سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د پخلاينې او اړيکو کمیسیون ته وړانديزونه

د پخلاينې او اړيکو کمیسیون ته وړانديزونه

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د خوښئ  ځاى دى چې اقلاً په اوسني وخت کې د امنيت د شتون له امله هره ورځ فاميلونو ته په جګړه کې د وژل شويو  ځوانانو تابوتونه نه ورځي، خو دا بيا د خورا زيات تأسف مقام دى چې زموږ په هېواد کې لاهم تلپاتې سولې ته سخته اړتیا ليدل کېږي.

خپلې تيرو تيروتنې نه ارزول او د تاريخ له پاڼو څخه زده کړه نه کول زموږ ستره نيمګړتيا او د ناکاميو د تسلسل لامل دى.
د غازي امان الله خان د شهامت، مترقي افکارو، پراخ ليدلوري، وطندوستي او د نوموړي د حکومت په مهال د پرمختګونو کيسې کوو، خو کله مو هم د نوموړي لخوا د هيواد د پرېښودو او  حکومت د نسکوريدو په لاملونو د علمى  سيمينارونو  نوښت نه دى کړى. د ولسمشر محمد داوود شجاعت جرئت افغانيت او همت ستايو خو د نوموړي هغه تشې  او سهوې مو کله هم تر بحث لاندې نه دي نيولې چې  د نوموړي د مضبوط حکومت په وړاندې د يوې بې ريښو ډلې دسيسه بريالي او نوموړئ  له خپل ټول فاميل سره په وحشتناکه توګه ووژل شو.

که موږ د تيرو ناکاميو د ارزونو کلتور درلوداى نو اوس حتماً پوهيدو چې خلق او پرچم ولې ورک شول. د شوروي ځواکونو په وړاندې د ملي قيام مشران نن ولې د خلکو په زړونو کې ځاى نلري. د طالبانو تير نظام کې کومو نيمګړتياو شتون درلود او ولې نسکور شو. د ژبو او قومونو په نوم د غير متجانس جوړښت په چوکاټ کې د پرديو لخوا رامنځته شوې ديموکراسي  ولې لکه د شګو ديوال نسکوره شوه؟

دغه حقیقت د درک وړ ده چې دلته په واک باندي مسلطې هرې ډلې د ملي  پخلاينې له پروسې سره سليقوي چلن کړى دى.  پرون  اشرف غني ته ځان منتخب ولسمشر ښکاريده او له سولې کولو څخه يې د نظام نړولو ته ترجیح ورکړه. همدغه شان نن امارتي مشرانو ته هم بيعت سوله ښکاري. فکر کوي چې د خپلو مټو په زور يې ناتو او امریکا تيښتې ته اړ ايسته؛  تير افغان حکومت يې رانسکور کړ، د افغانستان په توله خاوره باندي حاکم دي، افغانان يې د تير نظام له زورواکانو، غاصبانو جنګ سالارانو او مفسدينو څخه خلاص کړل، عمومي عفوه يې اعلان کړه، نو افغانان يې بايد اوامر او فرمانونه له احسان سره ومني.

شک نشته چې طالب نن د افغانستان په ټوله جغرافيه باندي سلطه لري، په ټولنه کې هغه زاړه زورواکان داړه ماران غاصبان  پيراشوټي راشغول شوي د فساد بنسټګر ورک شول او فعلاً د هيواد په هره لرې پرته سیمه کې د وسلوال مخالفت د ځپلو وړتیا هم لري، خو زموږ د هيواد تاريخ ته په کتو دا هر څه موقت ثابتېداى شي.

دوى هم په بشپړ ډول د يکه تازي،  انحصار او له حکومتولي سره د تابلدتوب په رنځونو اخته دي او ملي بنسټونه بند يراته دي. له تجربو څخه باید زده کړه وکړو. تيرې سهوې باید تکرار نشي. مخالفت که اوس کمزورى هم وي، اړينه ده چې د کورنیو او بهرنیو فکتورونو له امله په بالقوه توګه د وسلوال مخالفت د ګراف لوړيدو امکانات په نظر کې ونيسو او بالمثل عمل زموږ ستونځه لا د پيچلتيا خواته بيايي.

اوس موږ ته  د عين اليقين په توګه ثابته شوه چې هيواد په جګړو کولو او د خطرونو منلو  له لارې نه  جوړيږي.  د حکومتونو لپاره ملي بڼه درلودل او په کړنو کې يې د ملي اجماع شتون د تداوم او بريا ضمانت دى. د انحصار فکر او ولسي ملاتړ نه ترلاسه کول ستونځه نوره هم زياتوي. د پخلاينې کمیسیون ته مو سپارښتنه ده چې پخوانیو زورواکانو جنګسالارانو، غاصبانو او بدنامو مفسدو عناصرو ته د مصئونيت او امتیازاتو په ورکولو پر ځاى د هيواد بنسټيزو ستونځو حل لارو او په ملي اجندا باندي تمرکز وکړي.

څومره به پرځاى  اقدام وي چې اوسنى رامنځته شوى کمیسیون  د ملي او نړیوالو رسنيو له لارې د اسلامي نظام، هيواد او ملي ګټو د خوندیتوب په موخه او د تيرو حاکمانو د کړنو له امله د ملت د بايللى اعتماد د را ژوندي کولو لپاره خپله د لارې نقشه، د مذاکراتو اساسي موضوعات، دغه کمیسیون ته سپارل شوي واکونه او دهغو  ستونځو يادونه وکړي چې د افغانانو ترمنځ د جګړو او په هيواد کې د ناامنیو لامل ګرزي.

دا به داسې نوښت وي چې افغانان به اقلاً دومره باور ترلاسه کړي چې  اوسنى د پخلاينې کمیسیون  تيرې تېروتنې نه تکراروي او د ملي پخلاينې پروسه د دولتي امتیازاتو د ويش پربنسټ نه پيلېږي، بلکې د واکمنانو لخوا قرباني ورکول  او د مرورو افغانانو لخوا د ملي ګټو لپاره د امتیازاتو له غوښتنو څخه تيريدل د دغې پروسې روح جوړوي.

د پخلاينې په نوم د لوړې کچې کمیسیون جوړول د ستاينې وړ ګام دى، خو تاريخي تيروتنو ته په کتو باید د کميسيون له جوړولو وړاندې د ذهنيتونو په جوړيدو باندي کار شوى واى. افغانانو باید د امتیازاتو ورکولو او غوښتلو پرځاى په ملي مسایلو ستونځو او د تلپاتې حل په لارو باندې پرانستى بحثونه  کړي واى.

د امارت د چارواکو او مرورو افغانانو ترمنځ  د خبرو له پيل وړاندې باید د دواړو اړخونو ترمنځ داسې تعهد موجود وي چې په واک کې د پاتې کيدلو، واک ترلاسه کولو او په دې پورې تړلي اجنډا پرځاى به په لمړي سر کې د افغانستان د سياسي نظام، اساسي قانون او له اوسنى ناوړه حالت څخه يوه قانوني جوړښت ته د ننوتلو لپاره د ميکانيزم په جوړولو باندې د هوکړې هڅه کيږي. که  د امارت خوا د بيعت غوښتنه کوي او  مخالف اړخ په واک کې د ځان لپاره برخه  غواړي، نو د پخلاينې له کميسيون څخه د خير تمه کول به خوب خيال او محال وي.

زه منم چې د واک په مورد کې پورتني وړانديزونه منل به په ځينو مواردو کې د طالبانو او په ځينو نورو برخو کې د مرورو افغانانو منفي غبرګونونه را پاروي. ځکه چې طالبان واک غنيمت ګڼي او مخالف اړخ شرایطو او وضعیت ته له کتو پرته هوايي غوښتنې کوي، خو هغه د پښتو متل دى چې وايي “که زهر ترخه هم دي، خو رنځور ورته مجبور دى” موږ مجبور يو چې که د څلورو لسيزو غميزې ته د پاى ټکى ږدو، نو په هيواد کې تلپاتې سوله، اسلامي نظام، پرمختګونه او د ملت نورو ارمانونو ته تحقق ورکول به هغه خوب وي چې تعبير به متأسفانه ونه لري.

7 COMMENTS

  1. (همدغه شان نن امارتي مشرانو ته هم بيعت سوله ښکاري. فکر کوي چې د خپلو مټو په زور يې ناتو او امریکا تيښتې ته اړ ايسته؛ تير افغان حکومت يې رانسکور کړ، د افغانستان په توله خاوره باندي حاکم دي، افغانان يې د تير نظام له زورواکانو، غاصبانو جنګ سالارانو او مفسدينو څخه خلاص کړل، عمومي عفوه يې اعلان کړه، نو افغانان يې بايد اوامر او فرمانونه له احسان سره ومني.)
    ښه پیشنهاد دی خیر یوسی وحید سیب
    داسی فکر کوم چه دبیعت معنا دعسکری لفظ یعنی تسلیمی سره سمه فهمیدلی ده. تسلیمی یعنی صرف دسر ساتلو په خاطر چی دجنګ په سرو لمبو کی ترسره سی. داسی برداشت بیخی منفی تاثیر لری. داسی تسلیم سوی بیا هم دتسلیمی په وخت کی فکری او معنوی جنګ ته اماده وی. له بند اول دوی دخپلو حقوقو تقاضا کوی او دهغو حقوقو په زور دمخالف سره جنګ کوی. جنګ په یو نوی شکل دوام پیدا کوی او معضله اصلا نه حل کیږی.
    پورته مفهوم که طالبان لری او یا دتیر نظام چلونکی دواړه دافغانستان په ضرر دی. دروښانه آینده لپاره کوم دخیر پیغام نه لری.
    زه دکابل دشبکو ځینی خپرونی اورم، او دلته او هلته دخلکو نظرونه ګورم. زما برداشت دا دی چی ټول دتسلیمی خبری کوی او فکرا دوی دطالبانو سره په جنګ کی دی. هغه شبکی چی پردی خلکو افغانان ګمارلی چی دافغان په نوم کار وکړی او یا هغه خلک چی داستعمار په مفکوری کی لاهو دی خواسته او ناخواسته دطالبانو دنوم دلیکلو نه ډډه کوی. کوم کس چی طالبان په ط لیکی او یا امارت په الف لیکی دهغه کس دنفرت اټکل کیدای سی چی څومره افراطی دی. دافغانستان دا په نامه روشنفکره طبقه چی په داسی ژړونکی حالت کی وی نو دطالبانو نه هم تقاضا کول نامعقول ښکاری. هغوی هم داسلامی فکر نه منحرف کوی او وضع به دا وی چی دنوی نسل دټکیدلو او ځوان کیدو تر وخته به افغانستان دیو محبس شکل ولری چی طالبان به دمحبس آمرین وی او دتیر نظام جنګیالیان به دمحبوسینو په شکل اداره کیږی. دا جنګیالیان به نه آرامی لری او نه سکون او کوښښ به کوی څنګه داستعمار ودهلیزو ته ورسیږی. که دذلت په حال مړه سی هغه هم منی او افتخار کوی. افغانان دفکر کونکی وطنوال لپاره ندی روزل سوی. همدا خبره ده چی نوی ځوانان او یوڅه مشران دطالبانو دمخالفو نوی جبهه جوړه وی. همدا ددی مقدمه ده چی دطالبانو سوله شکلی وبولو، خو صرف دهغو لپاره چی دکمپیوتر او تلفون په صفحو دپیریانو په ډول مشاهده کیږی. نوی افغانستان دتسلیمسوی خلکو نه باید پاک سی. تسلیمسوی خلک باید دبیعت کونکو ذهنیت خپل کړی. که دا وسی نو دنوی افغانستان تیږه به دیو مستقیم دیوال زیری راکړی.
    بیعت دنبی اکرم ص سرمشق دی چی مسلمانان باید هغه عملی کړی او هغه شکاکین چی لا داسلام روح یی نه ده کشف کړی هغه وپوهیږی دبیعت پروسه دسولی پروسه ده او سوله شکلی نه بلکه واقعی سوله رامینځ ته کوی.
    نبی ص دهجرت نه مخ کی دیثرب له خلکو بیعت اخیستی وو. یعنی دیو حاکم په شکل نه بلکه دحکومت له جوړولو مخکی. دا په دی معنی چی دمدینی منوری حکومت دحاکم او محکوم ددواړو په نیت او هلی څلو باندی بنا وو. دواړه په خوله او عمل کی دنوی حکومت په چلولو کی او دهغه په کامیابه کولو کی ولاړ ول. بیعت یعنی تعهد او قسم پورته کول وو. قسم یعنی دخپلی ټینګی ارادی اظهارول وو. دا ددوو مخلصو طرفو قرارداد وو چی دیو بل سره به تعاون کوی او همږغی به وی. دلته بیا دحاکم او محکوم تعلقات مساویانه کیږی او دنن حکومتو چی دظالم او مظلوم تعلقات لری له مینځه ځی. ره فکر کوم چی دا دطالبانو تقاضا ده او په دی عقیده لری. دهغوی دا خوشباوری او دتسلیمسویو خلکو دتسلیمی فکر دطالبانو او دتسلیمسوی خلکو په مینځ لویه خلا رامینځ ته کړی. چی دقراردادونو په قانون کی همداسی قراردادونه فسخ کیږی چی ځګه دمتقابل اطرافو عهد او امضا په یوشی کما حقه ندی راغلی. نو مونږ ځکه وایو افغانستان بیعت ته ضرورت او ملی قرارداد ته ضرورت. خو ایا دقرارداد دامضا شرایط برابر دی؟ زه فکر کوم چی همدا دتسلیمی ذهنیت باید ختم سی.
    هغه کسان چی دسولی ناری وهی هغوی که طالب وی او تسلیم سوی کسان باید فکری تبدیلی راوړی. طالبان له تسلیم سوی کسانو نه څه تقاضا لری او ایا تسلیمسوی کسان واقعا دطالبانو له ارمانو سره موافق دی ددی سوالو جواب باید پیدا سی. طالبان باید واضح خپل ارمان ووایی او تسلیمسوی کسان باید دزړه له کومی هغه ومنی. که دا وسی نو افغانستان کامیابیږی او که نه افغانستان به هم ددنیا داستعماری نظام یعنی دیموکراسی په ګمراهی او خربدلی باندی اخته وی. تاسو وګوری چی حتی داستعمار ځالی هم له خربدلی ندی خلاصی سوی. په مستعمره دولتو کی له خربدلی پورته داولی ورځی نه وروسته دخپل قسم په ماتولو باندی اخته سی. هغوی دحکومت جوړولو قسم کوی خو په واقعیت کی دحکومت په ړنګولو اخته وی. افغانستان دتیرو شلو کلو په دوران کی همدا ترقی کړی وه چی دخربدلی او قسم ماتولو په لړ کی اول مقام ته رسیدلی وو. دا افراطی ترقی دهغوی دزوال سبب سوه. ما دمجاهدینو اتحاد هم لیدلی وو او ددوی همداسی کارو په خپل جهاد پښیمان کړم او دنوم بدی سره سره می له استعفا وروسته بیا ددوی سره کار ته زړه ښه نه کړ. اوس ګورو چی په یوکراین، سریلانکا، ایتوپیا، لیبیا، عراق او دتسلیمسویو پناه ګاه او لوی دښمن پاکستان څنګه داوسنی ذلت سره مخ دی. افغانستان باید داسی سولی ونلری چی په اخر کی دپورته ناکامه دولتو په جمله کی راسی.
    که طالبان دپخلاینی خبری کوی نو باید مرور خلک باید اول بیعت وکړی او دتسلیمی خیال ورک کړی. پخلاینه باید وروری راوړی او دا د پښتنو عنعنوی لیاره ده. پښتنوالی او فعلی استعماری پخلاینی سره تضاد لری. چی تربور پخلا سی نو بیا هغه ترټولو اول په غم او ښادی کی ولاړ وی. ایا طالبان به وکولای سی دا مرور کسان همداسی پخلاینی ته اماده کړی؟ ایا مرور کسان دداسی پخلاتوب لیاقت او توان لری؟ پخلاینه باید دکرځی او غنی نه وی چی دپنچشیر او کندهار له پایلوچو او لنډغرو سره یی کړی وه. پخلاینه باید دهغه غیرتمن او آزاد زیږ پښتون وی چی دپخلاینی نه وروسته خپل ځان وژنی خو خپله خبره نه ماتوی. خلک ځکه وایی چی پښتون او اسلام سره لازم او ملزوم دی دا ځکه چی دپښتنوالی اصول زیات اسلامی دی.
    نو راځی هیله من سو چی طالبان او تښتیدلی او یا تسلیم سوی خلک به دبیعت او دپخلاینی په اصولو او ادابو ولاړه سوله راوړی.

  2. مننه ثابت صاحب محترمه
    زه ستاسو له نظر ارزونې او نظر سره کاملاً موافق يم. کلي په زور نه کيږي او حکومتونه په وهلو وژلو او ځپلو دوام نه مومى. متاسفانه زموږ د حاکمو ډلو له همدغو اړخونو پرته بل څه نه دي زده. بس ولس ورته يا ګوسفندي مخلوق ښکاري لکه پرونيو ته او يا ورته د دښمن تسلیم شوى عسکر چې يوازې د ژوند کولو حق ورکړل شوى وي.
    په هر حال په کابل کې اوسيږم. ستونځې وينم خو د دښمن په څير نه، بلکې د منتقد خواخوږي او په دغه هېواد کې د شريک په توګه ورته خطاب کوم. بله د سمون او بدلون لاره نه وينم. کار چاپلوسان خرابوي. د تيرو حاکمانو سترګې يې هم تړلې وى او د اوسنيو حواس يې هم ورته جام کړي دي.
    که موږ ټول د اصلاحاتو لپاره مبارزې ته هوډ ولرو نو ممکن دا خلک پوه شي چې موږ هسې چيغې نه وهو او که چوپه خوله پاتې شو او هر ناروا عمل وزغمو نو په دغه ګناه کې به شريکان وګڼل شو.

  3. ښاغلی عبدالوحید وحید صاحب مننه پدی ورځو کی ستاسی لیکنی د وطن په خیر دی، الله ج دیی وکړی چه د وخت په لرلو ادامه ورکړی.
    متل دیی لاس چه مات شی غاړی ته راځی. تاسی محترم هم لیکلی چه “که زهر ترخه هم دي، خو رنځور ورته مجبور دى” .
    اغلی خور عادله راز په خپله مقاله کی هم لیکلی وه : وايي ګولۍ ترخې او د ستنو لګول سخت وي، خو چې د ناروغۍ پر بستر پرېوځې بله چاره نه وي.
    نو مونږ او تاسو بله چاره نلرو ځکه وطن مو بیا د پنجاب او ایرانی اخوندانو د مغلقو دسیسو او پټو ډرامو تر څار لاندی دی.
    بلی افغانستان کی دوه ډوله مخالفین او یا مرور ورونه دی.
    لمړی ډله: چه کرزی اموخته کړیدی فقط د چوکی په فکر کی دی، دغه ډله چه تنظیمی ده د لنډغری په زور چوکی غواړی. لکه مسعودیان، سیافان، ګلبدینان، محقیقیان، خلیلیان او نور تنظیمی بدمعاشان او فسادیان. چه دغه ډله همدا اوس د افغانانو په ترور او وژنه کی اخته ده. لکه د شهزاده سرای او پل خشتی وهشت.

    دوهمه ډله: د افغانستان عادی خلک دی، دغه خلک د طالیبانو په راتګ سره خوښ او د هغوی په طرف ولاړ وه. خو اوس طالیبانو پدی سره خفه او مرور کړل، چه دافغانستان ملی ارزښتونه یی له مینځه یوړل لکه د ملی بیرغ بدلون، د انجونو دمکتبونو بندول، د ملی نومونو بدلول، وطنی موسیقی بندول، هجری شمسی کال بدلول، کابینه کی غیر مسلکی خلک او یا دا چه کابینه کی به ټول وزیران طالیبان وی، مګر عادی خلک غواړی چه د تنظیمونو، کرزی او اشرف غنی د حکومتونو څخه په غیر دیی، نورو افغانانو ته خو په کابینه کی ځای ورکړی. همداسی نوری کړنی لکه لونګۍ، ږیره، د مکتب د لباس تغیرونه، د کور شخصی عکسونو لری کول او داسی نور…
    همداسی د افغانانو ځینی تشویشونه لکه د ملا هیبت الله نه څرګندیدل په عام محضر کی؟او بیا بیعت غوښتل؟ د طالیبانو د مشرانو او وزیرانو کورونه تر اوسه په پاکستان کی دی. دا ولی؟ آیا افغانستان کی تر اوسه امنیت نشته؟ او ځینی نور مسایل…؟

    آیا د کابینی د ویش په هکله د تیرو رژیمونو سره د طالیبانو حکومت کوم فرق لری؟
    خلقیانو خپل خلقیان وزیران کړل، تنظیمونو خپل تنظیمی ملګری وزیران کړل، امریکا او جمهوریت خپل ملګری.

    طالیبان چه ځان ریښتنی افغانان، د دین عالیمان او د اسلام د حکمونو پلی کول غواړی، آیا دا ورته پکار دی چه د شوروی او امریکایی حکومتونو په څیر هم خپل وزیران او خپلوان وټاکی. که داسی وی هغه عادی افغانان چه د شوروی او امریکایی ملګرو ورته په بده سترګه کتل هغوی به څه کوی؟ هغوی خو هم د الله ج بنده ګان دی، په هغوی هم رحم پکار دی.

    په اخر کی می د ښاغلی لیکوال دغه کرښه ډیره خوښه شوه (خپلې تيرو تيروتنې نه ارزول او د تاريخ له پاڼو څخه زده کړه نه کول زموږ ستره نيمګړتيا او د ناکاميو د تسلسل لامل دى.)
    په درناوی

  4. سلامونه اونېکې هیلې

    بنی آدم دیو او بل غړی دی چې پیدایښت کې له یو ګوهره دی کله چې محنت یوغړی په درد راولی نور غړی کله غلی
    تعلیم او تر بیه سیاست سره کار نه لری
    پښتو کې متل دی وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه! خو موږ وځو ،نرخ نه لرو ،دقدرت ،مقام او شهرت تږی یو، ملامت او ناملامت نه جلا کوو،دغلط فرهنګ خیال ساتو خوله اسلامی فرهنګ څخه غلی تیریږو. دا کار په ډاګه لیدل شوی یو ځل نه په کراتو او مراتو زه فکر کوم نیمه پېړی کړکېچ، شاوخوا دلسو ادارو جوړېدل او ړنګېدل ،بهرینو ته زمینه برابرول، دبن ککړه معاهده او قراردادونه ددوحې مذاکرات او سیاسی صورت حال سترې بیلګې لری چې سړی یې دسمپل او تجربې په توګه وکاروی او دملت په پیاوړتوب او پرمختګ کې کار ترې واخلی ښه یې وساتی او بد یی له اسلامی فرهنګ څخه وباسی. موږ ولسواکی ته دولس په امتیاز قایل شو دولس ملی او اسلامی ارزښتونه د ملت دزعامت په کچه محاسبه کړوپخلاینې، سولی ،مساوات، او یووالی ته عینی او ذهنی شرایط برابرکړو. دڼړی استخباراتی هلې ځلې اوتحریمونه باید دقیق وڅېړل شی، دمشروعیت سالم فورمټ ، دریځ او لید لوری د یوې اجماع په واسطه رامنځ ته شی. هرڅه په آټکل او هوس نه کیږی.اسلامی امارت باید ولس سره دتعامل مزی ټینګ کړی. کار اهل کار ته وسپاری. دمرورو علاج په محاسبه امکان لری . اسلامی امارت دې دنجونوله ښوونځی څخه دپل صراط پلمه نه جوړوی .

  5. دتبصرې دوهمه برخه:
    کمونستان هم کله ناکله تور لګوی او دننه خواڅخه سوړ جنګ ته پکه وهی. له بلې خوا دا هم سمه ده چې دپېښور تنظیمونه دای اس ای مزدوران ول نوځکه دپوځی حکومت له خواجهادی بې کفایته
    په پېښور کې د پاکستان د پوځ داستخباراتو له خوا جوړ اوبسیج شول جهادي چې په خپلو کې په هر نو م ووېشل شول او بیا یې پ مهارت سره یو دبل سره غوښه او چاړه کړل.
    پخوانيو جهادي تنظیمونو په ۱۳۶۰مه لسیزه کې په تېره بیا دوژونکی ربانی پلوه تسلیم شویوپرچمیانو، د خپلمنځي نښتو په ترڅ کې په سلګونو کسان ووژل خو بیا استادسیاف هغه ته دشهادت درجه ورکوله او کله چې په ۱۳۷۱ کې د ډاکتر نجیب ګاو حکومت نسکور شو، ایران، روسیې، فرانسې د جمعیتانو او پاکستان د حزبیانو اړخ ونیو، چې د دغو دواړو، د ایران د نایب حزب وحدت، د سعودي د نایب اسلامي اتحاد او د ترکیې د نایب اسلامي جنبش ډلو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې له بده مرغه په لسګونو زره د کابل مظلوم ښاریان دوچ سیاست او د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم ووژل شول ایا دوی ته هم دعفوې جواز شته ؟اوایا داسلام ارکان دامنی!افغانستان لاتکړه ،خبیر،عالم او بارسالته پاک نفسه رجال او شخصیتونه لری کور مو ودان خوښ اوسی

  6. سلامونه او مننه وطن وروره
    شک نشته چې موږ خو جګړې په مختلفو نومونو او عنوانونو باندي دوام ورکوو خو اساسي موخه واک وى. کله چې واک ته رسيږو هر څه تيروو. اوسنۍ حاکمه ډله هم مستثنا نه ده. توپير يوازې داده چې څوک د مقدساتو او څوک د حماسو په شعارونو باند خلک د قرباني د پسونو غوندې د جګړو ډګر ته را باسي. کاش چې په همدغه باندي يې بسنه کولاى. سمدم له ملت سره په جزوي او وړو مسایلو تقابل ته راووزي. ايا زموږ اوسنيو حالاتو ته په کتو اوس وخت ددې ده چې موږ په يويشتمه پيړئ کې انجونو په ښوونځيو باندي لاهم فيصله نه ده کړې چې پرانستل يې روا او که ناروا دي
    په هر حال ژوند د کړاوونو لماستې او ځغاستې ميدان دى خو موږ لږ ډېر کړاوونه پکې تيروو.

  7. سلامونه او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    په همدغه ستونځه باندې مې ډېر ځله تمرکز کړى دى. عذرونه مى کړي دي چې راځئ خپله ماضي باندې يو بحث ترتیب کړو سيمينار ترتیب کړو مقالې وغواړو او مناظره وکړو چې موږ ولې له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې د سريښو په ډنډ کې نښتي يو. ولى له يوه مصيبت څخه خلاصيږو په بل کې نښلو
    بس هغه د پښتو متل دى چې اول يې پرې کوو بيا يې شميرو. وهل کوو وژل کوو لړل کوو تپل کوو. چې کله را ويښ شو هر څه راڅخه خراب شوي وى او موږ بيا په سرټمبه توب د خپلو ورانيو په دفاع پسې لګيدلې يو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب