شنبه, اپریل 27, 2024
Home+جهادي شاعري / یونس تنویر

جهادي شاعري / یونس تنویر

کله چې شعر د سیاست سره وتړل شو، نو شعر وکوچېده، ځکه چې شعر یوازې د یوې نظریې لپاره نه وي. نظریې مري او بدلیږي. یانې دا د شعر صفت نه دی چې شعر دې مړ شي.

اصل کې شعر باید دایم ژوندی وي، لکه څنګه چې موږ اوس هم د شیدا، رحمان، خوشحال، غالب، حمزه، ناګار، تسنیم، درویش، بیدل، کاروان، سالک، سعود، درد، کړاو او نورو… له شاعرۍ خوند اخلو او موږ ته هر وخت نوې وي.

یونس تنویر

د نوې شاعرۍ یوه بنیادي خاصه همدا ده، چې دایم نوې وي. زړیږي نه، بې خونده کیږي نه،  دایم تلپاتې والی لري.  او دا د هغه حسن تظاهر دی، چې دایم په نوي شان کې راڅرګندیږي. یانې کله چې خالق په هره ورځ په نوي شان کې وي، نو بیا مخلوق ولې د نظریې په اساس وتړل شي او ولې د شعر لپاره یو کالبي حیثیت غوره شي؟؟؟

سیاست دا غوره ګڼي، چې دایم شعار پاتې شي. یانې یو شاعر چې د یوې نظریې لپاره شاعري کوي، د جوش ماحول به یې ګرم وي، مګر د هوش ماحول به یې بیخي مړ وي او جوشانده اوبه هم سړیږي. مګر چې کله هوش را وخوټیږي، نو بیا هیڅ نه سړیږي.

شاعر باید د مختلفو رنګونو د امتزاج څخه هغه شکل انځور کړي، چې دایم په نوي شان کې وي او دایم حیات وي. موږ عادي خبرو ته، لکه سیاست په شعر کې ځای نه وینو.

شعر د نړۍ ترمنځ یو مشترک ارزښت دی، چې هره ټولنه د خپلو نفسیاتو له مخې پکې څرګندیږي. شعر باید با ارزښته وي. او ارزښت تلپاتې او نوی وي.

شعر د مزخرفو بیانونو مجموعه نه ده؛ بلکې شعر د لطیفو خبرو تابلو ده. شعر د هغو مزخرفو شیانو په تذکر مري، چې انسان ته تاوان رسوي. شعر د هغو واهمو مجموعه نه ده، چې انسانان په تشویش کې واچوي؛ بلکې شعر د هغو خبرو ټولګه ده، چې انسان ته بصیرت او اجتهاد ورکوي.

شعر د هرې ورځې د ژوندي تصویر ښکالو ده، چې دایم په نوي شان کې راڅرګندیږي. شعر د هم هغه کیفیت انځور او تصور دی، چې د لامکان حیثیت هم لري او د لا زمان حیثیت هم لري.

شعر د تناسباتو، کیفیاتو، ادراکاتو، واهمو، تخیلاتو او تضاداتو  یو ګډ شکل دی، چې د انسان حواس، عواطف او تجربې را څرګندوي.

شعر معما نه ده، بلکې مشاهده، تصور، تظاهر، معنی او مضمون دی، نو بیا هم وایو، چې شعر سیاست نه دی؛ بلکې عشق دی، اخلاص، صداقت، حسن او دور اندیشي ده.

شعر دې نور د جهاد له سنګره راښکته شي او د فنا في الله د مشاهدې د حالت او کیفیت تظاهر باید وکړئ، چې اوس د پښتنو ذوقونه یوازې همدې مشغولا ته تخنیږي او خلک باید په رښتني مانا په خدای(ج) عاشقان شي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب