شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر د م.م د سرمنشي مرستیالې ته؛ شرطونه مو ومنئ چې...

مولوي کبیر د م.م د سرمنشي مرستیالې ته؛ شرطونه مو ومنئ چې دوحې ناستې ته درشوو

تاند (۲شنبه، د جوزا لومړۍ ) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال  مولوي عبدالکبیر په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره لیدلي.

د مولوي کبیر مطبوعاتي دفتر ویلي: په دې لیدنه کې د سرمُنشي مرستیالې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او وې ویل، د دوحې ناستې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړيوالو سازمانونو او هیوادونو استازي هم دعوت شوي دي.
هغې د طالبانو رژیم ته هم پدې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

مولوي کبیر ویلي: دا مهال په ټول افغانستان کې یو مرکزي حکومت حاکم دی چې یو امیر لري او اطاعت یې کېږي.
همدارنګه زیاته يې کړه، دا مهال په حکومت کې ۸۵ زره مېرمنې پر دندو بوختې دي او د مېرمنو په ګډون د مسلکي کادرونو استخدام ته ژمن يوو.
د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، موږ پر خپلو ژمنو عمل کړی، داعش ختم شوی او له افغانستان څخه هیچاته ګواښ نه دی متوجه شوی.
هغه وویل، د دوحې تېره ناسته د تنظیموونکو د ځینو نیمګړتیاوو له امله نیمګړې وه او هیله یې وښوده، چې راتلونکې ناسته کې د دوی دریځ ومنل شي، ترڅو پلاوی پکې ګډون وکړي.
مولوي عبدالکبیر په ټینګار سره وويل، د یوناما په موجوديت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب