شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهتازه: د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د مرګ خبر...

تازه: د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د مرګ خبر تایید شو

تاند (۲شنبه، د جوزا لومړۍ ) د هلیکوپټر د لوېدو پېښه کې یې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د وژل کېدو خبر رسماً تایید شو.

د ایران تسنیم خبري اژانس تازه د نوموړي د وژل کېدو خبر تایید کړی، خو په اړه یې مفصل جزیات نه دي ورکړي.

سرچینې ویلي، چې رئیسي سره نور ملګري هم په دغه پېښه کې وژل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان هم له هغه سره په چورلکه کې یو ځای و.

د نورو وژل شویو کسانو نومونه په ډاګه شوي نه دي.

ابراهیم رئیسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان سره څېرمه پروت دی، د «قیز قلعه سي» په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.

دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

 ۶۳ کلن ابراهیم رئیسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

1 COMMENT

  1. دا شخص ټول عمر له اسلام او سنت النبی ص سره دښمنې کړئ، او د اصحاب الر سول ص د نعوذ بالله د تکفیر تر څنګ یې د ازواج الرسول ص په حرمت یې شیطاني بهتانونو د لږولو ملاتړ کاوه. همدارنګه د ډیرو بیګناه مسلمانانو (سنیانو) په اعدام کې یې لاس درلود. اوس د حق ځاې ته ورغى او ځواب به ورکوئ.
    علیه من الله ما یستحقون ( الله ج دی هغه څه ورکړي د کوم څه چې مستحق وئ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب