پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د ایران په وروستۍ پېښه کې ښکېل نه یوو، غندنه يې...

مجاهد: د ایران په وروستۍ پېښه کې ښکېل نه یوو، غندنه يې کوو

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد د ایران په یوه مذهبي سیمه کې له برید سره تړاو رد کړی او ياد شوی برید یې غندلی دی.

نوموړي ويلي، چې ياد شوی برید افغانستان سره کوم تړاو نه لري.

دغه برید اوړمه ورځ د يوه چاقو په لاس سړي له لوري، ایران په مشهد ښار کې پر درېيو شیعه روحانیونو تر سره شو، چې يو تن پکې ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

له دې پېښې څخه وروسته، يو شمېر ایرانیانو په پېښه کې د افغانانو د پړه ګڼلو ادعا مطرح او له کوم او شرط پرته له ایران څخه د افغانانو د ویستو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د پخوانۍ شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه پېښه غندلې او ویلي، چې ځينو معلوم الحاله ډلو غوښتل په پېښه کې د افغانستان له پړه ګڼلو سره د افغانستان- ايران اړیکې کړکیچنې کړي.

ځینو ایراني رسنیو د خپلو امنيتي چارواکو په حواله، ويلي چې د پېښې عامل د عبدالطيف مرادي په نوم یو افغان ازبک دی، چې د پاکستان د پولې له لارې ایران ته ننوتی.

ايراني چارواکو خپله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. په مشهد کی په شیعه ملایانو حمله او په پل خشتی مسجد باندی حمله دیو دسیسی بوی لری.
    ایا ایرانیانو دکابل شیعه ګانو ته ویلی دی چی په مسجد حمله وکړی او که مقاومتیان چی د داعش ملګری دی په سمه منظمه توګه دافغانستان او ایران او سنیانو او شیعګانو ترمینځ نفرت پیدا کوی؟
    طالبان باید سم تحقیق وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب