Home+د ایران د جمهور رئیس مړینه به یوه تصادفی پیښه وه او...

د ایران د جمهور رئیس مړینه به یوه تصادفی پیښه وه او که یا!!!

متقاعدجنرال دولت وزیري

– په ایران کې په وروستیو مظاهرو کې ډیر کسان ووژل شول، په ډیر شمیر ټپیان او زندان ته هم د لیږلو شمیر کم نه و.
– کله چې ریسي سویس کې په سفر بوخت و ، ځینې نړیوالو حلقو يې د نیولو هڅی کولي.
– د امريکا او غرب سره يې اړیکې چندان د ډاډ وړ نه وي.
– د بلوڅان وژل هم لوی قیمت غواړي.
– افراطیت هم په خپله د مرګ سره لوبې کول دي.
– د سوريې سره ملګرتیا هم د خطر زنګ کیدلای شي.
– د حماس سره نیږدې اړیکې هم د پیښې سره تړاو لرلای شي.
– د اسرائیلو سره دښمني هم ډیره اسانه خبره نه ده.
– افغانستان ته د حقابي په نامه اخطارونو ورکول هم د فکر وړ دي.
دا او دې ته ورته ډیرې خبرې د غور وړ دي.
وايي:
چې الله يې په خپل فضل کمنځ نه کا
ښې ښې ږیزې به شي سپکې لکه درب
ویا
اسمان و زمکه دواړه ژامي د نهنګ دي
څه به زیست کا څوک په خوله کې د نهنګ
هر څه چې وي، وي به!!!
یو ریسي لاړ بل به راشی!!!
څه ښه وايي:
په دنیا مه نازیږئ خلکو
دنیا فاني ده نیمه خوا به ترې نه ځونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...