Homeخبرونهد ط رینجر ۶ تنه وهلي او ټپيان کړي

د ط رینجر ۶ تنه وهلي او ټپيان کړي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) راپورونه وايي، چې د تخار په فرخار ولسوالۍ کې پرون د طالبانو رنجر شپږ تنه لاندې او ټپيان کړي دي.

عيني شاهدان وايي، دې پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي او د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، د دې پېښې د څلورو ټپیانو وضعیت نازک دي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د‌ طالبانو له واکمنیدو سره په مختلفو ولايتونو کې د دوی جنګیالي د ناسمې موټر چلونې له کبله په ورته پېښو رامنځته کولو تورن شوي.

د طالبانو چارواکو ځينې داسې پېښې تاييد کړي او د عاملينو د مجازات ژمنه يې کړې، خو په دې اړه يې تر اوسه هیڅ عملي ګامونه نه دي رسنيز کړي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو چارواکو ځينې داسې پېښې تاييد کړي او د عاملينو د مجازات ژمنه يې کړې، خو په دې اړه يې تر اوسه هیڅ عملي ګامونه نه دي رسنيز کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...