پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسېلابونو روانه میاشت ۵۴۰ تنه افغانان مړه کړٍي

سېلابونو روانه میاشت ۵۴۰ تنه افغانان مړه کړٍي

تاند (سې شنبه، د جوزا لومړۍ)  د خوړو نړيوال پروګرام د افغانستان د روانې میاشتې د بارانونو او سېلابونو له امله د ٥٤٠ تنو د مړینې خبر ورکړی.

 د دغه سازمان یوه ویاند ضیا الدین ساپي ویلي، چې دوی زیانمنو ته د مرستو په نه رسېدو هم اندېښمن دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سږ کال لپاره لس میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې پنځلس فیصده ترلاسه کړي دي.

دې ادارې بیا- بیا په افغانستان کې د مرستو لپاره د خپلې بودیجې له کموالي شکایت کړی، خو ظاهراً تر اوسه یې شکایتونو کوم ځای نه دی نیولی.

د افغانستان د روانې میاشتې د سېلابونو تر ټولو زیات زیان بغلان ولایت ته واړوه.

اوس اندېښنه ده چې د سېلابونو د تاوان لړۍ به دوام ولري او ختیزو ولایتونو  ته وغځیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...