شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهترکیې د ایران د ولسمشر په مرګ ماتم اعلان کړ، امریکا وایي...

ترکیې د ایران د ولسمشر په مرګ ماتم اعلان کړ، امریکا وایي مرګ کې یې لاس نه لري

تاند (۳ شنبه، د جوزا دویمه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره ملګرو په مرګ، چې د هلیکوپټر د سقوط له امله د یکشنبې په ورځ رامنځته شو، د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

تر دې مخکې پاکستان، سوریې او لبنان هم د ایران په څېر د ملي ماتم اعلان کړی و.

له رئیسي سره د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هلیکوپټر لوېدو پر وخت د هغه د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان او یو شمېر نور کسان هم ملګري وو، چې ټول وژل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف تور پورې کړی، چې امریکا پر ایران د هوایي شرکتونو په برخه کې د بندیزونو له امله په نا مستقیمه توګه دغه پېښه کې ښکېله ده.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین بیا دا ډول څرګندونې رد کړي او ویلي، چې په دې پېښه کې د امریکا نه لاس لرل یو څرګند واقعیت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو میلر د ګڼو نورو هېوادونو د دیپلوماتیکو سرچینو په شان په دې اړه ایران ته د تسلیت پيغام اعلان کړی.

تازه: د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د مرګ خبر تایید شو – تاند (taand.net)

د ایران د جمهور رئیس مړینه به یوه تصادفی پیښه وه او که یا!!! – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب