شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهکرزی د درملنې لپاره جرمني ته لاړ

کرزی د درملنې لپاره جرمني ته لاړ

تاند (دوشنبه، د ثور ۳۱ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورکړل شوه چې د درملنې لپاره له هیواده ووځي.

حامد کرزي ته نژدې سرچینو څو رسنیو ته ویلي چې ښاغلی کرزی نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

 دې سرچینې جرمني ته د ښاغلي کرزي د سفر هدف د سترګې جراحي عملیات ښودلي دي.

 سرچینه وایي، په تېر یو کال کې جرمني، چین، ایران او یوشمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

3 COMMENTS

  1. زموږ افغانانو يو غټ مشکل داده چي بي له کومي عدالتي پوهي نه خلک محاکمه کوو او د انسامي کرامت مراعات نه مو سترګي پټي کړي.

  2. فخرالدین وروره، موږ افغانان له یوړ سره داکتران و انجنیران میخانیکان و برقیان سیاستمداران او نور او نور او دا چه ټول له یوؤ سره قاضیان یو دا خو بېخي پلرنۍ میراث دی! نه وینئ چه ملک څومره مخې ته تللی دی او خلک څومره آرام دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب