شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ایران د وفات شوي ولسمشر ځای ناستی څوک دی؟

د ایران د وفات شوي ولسمشر ځای ناستی څوک دی؟

تاند- د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر به د ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته د ایران د اجرايي قوې مشري پر غاړه واخلي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې، د ولسمشر د مړینې، ګوښه کېدو، استعفا، له دوو میاشتو څخه زیاتې غیر حاضرۍ یا ناروغۍ یا د ولسمشر د کار د مودې د پای ته رسېدو په صورت کې چې نوی ولسمشر د خنډونو او یا نورو مسایلو له امله نه وي ټاکل شوی، د ولسمشر لومړی مرستیال د ولسمشر واکونه او مسوولیتونه پر غاړه اخلي.

همدارنګه د همدې قانون له مخې، “د ولسي جرګې رییس، د قضایه قوې رئیس او د ولسمشر لومړی مرستیال مکلف دي چې د پنځوسو ورځو په موده کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.”

اوس د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر په ناڅاپي ډول له یوه نوي ماموریت سره مخامخ شوی دی.

محمد مخبر څوک دی؟

محمد مخبر دزفولي د ۱۳۳۴ لمریز کال د سرطان په څلورمه د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت په دزفول ښار کې زیږیدلی دی.

په اتیایمه لسیزه کې د اسلامي انقلاب د مستصعفانو په بنسټ کې، چې د ایران د رهبر په ادارو په تړاو لري، په کار بوخت شو او همالته یې وده وکړه.

په هغه دوره کې یې د مستصعفانو د بنسټ د ترانسپورت د مرستیال، د سینابانک د مشرتابه پلاوي د ريیس، د خوزستان د والي د مرستیال او نورو دندو کار وکړ.

په ۲۰۰۶ کال کې «د امام فرمان اجرايي کمېټې» ريیس وګومارل شو او د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې یې د خپل پروګرام د مهمو ټکو په توګه «اسلامي توب، انقلابي توب او ډسپلین» درې اصول یاد کړل.

د ۲۰۱۹ کال په جدي میاشت کې کله چې نوموړی په دغه مقام کې و، د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شو.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو پر مهال پر محمد مخبر هم د ایران له اټومي او توغندیزيي پروګرامونو سره د تړاو له کبله بندیزونه ولګول شول، خو دوه کاله وروسته د هغه نوم د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو له لېست څخه وایستل شو.

په ۲۰۱۳ کال کې رویټرز خبري اژانس یو راپور خپور کړ، چې له مخې یې د اسلامي جمهوریت مشر د “د امام فرمان اداره ” د هیواد د اجرايي رييس څارنه کوي او د دغه سازمان شتمنۍ له “۹۵ میلیاردو ډالرو” څخه زیاته اټکل شوې ده.

همدارنګه د نورو راپورونو پر بنسټ، اټکل کیږي چې د فرمان امام او د آستان قدس رضوي اجرائیوي مرکزونه، د مصطفی فاونډیشن او خاتم الانبیاء، چې د سپاه پاسداران ملکیت دي، د ایران نیمایي اقتصاد کنټرولوي.

د دې بنسټونو ملکیتونه او فعالیتونه د پارلمان له څارنې بهر دي او د هېواد په عمومي بودیجې پورې تړلي نه دي.

د ۲۰۱۸ کال په سرطان میاشت کې، مخبر د حشد الشعبي د یو شمېر قوماندانانو کوربه و، چې د عراق د اسلامي دولت تر ملاتړ لاندې تر ټولو مهمه ملیشه ډله ده او د دې غونډې راپور او عکسونه په رسمي خبري اژانسونو کې خپاره شول.

مخبر له ۱۴۰۰ کال راهیسې د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه کار کړی دی.

دې ته په کتو چې رییسي له دې کال مخکې اجرایوي تجربه نه درلوده، ځینې کتونکي په دې باور دي چې محمد مخبر دزفولي په حقیقت کې د ابراهیم رییسي د حکومت مدیریت په غاړه اخیستې او حتی د اقتصادي وزیرانو په ټاکلو کې مستقیم رول لري.

هغه له 1401 راهیسې د مصلحت شورا غړی هم دی.

د فساد اړوند فعالیتونه

په ایران کې د کرونا ویروس د خپریدو پر مهال محمد مخبر په وار وار د میلیونونو واکسینونو د جوړولو ژمنه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې خامنه يي د امریکايي او برتانوي واکسینونو پر داخلېدو د بندیز امر کړی و.

د “برکات” انسټیټیوټ ته، چې د اسلامي جمهوریت د رهبر د دفتر تر څارنې لاندې یو له اقتصادي بنسټونو څخه دی، د “حکومتي کریډیټ” په کارولو سره د کورونا واکسین د تولیدولو دنده سپارل شوې وه.

د محمد مخبر د زوی سجاد مخبر نوم د ایران د تېلو د خرڅلاو په تړاو د فساد په قضیه کې یاد شوی او د ځینو راپورونو له مخې د بانک له پور ورکوونکو څخه و.

1 COMMENT

  1. لنډه داچې اصلي ولسمشر همدا مخبر یا جاسوس وو، د ابراهیم رئسي په وژلو کې هم شاید د ایران د کورنیو مافیاو لاس وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب