ډېره مې ورته سودا وي چې پر لاره یې کومه حادثه نه وي کړې.
سهار پنځه بجې وې چې بصیر East Lansing کې د بس سټیشن سره نږدې پارکینګ کې موټر ودراوه. دا بس سټیشن ددې واړه ښار په Down Town کې دی. شاوخوا یې د پوهنتون ساحه او مارکیټونه دي. تر ما دمخه نورې سورلۍ هم رارسېدلې وې. بصیر راسره بیکونه تر موټره یوړل.
یوه مینه ناکه غېږه یې راکړه:
- پلاره! ښې ډېرې دعاګانې راته وکړې.
- سمه ده، خو ګوره بیا به د مور ننګه نه کوې.
- هههه. په خیر لاړ شې.
بصیر مې رخصت کړ او زه بس ته وختلم. د کړکۍ خواته مې بیکونه کېښودل، څنګ ته یې کېناستم. زړه مې و چې ټول سیټ به ځان ته وساتم، خو یو بل دنګ، تنه ور امریکایی مې سر ته ودرېد:
- Can I set here.
شاوخوا مې وکتل، یو دوه سیټونو کې ځای و، خو هلته ښځې وې. د سړي لکه چې هلته واره رانغله.
- No problem, Please.
زه د کړکۍ خواته کېناستم. بس ورو ورو له ډاون ټاون نه ووت او های وې ته یې ټایرونه برابر شول. د سحر په پلوشو کې په واورو پوښل شوي ځنګلونه، غونډۍ او میدانونه ډېر ښکلي ښکارېدل. یوه شېبه مې په لمرخاته کې ځنګلونو او کروندو ته وکتلې. په زړه کې مې ویل اوړي کې دا ګڼ ځنګلونه او شنې کروندې څومره زړه راښکونکي وي. تېر پسرلی چې په همدې لاره تېرېدلو مېرمنې ته مې ویل زموږ خلک شین لغمان، سمسور لغمان او ننګرهار ته د ګلو هار وایي، خو که ددې وطن شینوالی او طبیعي ښایست وګوري نو دې ته به څه وايي.
مطالعې ته مې زړه وشو، خو بیک مې پورته تاخچه کې ایښی و. پورته مې وکتلې ګاونډی لکه چې پوی شو:
- بیک دې را اخلې؟
- هو، لیپټاپ مې هلته ایښی.
له خپله ځایه چست پورته شو. لاره یې خلاصه کړه.
بیک نه مې لېپټاپ راواخیست. چې بېرته کېناستم.
سړي لاس را اوږد کړ. غټ دروند لاس یې و. زما پنجه یې لږه کېګاږله خو ما پوست لاس ترې راکش کړو.
- ویلیم.
- عزت الله.
- ایزاټولا، صحیح مې وویلې؟
- هو، تر ډېرو نورو خلکو ښه.
ما لېپ ټاپ خلاصولو. ده ورته وکتل، په خندا:
- I hate computers
- ولې؟
- بیخي مې ورباندې سر نه خلاصېږي.
- څه کار روزګار؟
- پلار مې بزګر و، زه پر پیاده لارو کانکریټ اچوم، خو اته ورځې وروسته تقاعد کېږم. اته ورځې کم پنځه شپېته کاله. یو سوړ اسویلی یې وکړ، څومره ژر تېر شول.
- ځکه خو دې لاس قوي او کلک و.
- وبخښه زه پوی نه شوم چې ستا لاس ته مې فشار ورکړی
- نام خدای، تر ما تکړه یې. سینچري وهې که خیر وي.
- هیله خو مې ده چې ۹۵ کاله ژوند وکړم ( په خندا) پلار مې ۹۷ کلنۍ کې مړ شو.
- زما خو همدا اوس زبون وهل شوی. ځان راباندې بوج دی.
دی لکه چې زما په خبره پوی نه شو.
- د زړه تکلیف به وي. زه هم ستړی کېدم. د زړه یو وال مې بند و. جراحي مې وکړه اوس روغ رمټ یم.
- زه به لږه مطالعه وکړم، که خوب راباندې راولي. ۱۲ ساعته پرواز لرم، الوتکه کې خوب نه شم کولی.
- ښه وبخښه.
کمپیوټر کې مې یو فایل خلاص کړ، خو لا مې هم مغزو کې دده خبرې ازانګې کولې. په دې خبره مې چرت وهه چې دلته اتیا کلن ناروغ ته هم انجیوګرافي وشي، د زړه شریانونه یې پاک سوتره شي، خو زموږ وطن کې د زړه ناروغۍ پنځه ویشت کلن زلمي خاورې کړي. که طبابت مو ښه کولی نه شو، لږ تر لږه د صحي ژوند طرز خو انتخابولی شو. لږه بوره، لږه مالګه، لږ غوړي، ډېر سبزیجات او مېوې، ډېرې اوبه څښل او هره ورځ یو څو زره قدمه پلی تګ مو له ډېرو مرګونو ناروغیو ساتلی شي.
د ویلیم زړه له خبرو ډک پاتې شو. امریکا کې زیاتره سپینږیري خبرو ته سړی لټوي. زما یو ګاونډی دی جین نومېږي. له سهاره تر ماښامه ګراج کې ټلویزیون ته ناست وي. چې کله ورباندې سلام واچوم بیا مې په هغه سلام پښېمانه کړي. داسې پخه غوره شروع کړي چې د تېښتې لاره راباندې ورکه کړي. لامل یې ښایي د غرب انفرادي ژوند وي. هغه ټولنیز ژوند چې شرقیان لري، غربیان یې نه لري. د ګونګټې خواري یې ده. د دنیا نعمتونه او سهولتونه اولادونو ته برابر کړي، خو چې کله بلوغ ته ورسېږي لکه د مرغۍ بچي ترې والوځي، بیا یې په کال کې یو ځل هم پوښتنه نه کوي.