سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد پتلون اغوستو له کبله د ښځو او د لمونځ نه کولو...

د پتلون اغوستو له کبله د ښځو او د لمونځ نه کولو په تور د لسګونه محصلينو د ډبول کیدو ادعا وشوه

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د طالبانو د وضع شويو افراطي قيوداتو په لړ کې راپورونه وايي، چې د غور په مرکز کې ۲ مېرمنې د پتلون اغوستو او د بدخشان د پوهنتون په ليليه کې لسګونه محصلين د لمونځ نه کولو په تور د طالبانو له لوري ډبول شوي.

د غور يو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې ډبول شوې مېرمنې پتلونونو سره بازار ته تللې وې، چې د طالبانو له سخت او تاوتریخجن چلن سره مخ شوې.

 بل لور ته: د بدخشان پوهنتون یو شمېر محصلینو ويلي، چې طالبان اوړمه شپه د پوهنتون پر ليليې ننوتي او باوجود د دې چې محصلینو د روژې تراویح کړې وې، لسګونه تنه یې د لمونځ نه کولو په تور ډبولي دي.

طالب چارواکو د دواړو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دا کړنې په ملي او نړيواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ کیږي.

يو شمېر شنونکي دا ډول کارونه نه یوازې د طالبانو د حکومت ختمیدو، بلکې د افغانستان د لا خرابۍ هڅه ګڼي او ټينګار کوي، چې طالبان په دا ډول کارونو ملت د ځان خلاف منسجموي.

5 COMMENTS

  1. آخ تاندوالو بیا مو ویلی دی.
    یو وخت دمالیی او خارجه وزارت همداسی درواغ ویلی وو. بیا هغه افشا سول. اوس مو بیا ویلی. ستاسو فرض ده چی تحقیق وکړی. دطالبانو اعلان دا هم ښیی چی دتلتکو مقاومتیانو دا خبره لیکلی وی او دافغانستان بدنامی کوی. نو باید تاسی دیو ژورنالیست وظیفه ادا کړی او تحقیق وکړی.
    غور کی هغه ده چی دغلامانو او مفسدینو ورکولو پروسه روانه ده. هغه مفسد خلکو به دا ویلی وی. بدخشان خو بیا دلنډغرو ځای دی.

  2. ثابت صاحب دا تاندوال د کرزي په دسترخوان لوی شوي خلک دي، خپله هېڅ نه شي کولای خو په تخریب کې ډېر ماهره خلک دي. دوی همیش درواغ او پروپاکنډ کوي. دوی د لنډغرو په وخت هر څه ترلاسه کول او بیا یې د راتګ په ارمان دي. دا اسلامي نظام دی او څرنګه کېدای شي چې د ډیموکراسۍ تمه ترېنه ولرو. زه طالب نه یم خو په خپل هېواد مې سخت زړه سوځي. مننه

  3. تاندوالو تاسو اکثره تبصری خبله لیکی . به دی کی مو هم چل دی.
    تاندوال داشرف غنی تبلیغی فسبوکیان دی تل دهغه لباره لابی کوی. او دوکتر غنی نه مو گته اخیستی ده , ناولو برچمیانو

  4. دومره درواغ او بنا موسی ښه نده ما يرون له خپلو ورېرو سره چې طالبان دې خبره وکړي دا خبرې هیڅ حقیقت نلري ! دا د شمال دلنډغرو پرو پاګنده ده ! او ګورۍ دا عکسونه یې هم ژاړه دي !! هغوی چې په فحشا او هیواد پلورلو نه شر میږي نو پر داسې درواغو کله شر میږي !

  5. مخمد
    تاندوالو د دکتور اشرف غنی بر سر کوچ لگول او غلتی د دروغو مشوره ورکول .همدا سی بی اقلو اشرف غنی دخبلو گتو لباره خراب او ناکام کر. کرزی تاندوالوته واشه نه اچول او نه یی زانته نژدی کول . گرنه دوی دیر هسه وکره. زما یو خبلوان د ۲۶ کالونه ارگ کی نوکری و . که اوس دوستم رشید دارگ چوکیدارشی هغه ته به هم زان نژدی کاندی. دا چوتران دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب