شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد هند صدراعظم چابهار بندر له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د...

د هند صدراعظم چابهار بندر له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د وصل لار وبلله

تاند (دوشنبه، هند ته د چابهار بندر د یوه ترمینل د سپارل کېدو له قرارداده وروسته د دغه هیواد صدراعظم نریندرا مودي وویل، ډيلی به هڅه وکړي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي.

په وروستیو کې هند او ایران د چابهار بند د فعالیت لس کلن تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې د دغه بندر د شهید بهشتي ترمینل هند ته سپارل کېږي.

ښاغلي مودي له یوې هندي ورځپاڼې سره په مرکه کې له ایران سره د چابهار بندر د عملي چارو د پیلولو لپاره د ۱۰ کلن تړون لاسلیکول یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې ډیلي به د دې بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د وصلېدو لپاره کار واخلي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې نن (دوشنبې) د نریندرا مودي له قوله لیکلي: “هند د چابهار بندر له لارې نه یوازې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی، بلکې د شمال-جنوب د نړیوال ترانسپورت دهلېز له لارې هم هند ته ژمن دی. د منځني ختیځ – اروپا اقتصادي دهلیز به هڅه وکړي.»

د چابهار بندر پراخول د ایران، هند او افغانستان ترمنځ یوه درې اړخیزه پروژه ده، چې تړون یې په ۲۰۱۵ کال کې د نریندرا مودي، حسن روحاني او محمد اشرف غني ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو. د تړون یو مهم هدف دا و چې افغانستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه د ایران له لارې نړیوالو اوبو په ځانګړې توګه له هند سره وصل کړي.

هند په ۲۰۱۳ کال کې د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه؛ خو په ۲۰۱۶ کال کې تهران ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له سفر وروسته په دغه بندر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري رامنځته شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب