شنبه, اپریل 20, 2024
Home+بدخشان تر سترګو لاندې / بصيرالحق عادل

بدخشان تر سترګو لاندې / بصيرالحق عادل

دويمه برخه

د سروبي په کږلېچونو کې روان وو. لږ چې ور پورته شولو د اولنګ په نوم سيمه وه، هلته مو اصولي صيب ته وويل چې موټر ودروه، شاوخوا ډېره ښکلې ښېرازي وه، له سالنګ راغلې اوبه د غرونو په منځ کې بهېدلې، شړهار يې جوړ کړی و. موږ ورښکته شولو. د خوړ شاوخوا ښکلې ښکلې ونې ولاړې وې. يو څو عکسونه مو واخيستل. بېرته موټر ته پورته شولو.

د سالنګ پر لاره په ۱۳۹۰ کې تللی وم، دا چې لس کلونه تېر شوي وو، ډېر ورسره نا اشنا وم. فکر مې کاوه د سالنګ سر ته به ژر ورسېږو، خو داسې نه وه. ډېر مزل مو وکړ. لاره کې د غټو لاريو د ګڼې ګوڼې له امله لار څو ځایه بنده وه. زموږ نېکمرغي دا وه چې موټر چلوونکی مو چې اصولي صيب وو، ډېره ښه موټر چلونه يې کوله او ډېره بيداري / هوښياري يې کوله. په عادي او تنګه لار به يې موټر له نورو مخکې کړ. اصولي صيب وويل، مخکې به زه پر دې لار د نا امنۍ له امله خپل کور کندوز ته نه راتلم، خو د اسلامي امارت حکومت چې راغلی دی دا مې پنځلسم ځل دی چې راځم او لارې سره ډېر بلد شوی يم.

شاوخوا يو ساعت به لاره بنده وه، د غټو او کوچنيو موټرو بې حده ګڼه ګوڼه وه، خو اخر موږ ځان و ايستو او مخ په لوړه مو موټر روان کړ.

د سالنګ سړک دومره کنډو کپر شوی و چې يو عالُم ستړيا يې درلوده. موږ پر سړک او تېر حکومت تبصرې شروع کړې. چې د دومره ډېرو پيسو سره چې په تېرو شلو کلونو کې مصرف شوې؟ د سالنګ د لارې په څېر مهمه لار چې د ورځې پرې سلګونه زره موټرې تګ راتګ کوي لا هم جوړه نه شوه. لاره ډېره خرابه وه، موټرو پکې په ډېر کړاو مزل کاوه، دا که کړنک ژمی وي او واوره وي بيا به د موټرو د تګ څه حال وي!؟

په ټوله لاره مو همدغه خبرې کولې چې تېر حکومت کې څومره فساد و، څومره پيسې حيف و مېل شوې، عمومي لارې چې تر ټولو حياتي ارزښت لري لا هم نه دي جوړې شوي. ماته د کابل – کندهار لار سترګو ته شوه چې د ويجاړۍ له امله پر هغې لاره تګ هم د سړي زړه چوي.

بالاخره د سالنګ لوی تونل ته نزدې شولو، دغلته مو موټر ودراوه. کېمره مو راواخيستله ترڅو انځورونه واخلو، خو چې له موټر ښکته شولو دومره تېز باد وو چې غوږونه يې الوځول، په بېړه مو دوه درې انځورونه واخيستل. شاوخوا واوره پرته وه، يخ بيخي خوله لګوله. بېرته چې موټر ته پورته شولو د موټر تودوخې ډېر خوند وکړ او غوږونه مو تاوده شول. موږ له ځان سره د چای ترموز اخيستی و، ما ترې ځانته او ټولو ملګرو ته پيالې ډکې کړې او په يخ کې مو له چای څښلو خوند واخيست.

نور په بله برخه کې. . .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب