Homeخبرونهواټس‌اپ پر یوه نوي فیچر کار کوي

واټس‌اپ پر یوه نوي فیچر کار کوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴ مه) واټس‌اپ د یوه نوي او په زړه پورې فیچر پر جوړولو کار کوي چې تر یوه بریده د فېسبوک له هغه فیچر سره ورته والی لري چې خلکو ته د زوکړې ورځې ور په یادوي.

د WABetaInfo د راپور له مخې، د آیفونونو لپاره د واټس‌اپ په ازمیښتي یا بیټا نسخه کې د زوکړې ورځې د یادونې فیچر څرګند شوی دی.

د دې فیچر له لارې به واټس‌اپ کاروونکو ته د خپلو دوستانو او خپلوانو د زوکړې ورځ ورپه یادوي. په دې توګه به کاروونکي د کلیزې یا تقویم د بېلابېلو اپلېکېشنونو پر ځای، د واټس‌اپ له دننه څخه د خپلو دوستانو او کورنۍ د غړو د زوکړې ورځې تعقیب او په یاد ساتلی شي.

د راپور له مخې، کاروونکو ته به د هغوی د ثبت شوو اړیکو د زوکړې ورځو په اړه خبرتیاوې ورکول کېږي. کاروونکي به کولی شي له همدې خبرتیا څخه مستقیمه چټ‌پاڼه پرانیزي او اړوند کس ته د زوکړې مبارکي ورکړي.

راپور وايي، په آیفونونو کې د «اپډېټس» برخې پر ځای د «کانټکټس» یا اړیکو نوې برخه هم رامنځته کېږي او د زوکړې ورځې د یادونې فیچر به په همدې برخه کې ازمویل کېږي.

د دې نوي فیچر لپاره به هغه معلومات کارول کېږي چې کاروونکو د خپل واټس‌اپ حساب د جوړولو پر مهال یا وروسته ثبت کړي وي.

په ساده ډول، د زوکړې ورځې د یادونې فیچر هغه مهال کار کولی شي چې د کاروونکي په اړیکو کې د شاملو کسانو د زوکړې نېټه په واټس‌اپ کې ثبت شوې وي. که کوم ملګري یا خپلوان په واټس‌اپ کې د خپلې زوکړې نېټه نه وي ثبت کړې، نو د هغه کس لپاره به د زوکړې ورځې یادونه هم نه ښکاري.

کله چې د کوم ملګري یا خپلوان د زوکړې ورځ راورسېږي، واټس‌اپ به هغه کس د اړیکو په برخه کې د کېک ایموجي او د زوکړې ورځې له نښې سره مشخص کړي. په دې توګه به کاروونکي کولی شي ژر تر ژره هغه کس ته د مبارکۍ پیغام واستوي.

د راپور له مخې، دا فیچر لا هم د جوړېدو او ازمېښت په پړاو کې دی او د واټس‌اپ په بیټا نسخه کې هم ټولو کاروونکو ته نه دی فعال شوی. له همدې امله، امکان لري چې د رسمي وړاندې کېدو پر مهال په دې فیچر کې نور بدلونونه هم رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...