یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهیوه بل افغان ځوان هم خپل تحصیلي اسناد وسوزول

یوه بل افغان ځوان هم خپل تحصیلي اسناد وسوزول

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې یوه بل افغان ځوان چې نوم یې نه دی یاد شوی، خپلو تحصیلي اسنادو ته اور ورته کړی دی.

تر دې مخکې او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو څخه وروسته هم ګڼ شمېر افغان ځوانانو تر ماسټرۍ پورې اسناد وسوزول.

ډېر شمېر افغان ځوانان وروسته له هغه نهیلي شول چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني چې ډېر افغانان یې د لوړو زده کړو پر ضد د مبارزې وزیر بولي، په یوه وینا کې وویل چې یو عادي طالب له لېسانس، ماسټري او دوکتورا لرونکي څخه ډېر فضیلت لري.

پښتون سیاستوال او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک څه موده وړاندې وویل چې د افغانستان موجود نظام چې په راس کې یې د پاکستان له دیني مدرسو او په ځانګړې توګه له حقانیه مدرسې څخه فارغ شوي ملایان قرار لري، مستقیما له اسلام اباد څخه اداره کیږي.

ښاغلي خټک د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار معید یوسف هغه خبره یاده کړه چې ویلي یې وو د بېلابېلو وزارتونو د استازو په شمول یوه کمېټه یې جوړه کړې چې طالب واکمنو ته مشورې ورکوي او چارې ورسره اداره کوي.

ویل کیږي چې د تېر کال د زمري‌ په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک له بیا ترلاسه کولو څخه وروسته په افغانستان کې اقتصاد د صفر خوا ته روان شو، بهرنۍ مرستې ودرېدلې، اردو ړنګه شوه، ملي بیرغ وغورځول شو، اساسي قانون وځنډول شو، تعلیمي ادارې په ځانګړې توګه د ښځو پر مخ بندې یا د پردې په بهانه ټکنۍ شوې، … او په مجموع کې د افغانستان برخلیک د پاکستان په پښو کې وغورځول شو.‌

5 COMMENTS

  1. وایی اوس به دی ښه بس سی. هغه دګورموال که دشپانه خبره سوه چی ګورم یی پری ایښی وه په دی چی ډوډی یی نه بس کیده.
    چی طالبان کار نه ورکوی نو سند سوځوی. چاته ښه سوه؟ ایا دا به بیرته سند ترلاسه کړی؟ ایا دا کس به خصوصی سیکتر کی کار پیدا کړی؟ ایا که تښتیدلی وی دده شهادتنامی سوځیدل به ورته کار پیدا کړی؟ فکر نه کوم یو معقول کس دا کار وکړی. تاند باید داسی غیر عاقلانه کړنی نشر نکړی چی دطالبانو دنفرت په خاطر دافغانانو ژوند خراب سی.
    چیرته یو مشکل سته. یا خو سند بی اعتباره ده. جعلی ده او یا زما دخپلوان په ډول دروپو په مقابل کی اخیستل سوی. او یا داسی ده چی اول نمره ښیی خو څوک دده په علم باور نلری. بیا نو دبی اعتباره شهادتنامی وجود او نه وجود مساوی دی.
    شهادتنامی باید په حکومت، خصوصی سیکتر، ان جی او او یا نورو موسساتو کی وچلیږی. که دیوه دروازه بنده سی نو دنورو دروازی به خلاصی کړی. خو په دی شرط چی تښتیدلی نه وی. که دافغانستان ډاکتران او ماستران او قاضیان په غرب کی تکسیوانان دی دا ځکه چی ددوی شهادتنامی اعتبار نلری.

  2. دا ټول هغه منافقین او د لنډغرو د نسل کسان دي چې هسې ځانونه مشهوروي. اوس دې ګرځي لکه سپی.

  3. اسلامي امارت لايق ،وړ تعلیم يافته، بیطرفه کسان جزبوی.خو بی اعتباره، تخریب ،او فتنه جوړونکي مخالیفین خپلو ادارو کي نه پریږدي . همدغسي اشرف غني هم خپلو ادارو کي طالبان اوطالب پلوي خلق نه نیول حتا ترور کول يي.

  4. د اسناد و سوځول لودګي ده ، لکه چې سړی خپله تنا سلي اله پریکړي ! بدبخت ملت احمق یې اولس !!

  5. د تحصیلي اسنادو سوځول سم کار ندی . د علم زده کړه ، کسب او کمال زده کول سنت طریقه ده او الله ج د کاسبانو خوښوونکی او دوست دی . هغه کاسب چې د خپل کسب له لارې حلاله روزي ترلاسه کوي ، د الله ج حبیب او دوست دی.
    مولوي جلال الدین بلخي په خپل یوه شعر کې په الله توکل په باره کې وایی :
    گفت آری گر توکل رهبرست *** این سبب هم سنت پیغمبرست
    گفت پیغامبر به آواز بلند *** با توکل زانوی اشتر ببند
    رمز الکاسب حبیب الله شنو *** از توکل در سبب کاهل مشو
    د ټالبانو او تورتم دوره به ډېره اوږده نه وي . دا یوه پنجابي او بهرنۍ پروژه ده . دوی غواړي د افغانستان کادرونه او زده کړي ځوانان له کار او ژونده نا امیده کړي . خو دا توره دوره به ډېر ژر د افغانستان د مظلومو خلکو له سره د تل لپاره ورکه شي . د انسان لپاره الله تعالی خوځښت ، کوشش او تلاش امر کړیدی:
    وَأَن لَيسَ لِلإِنسانِ إِلّا ما سَعىٰ﴿۳۹﴾ النجم
    دا چې ټالب د خلکو امانت خپل اهل ته نه ورکوی ، د دوی کار دی ، په دنیا او آخرت کې به ملامت او مخ توري وي .

    إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّواْ ٱلْأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِٱلْعَدْلِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًا
    سوره 4: النساء, آیه 58

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب