شنبه, جولای 27, 2024
Home+استادشهسوار سنګروال | افغانستنان په یوه پېړۍ کې

استادشهسوار سنګروال | افغانستنان په یوه پېړۍ کې

۹ څپر کی

له انګریزانو سره، د افغان چارواکو خبرې

د راولپنډۍ له موافقې نه وروسته بیا هم برتانوي ځواکونو د ډيورنډ کرښې پورې غاړې په وسلوالو بریدونو(په ځانګړي ډول وزیرستان) وځپلې اوهم کله چې په وسلو راوړلو بنديز و لګېد ، امان الله دېته اړ شو چې د شوروي له لارې وسلې تر لاسه کړي.

برتانوي چارواکو د روسانو د دوستۍ له وېرې افغانانو ته وړاندیز وکړ چې د دوستۍ په نوم یو پلاوي هندوستان ته ولېږي.

د اپرېل د میاشتې په (۱۲) نېټه (۱۹۲۰ زکال) د محمود طرزي په مشرۍ یو پلاوي چې غړي یې د سوداګریزو چارو وزیر علام محمد خان، پیرمحمدخان، نرنجنداس، څرخی غلام صدیق خان، عبدالهادي داوي، میرزا غلام معروف، میرزا بازمحمدخان او میرزا محمدنعیم خان ول ، مېسیوري ته ورسېدل.

د برتانوي پلاوي مشري دهنري دابس په غاړه وه ، نوموړی د هند د بهرنیو چارو منشي وو.

نوموړي داسې انګېرله چې دوروسته پاتې افغانستان د هر پلاوي مشر به د علي احمد خان په څېر وي ، نو ځکه يې د تېر په څېر خپلې دوه مخې پالیسي په دغو ټکو پیل کړه:

-افغان حکومت اوس هم د قبایلي مشرانو ملاتړ کوي.

– په افغانستان کې هندي انقلابیون برتانوي هند ته یو سترګواښ دي باید انګرېزانو ته وسپارل شي.

– له شوروي روسیې سره د افغانستان اړېکې د انګرېزانو په زیان دي.

لمړي خو د برتانوي هند چارواکو تر څو میاشتو پورې افغان پلاوي ته ډېره پاملرنه ځکه نه کوله، چې د هندوستان خلکوته دوي بابېزه و ښيې ، ولې کله چې خبرې هم پیل کړې په ډېرې بې پروایۍ پرمخ وړلې.

خو افغان پلاوي په سرکې محمود طرزي د هندوستان له وګړو سره په لیدونو او کتنو داسې ښوده چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دېته چمتو دی چې د هند له خلکو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

د ده لیدنې او کتنې دومره ګټورې پرېوتې چې د روهیلکنډ خلکو یو لیک د طرزی پلاس امان الله خان ته واستوه.

محمودطرزي پخپلو خبرو کې په رسمي بڼه خپل سیال دابس(Dubs) ته وویل:

-داچې برتانویان د افغان او روسیې له دوستۍ نه وېره لري غوره به وي چې د قبایلو ستونزه له افغان حکومت سره حل شي. دغه سېمې باید افغانستان ته وسپارل شي او یا خپلواکې شي.

– برتانوي هند چارواکو چې کوم بندیزونه د وسلې به راوړلو لګولي دي باید لرې شي.

– افغان حکومت هیله لري چې له ترکي مسلمانانو سره ښه سلوک غوره کړي.

– موږ دانساني خوا خوږۍ له مخې د هندوستان انقلابیون برتانوي هندته نشو سپارلی.

– که چېرې پرته له ځنډه وزیرستان افغانستان ته و سپارل شي افغان حکومت به له برېتانیې سره یو ځای د بلشویکانو پر وړانډې ودرېږي او دبخارا، خېوې، ترکمنستان وګړو سره به هر اړ خیزه مرسته وکړي.

د دواړو لورو خبرې پرته له کومې پايلې او نتیجې پای ته ورسېدې او د جولای په ۲۴ نېټه (۱۹۲۰ ز کال) د برتانوي هند چارواکو یو لیک د امان الله خان په نوم پلاوي ته وسپاره چې پکې لیکل شوي وه.

موږ د افغانستان استقلال پدې شرط منو چې د ډېورنډ د کرښې دې غاړې ولسونو سره مرسته ونه شي.

د (Ibid) په اند که افغان حکومت په قبایلېي سیمو کې لاس وهنه ونه کړي، برېتانیه ژمنه کوي چې د افغان حکومت سره به د وسلو او پیسو مرسته کوي.

او د ګمرکي محصولاتو پرته به د تلګراف، د رېل کرښې او عصري افغانستان په جوړولو کې مرسته کوي، پدې شرط چې افغان حکومت به د موږ سره پدې تړاو یو سند لاس لیک کړي.« دډېرومعلوماتو لپاره ۱۵۶ مخ وګوری».

د خبروبل پړاو:

د برتانوي هند د چارواکو دغه اندېښنه د دوی په اند په ځای وه چې یو شمېر ترکي اوهندي شخصیتونو لکه په کابل کې د هند د موقتي حکومت ریس مهندراپرتاب، صدراعظم مولوي برکت الله، د بهرنیو چارو وزیر مولاناعبیدالله، د عثماني ترکيې یو شمېر پخواني چارواکي  انور پاشا طلعت پاشا او جمال پاشا هم په سیمه کې فعال ول، ولې داچې بريتانيا حق درلود چې اروپا نه دهند نيمې وچې ته راشي، نو پاچا هم دا حق درلود،چې دیادو کسانو کوربه وي .

پدغسې شرایطو کې دا بس په جنورۍ کې افغانستان ته رسمي سفر وکړ، چې له دې سره جوخت د افغانستان او شوروي تر منځ د دوستۍ تړون چې په ۱۹۲۱ز کال (د فبرورۍ په ۲۸ نېټه) لاسلیک شو… دا یو بل ګوزاروه چې د برېتانیا هېواد یې هک پک کړ.

له دې تړون نه دوه ورځې وروسته د افغانستان او ترکې ترمنځ تړون چې په مسکو کې په امضا ورسېد، د برتانوي هند چارواکې یې وه لړزول.

د افغانستان او شوروي تر منځ د سفیرانو په کچه دېپلوماتیکو اړيکو برېتانیا لا اندېښمنه کړې وه.

کله چې له امریکې پرته یو شمير لوېدیځ والو په سرکې فرانسې، جرمني او ایټالیې هېوادونو د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله ، دافغانستان او برېتانیې اړیکې یو ځل بیا خړې پړې شوې، خو بیا هم انګرېزانو کوښښ کاوه چې د منځنۍ اسیا دپېښو په تړاو له افغانستان سره سر وخوځوي.

نو ځکه یې دا ورسره ومنله چې افغانستان کولی شي یو شمېر وسلې او تخنیکي توکي له برتانوي هندنه افغانستان ته وه لېږدوي.

ولې یوه خبره چې افغان چارواکو پرې ټینګار کاوه هغه د ډېورنډ د پورې  غاړې د خلکو برخليک وه چې د بېلابېلو سیمو او قومي مشران لخوا حکومت ته ویل شوي ول چې د ډېورنډ کرښه له مینځه یوسي چې موږ یو شمېر مشران د ساري په توګه یادولی شو:

د ملا پوونده زوی شهزاده فضل الدین، ملاسید اکبرخان، د محمود اخون زاده زوی عبدالخالق خان…همدا راز د یو شمېر قومونو استازي لکه: د اکا خېلو، ملک دين خېلو، کوکي خېلو، قنبرخېلو، زخه خېلو، کمرخېلو، ادم خېلو، ساپیانو، مومندو، شینوارو، ترنګزیو، اتمانزیو او د نورو ټبرونو او خېلونو استازي چې شمير یې د څلورو سونو(۴۰۰) تنو شاوخواته رسېده د بېلکې په توګه د یادولو وړدي.

برتانوي چارواکي د افغانستان د پېښو په تړاو ډېر اندېښمن ول.

ددې لپاره چې سيمې او نړۍ په تېره د هند نیمې وچې ته وښیې چې افغانستان لا تر اوسه یو خپلواک هېواد نه دی. نو په ځغرده یې په رسمیت نه پېژانده.

خو کله چې د افغانستان استازي محمد ولی خان د پاچا امان الله خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي په لارښونه له روسيې، ترکیې، ایران او له یو شمېر لوېدیزو هېوادونو سره دېپلوماتيکې اړیکې یو د بل پسې ټینګولې دوی یې لا ور ختا کړي وو.

دوی په خپلو برېکړو کې دومره ورختاوو چې کله ایټاليې هېواد له افغانستان سره سوداګریز تړون لاس لیک کاوه… برېتانوي چارواکو اېټالیې هېواته وویل:

د افغانستان هېواد ددې واک او ځواک نه لري چې په خپلواکه توګه تړون لاس لیک کړي.

دوئ ته دې خبرې هم زور ورکړی و چې په کابل کې د سر هنري دابس(Dubs) خبرې یوولس(۱۱) میاشتې اوږدې شوې.

د همدې خبرو په لړ کې د افغانستان د سفارت فوق العاده استازی (محمد ولی خان) لندن ته ورسېد د برتانیې هېواد لومړی ونه مانه او ورته یې وويل چې تاسو د برتانوي هند له وزیر سره وګورئ.

پلاوي غوښتل چې پرته له کومو خبرو لندن پرېږدي، خو (لارډ کرزن د انګلیس د بهرنیو چار وزیر) اړ شو چې افغاني پلاوي سره وګوري، محمدولي خان د کرزن د بې پروایی له بابته افغان چارواکوته خبر ورکړ.

محمود طرزی له ډېرې غوسې هنري دابس ته پرته له دې چې بشپړ نوم یې واخلي د یوه لیک په ترڅ کې یوازې «جناب داب» ولیکه: چې پدې برتانوي پلاوي د خواشینۍ یو سخت غبرګون و ښود.

افغان چارواکي د انګلستان په سیاسي لوبو پوه شوي ول، نو ځکه یې له شوروي سره د دوستۍ تړون لاس لیک کړ که څه هم د « بخارا» په سر د دواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې وې.[1]

خو د انګلیس پلاوی لا په کابل کې وه له مسکو سره د فبرورۍ (۱۹۲۱/۲/۲۸) تړون ووېرول.

ان تر دې چې د پغمان په مېلمستیا کې یې پاچا ته وویل: موږ دېته چمتو یو چې د دوستۍ تړون لاس لیک کړو، خو پدې شرط چې د روسانو له دوستۍ نه لاس په سر شئ.

امان الله خان ورته وویل:

هغه څه چې موږ یې غواړو باید را یې کړی…کوښښ مکوی چې افغانستان ته د نولسمې (۱۹)پېړۍ په سترګه وګورئ.

کله چې پاچا د ډسمبر په میاشت ۱۹۲۱) کې په اصطلاح د « دوستۍ) تړون لاسلیک کاوه نو وویل:

دغه د دوستۍ تړون نه دی بلکه د ښه ګاونډیتوب موافقه لیک ورته ویلی شو.

دافغانستان او انګلیس موافقه د دواړو غاړو له اوږدو خبرو وروسته چې نږدې یو کال یې دوام وکړ، په پای کې دې پایلې ته ورسېدل چې محمود طرزی او دابس ددواړو هېوادونو (افغانستان او بریتانیې) په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړ چې په څوالسو(۱۴) مادو کې ترتيب شوي وه.

به دغه موافقه لیک کې يو ځل بيا د افغانستان بشپړه خپلواکي (په کورنیو او بهرنیو چاروکې) په څرګندو ټکو ومنل شوه،

د تېر په څېر د ډېورنډ موافقه لیک تایید شواو د دواړو هېوادونو له خوا د استازو منل چې عبدالهادي داوي د افغانستان د لومړني سفیر په توګه لندن کې په کار پیل وکړ.

 په ننګرهار، پېښور،کوېټه، ډیلي، کلکته، ممبيې او کراچي کې د قنسلګریو پرانستنه هم وشوه.

دواړو لوریو دا ومنله چې باید په قرارداد کې یې يادونه وشي چې دواړه حکومتونه ،

« افغانستان به حالات قبايل سرحدی زیر اثر هر دو حکومت علاقه دارد. »[2]

دا ځکه چې څو وارې د خبرو بهیر له همدې امله له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی وه.

تړون لاسلیک شو خو دواړه غاړې خوشاله نه وې. د ډېورنډ دواړو غاړو ته پراته قومونه نا خوښ ول.

د هند کډوال په کا بل کې پاتې شول، د برتانوي هند چارواکوته ونه سپارل شول.

له دې ټولو مهمه دا چې د لندن له پارلمان نه دغه موافقه لیک تېر شو.

خو افغانستان ته دغه ډېره مهمه خبره وه چې په کورني او بهرنۍ سیاست کې ازاد او خپلواک شو.

له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې

امان الله خان د انګرېزانو په نیت پوهېدلی و چې نه غواړي د زړه له کومي له افغانانو سره ښې اړيکې ولري نو ځکه یې د هغوی په دوستۍ باور نشو کولای.

بله کومه خبره چې پاچا ته مهمه وه د قبایلو خپلول وو چې له برتانوي هند نه یې جلاکړي.

د افغانستان پاچا ته دا هم په زړه پورې وه چې د لمړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته د عثماني ترکې په وېشلوکې د برتانوي ښکېلاک لوی لاس وو.

ولې له دې سره سره دا وېره هم ورسره وه چې (سره ښکېلاک) سرو لښکرو اوپوځونو په منځنۍ اسیا کې په تېره بخارا او خېوې کې خپلې منګولې ښخې کړې وې.

امان الله خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي دواړو کوښښ کاوه چې د دوه زبر ځواکو هېوادونو په منځ کې خپلې دېپلوماتیکې اړیکې داسې ټینکې کړي چې دافغانستان ملي ګټې خوندي وي.

افغان پاچا امان الله خان پدې پوهېده چې د دولتي او ټولنیز جوړښت له مخې د شوروي فدرالي روسې او د سرمایه داري رژیمونو تر منځ بنسټیز سیاسي اختلاف شتون لري.

نو ځکه یې شوروي اتحاد ته د دوستۍ لاس اوږد کړ.

ده له مخکې د دربار غلام بچه ګانو مشر محمد ولي درواز د اپرېل په سرکې (۱۹۱۹ ز کال) د بخارا د سفیر په توګه ټاکلی وو.

شوروي دولت هم لمړنی هېواد وو، چې د مارچ په اوه ویشتمه (۲۷) نېټه یې د یوې اعلامې په ترځ کې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وه پېژندله.

پاچا امان الله هم د اپرېل په (۷) مې او شلمې نېتې د شوروي اتحاد مشر لېنن په نوم پیغام واستاوو. دستیوارت د څرګندونو له مخې:

… ایران، ترکې، جاپان، فرانسې او امریکې ته هم ورته پیغامونه د دېپلوماتیکواړیکو د ټینګښت لپاره واستول شول. [3]

د برتانوي چارواکو(کینه) شېبه په شېبه ډېرېده او د افغانستان د دېپلوماتيکو اړیکو د پراختیا ځغم یې نه در لود.

دوی په ډاګه ویل چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د روسيې قونسلګرۍ پرانسته د برتانوي هند په کورنیو چاروکې لا س وهنه ده.

افغان واکمن ته د پنجدې خبره هم ډېره مهمه وه نو د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي ته یې دنده وسپارله چې دابس دېته را مات کړي چې د افغان وسلوال پوځ سره د وسلو مرسته وکړي. که چېرې روسیه د هېواد په شمالي سیمو برید وکړي چې موږ یې په کلکه د پرمختګ مخه و نیسو.

موږ د وسلو له مرستې پرته د روسانو د برید مخه نشو نیولی او که چېرې له موږ سره بېړنۍ مرسته وشي تېري کونکو ته پرمخ څپړه ورکولي شو.[4]

امان الله خان غوښتل، پخوا تردې چې له روسانو سره اړیکې پرې کړي، باید د انګرېزانو لخوا ډاډ تر لاسه کړي.

دواړو ښکېلاک ګرو (روسیې او انګلیس) هېوادونو د افغانستان ثبات نه غوښته او شوکارې کاوه يې. پخپلو څرګندونو چې ژمن نه ښکارېدل، نوځکه د روسیې استازي (سوریتز) وویل چې موږ پدې ټینکار نه کوو چې د برتانوي هند په ګاونډ قونسلګري پرانیزو.

حال داچې، مرکزي حکومت لوړه او ژمنه کړې وه چې امير ته به پیسې او وسلې ورکوي. هغه ته باید ډاډ ورکړل شي پدې شرط چې به روسانو سره اړیکې پرې کړي.[5]

له بده مرغه چي افغان چارواکِي د روسیې او انګلیس له دې پرېکړې خبر نه ول چې دوی د سوداګریزو اړیکو په بهیرکې د روسیې استازو انګرېزانو ته ډاډ ور کړی وه چې موږ د قونسلګریو پرانیستې ته بیړه نه لرو.

ولې بیا هم د «ستیوارت» په اند افغان ټولواک دېته اړ وه چې د دوه سترو ګاونډیو ترمنځ داسې حالت غوره کړي چې د هېواد خپلواکۍ ته یې زیان ونه رسېږي.

د افغانستان خپلواکي دی دېته هڅاوه چې د دواړو ځواکمنو ګاونډیو تر منځ انډول وساتي، په همدې موخه یې روسانو ته لاس اوږد کړ.[6]

له شوروي اتحاد سره د افغانستان اړیکې

الکساندر براوین د روسیې لمړی استازی وه، چې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته د ۱۹۱۹ ز کال په پای کې د افغان چارواکو سره خبرې پیل کړې.

د دوی د خبرو موخه داوه چې افغانستان د بریتانیا له دوستۍ او اړیکونه لرې وساتي.

افغان پلاوي د مې په ۲۸ مې نېټې د محمد ولي خان په مشري چې غړي یې لودین عبدالرحمن، محمد ګل خان مومند، میرزا محمد خان یفتلي، فیض محمد خان زکریا، سیف الرحمن، عبدالحمید، هدایت الله، بشیراحمدخان، عزیزالرحمن، ادیب افندي او بیا وروسته څرخي غلام صدیق خان ول د تاشقند په لور رهي شول.

پلاوي لمړنۍ خبرې په کابل کې د شوروي لخوا ټاکل شوي سفیر الکساندر براوین سره پیل کړې. وروسته مسکو ته وخوځېدل چې په مسکو کې له درانه هرکلي سره مخ شول او بیا یې له لېنن سره هم ولیدل.

د خبرو اترو بهیر له چټک بدلون سره پرمخ روان وه. ان داچې د فبرورۍ په ۲۸ (۱۹۲۱) نېټې د دواړو هېوادونو لخوا يو تړون هم لاسلیک شو.

ولې شوروي اتحاد غوښتل چې د تزاري روسيې په څېر د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپله ولکه ټینګه کړي. افغان واکمن امان الله نه یوازې د پنجدې، مروې او د یو شمېر نورو سیمو بېرته ترلاسه کول غوښتل. بلکې د بخارا او خېوې د خپلواکۍ ملاتړ یې هم کاوه.

همدا لامل وه چې د بخارا له امیر سید عالم خان سره یې دهغه د وړاندیز له مخې پوځي مرسته وکړه.

برتانوي چارواکو هغسې هم یوه پلمه لټوله چې د افغانستان او شوروي تر منځ څرنګه اړيکې خړې پړې کړي؟

دوی ته د شوري اتحاد او جرمني هېواد هغه تړون هم په زړه وه چې د دواړو هېوادونو لخوا په ۱۹۱۸ کال کې د مارچ په میاشت د «برسټ لیټو فسک) پنوم لاسلیک شوې وه.

جنرال ملیسن  General wilfird malleson  دیوه پوځ په ملتیا چې وسلې او پيسې ورسره وې مشهد ته لاړ.

د بخارا ځوانانو چې د امیر سید عالم شا په وړاندې پاڅون پیل کړی وه د اګست په میاشت (۱۹۲۰) کال کې بخارا ونیوو، یو شمېر چارواکي او پوځیان یې ونیول چئ پدې کې افغانان هم شامل ول،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عبد الهادي داوي په مشرۍ یو پلاوى چې غړي یې څرخي غلام صدیق، غلام حیدر خان ولد اکتوبر په (۲۰) شلمه نيټه بخارا ته واستوه.

پلاوي د بخارا له ولسمشر غلام محی الدین، خواجه عبدالرحیم په کابل کې د بخارا سفیر (چې بیا یې افغان بیعت ومانه) او د یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

داوي د افغانانو د ښه نیت څرکندونه وکړه او ورته ویې ویل افغانستان نه غواړي چې د بخارا په کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړي.

دوی هغو ټکو ته هم ګوته ونیوه موږ غواړو چې بخارا یو خپلواک هېواد وي. بيا یې افغان بندیان خوشي کړل. پلاوی بېرته راستون شو.

د بخارا پخوانی امیر د یوې مودې لپاره په دوشنبه کې وو بیا افغانستان ته راغی او په فبرورۍ کې (۱۹۲۱ز کال) کابل ته ورسيد او همدلته ومړ.

د افغانستان چارواکي په دې پوهېدل چې ښکېلاک ګر هېوادونه چې په هره بڼه کې وي خپلې موخې لري.

شوروي اتحاد هم لکه د برتانوي چارواکو په څېر په خپلو ژمنو پښې کېښودې او کوم څه یې چې ویلي وه په هغو خبرو ونه درېدل.

لکه د بخارا او خېوې خپلواکي، افغانستان ته د هغو سیمو بېرته سپارل چې د تزاري روسې د بریدونو پرمهال نیول شوې وې، د سوداګریزو توکو لېږد او رالېږد پرته له کوم محصول نه د قونسلګريو پرانسته او نور یادولی شو.

د لودویک ادمک د څرګندونو له مخې:

« شوروی اتحاد منلې وه چې هر کال به یومیلیون روبل سره او سپین زر افغانستان ته د مرستې په ډول ورکوي.[7]

د نوي بلشویکي حکومت چارواکو ویناوې د یوه غولونکي سیاست پر بنسټ ولاړې وې او د افغانستان حکومت هم يو لړ خپلې غوښتنې لرلې نو ځکه ددواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې.

 دافغانستان او شوروي د اړیکو خړپړتیا

په قبایلي سیمو د برتانوي هند پر له پسې بریدونو، دهند له لارې افغانستان ته د وسلو په راوړلو بندیزونه، له بهرنیو هېوادونو سره دافغانستان اړیکې او یو شمېر نور لاملونه ول چې د افغان او برتانوي چارواکو تر منځ یې سیاسي باور زیان من کړی وه.

افغان واکمن امان الله دېته لېواله و چې د یوه خپلواک او سرلوړي افغانستان پاچا وي.

د یادو ستونزو د لرې کولو لپاره یې غوره وګڼله چې له شوروي اتحاد سره دوستانه اړیکې ولري.

دا چې ولې دغه اړیکې ونه پالل شوې او د دواړو لورو د بې باورۍ لامل شوې؟

پدې تړاو یو شمېر لاملونو ته سر ښکاره کو:

-شوروی اتحاد د تزارۍ روسيې په څېر غوښتل چې تودو اوبو ته لاره پیداکړي. نو ځکه یئ کوشش کاوه چې له افغانستان سره دوستانه اړيکې ولري.

– دې موخې ته درسېد لپاره شوروي چارواکو ژمنه وکړه چې د افغانستان نېولې سیمې بېرته پرېږدي.

له دې سربېره افغانستان او شوروي اتحاد د خېوې او بخارا خپلواکۍ ته هم غاړه کيښودلې وه.

-شوروي چارواکو نه یوازې داژمنې عملي نه کړې بلکه په منځنۍ اسیا کې د افغان حکومت اغېزو لا هم شکمن کړل.

– شوروي اتحاد دا نشوی ځغملی چې افغان چارواکو د منځنۍ اسیا د مسلمانانو یوالی غوښت.

په مروه کې د (۴۰۰) څلور سوه افغان سرتېرو ځای پرځای کېدل، د یو شمېر قومونو  ترمينځ جوړجاړی ،د سرخس په سیمه کې د افغانانو پر مټ د ترکمنانو خپل منځي یوالی، د بلشویکانو د جریمو لغوه کول، په فرغانه کې د محمد امین بېک سره د افغانانو مرسته.

دغو لاملونو او ددې په څېر داسلامي او انساني خوا خوږیو له کبله افغان، شوروي اړيکې د ۱۹۲۰ ز کال په لومړیو کې دومره خړې پړې شوې چې شورویانو له ډېرې غوسې نه وسله وال برید ته ملا وتړله.

ــ د سره ښکېلاک سره پوځ فرغانه او خېوه لاندې کړه اوله « پنجدې» نه یې د افغانانو لاس لنډکړ.

ـ په بخاراکې د بخارا له امیر نه وروسته شوروي چارواکو، د شورا په بڼه د یوه حکومت بنسټ کېښود. چې پدۍ سره افغان، شوروي اړيکې لازیانمنې شوې.

ـ په فرغانه، بخارا، او دمنځنۍ اسیا په نورو سیمو کې د ترکې د یوه پخواني چارواکي انور پاشاه هاندې او هڅې چې مسلمانان یې د شوروي په وړاندې لمسول.

امان الله خان چې خپل ځواکونه یې د هېواد شمال ته و لېږدول، روسان یې اندېښممن کړل. د امو سیند په منځ کې د «درقد» د سیمې په سر دافغان، شوروي اړيکې دومره د خواشینۍ کچې ته ورسېدې چې پاچا امان الله د هېواد شمال ته ځواکونه واستول.

ولې روسان د درقد له ټاپو نه پرشا شول. د مينځنۍ اسيا له وګړو او له ترکانو سره د پان اسلامېزم مفکورې پر بنسټ، له «باسمچي» (شوروي ضد ځواکونه) ځواکونو سره د دامان الله خان انساني، اسلامي، او اخلاقي مرسته.[8]  روسان نهیلي کړل.



[1] :- غبار میر غلام محمد در مسیرتاریخ ۷۷۸ مخ

[2] :- غوث عبد الصمد سقوط افغانستان ۶۰ مخ

[3] :- ستیوارت په افغانستان کې اور لګېدنه چاپ کال ۱۹۷۳ او ۳۷ مخ

[4] :- Rhea tally stewart, firein Afghanistan 1914-1929 ( newyark), 1973. P.163-64

[5] :- Adamec, sfghsnistan , 1900-1923/1610

[6] :- Stewart, firein sfghanistan. P: 183

[7] :- لودویک ادمک د شلمې پېړۍ تر نیمایې پورې….۶۱مخ

[8] :-vartan Gregorian, the emergence of modern Afghanistan …Stanford university press, 1969,p; 236

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    سنګروال صیب په زړه پورې معلومات دي
    د غازي امان الله خان اروا دې ښاده وي؛ خو کاشکې ې د قومونو مشرانو وړاندیزونه عملي کړي وای ؛
    اوس به د انګریزانو او روسانو غلامانو او ګوډاګیانو پر افغان لر او بر وطن تهمتونه، درواغ ناندرې ، یرغلونه او تر ټولو مهم د خلکو او وګړو سپکاوی، بیناموسي او نوور نه کولای ! ؛ ډیورنډ کرغیړن او اغزن تار باید له منځه تللای وای ؛ او کونسلګریو او پاسپورت ویزو ته هم ضرورت نه وو!!
    پنجاب دې ورک شي د کشمیریانو او سندهیانو سره ېې!!
    کاشکی ط ط او امارت پوه شي او د امان الله خان نیمایی کار تمام کړي.و من الله التوفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب