شنبه, جولای 27, 2024
Home+د ژوند له مداره وتلي ستوري

د ژوند له مداره وتلي ستوري

عبدالوهاب مومند
 د کتابونو بازار ته تازه چاپ شوی اثر
 د ژوند له مداره وتلي ستوري؛ په کابل کې داجمیر داود زي مطبعه په ښه صحافت د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
 د یاد کتاب لیکوال ښاغلی حسیب الله هېوادمل دی، چې دا یې لومړنی چاپي اثر بلل کېږي. دغه کتاب درې لیکنې، یوه سریزه او ۱۷۸ مخونه لري.
 په کتاب باندې الشیخ مولوي احمدشاه حقاني (د میدان وردګ ولایت د جهادیه مدرسې مهتمم)، الحاج شیخ القرآن و الحدیث مولوي صفت الله حقاني (د وردګ پوهنتون ریئس) او الحاج شیخ حضرت ولي حقاني لیکنې کړي دي.
 «د ژوند له مداره وتلي ستوري» کتاب کې د شیخ اباد جهادي درې د ۵۸ سپېڅلو شهیدانو ژوندلیکونه، کارنامې او خاطرې رانغاړل شوي دي چې هره کیسه یې له درده ډکه او ژړغونې بلل کېږي؛ مانا دا چې دا موږ ته په مستند ډول را ښيي چې شل کاله اشغالګرو په مجاهدینو باندې کوم ظلمونه او ناورینونه ترسره کړي دي.
هېره دې نه وي له دې مو هم خبروي چې مجاهدینو بېرته څه ډول غاښ ماتونکې مبارزه له امریکايي ځواک سره کړې ده او خپل بدنونه یې څنګه قرباني کړي دي.
 د خپرندویه ټولنې په حواله «د ژوند له مداره وتلي ستوري» نومې اثر اوس د افغانستان مشهورو کتابپلورځیو کې موندلی شئ.

1 COMMENT

  1. د هیوادمل صاحب يې خانه اباده چې د محل د تاریخ یوه برخه یې ثبت کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب