جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهلیکوال او شاعر عزت الله ځواب له بنده خلاص شو

لیکوال او شاعر عزت الله ځواب له بنده خلاص شو

تاند (سې شنبه، د جوزا لومړۍ) شاعر، لیکوال او د مینې مجلې چلوونکی عزت الله ځواب له څو میاشتې بند وروسته نن (دوشنبې) خوشي شو.

عزت الله ځواب د جدې د میاشتې په پیل کې په داسي حال کې ونیول شو چې له کابله جلال اباد ته روان و.

هماغه مهال د عزت الله ځواب زوی عطاالله ځواب په خپل فیسبوک کې ولیکل چې پلار یې د مینې مجلې د نوې ګڼې د چاپ د ډیزان لپاره جلال اباد ته روان و چې د څو ساعتونو لپاره نادرکه شو.

ده دا هم لیکلي و چې وروسته له یوې شمېرې زنګ ورته راغی او پلار یې ورته وویل: «عطاءلله بچيه زه يوه ستونزه کې يم، مجاهدينو راوستی يم.»

عزت‌الله ځواب په ننګرهار ولايت کې اوسیده خو د جمهوریت له پرزېدو وروسته کابل ته کډه شو او د مینې مجلې پر چاپ سربېره یې د مازدیګر کتابپلورنځي چارې هم سمبالولې.

مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.

دا مجله پر ۱۳۸۱ کال پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.

عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي چې تر ډېره پکې د ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.

نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت هم سختې نیوکې کولې او بندي شوی هم و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب