Homeخبرونهد امریکا سترې محکمې د ګوانتانامو د ماشوم بندي د استیناف غوښتنه...

د امریکا سترې محکمې د ګوانتانامو د ماشوم بندي د استیناف غوښتنه رد کړه

تاند (دوشنبه، د ثور۳۱ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو سترې محکمې نن (دوشنبې) د ګوانتانامو د یوه پخواني کاناډايي بندي د استیناف غوښتنه رد کړه.

هغه په افغانستان کې د خپلو جنګي جنایتونو د تور په اړه د استیناف غوښتنه کړې وه.

د کاناډا په تورنتو کې زېږېدلی عمر خضر په ۲۰۰۲ م کال ۱۵ کلن و چې د افغانستان په جګړه کې ونیول شو او په کیوبا کې د امریکا پوځي زندان ته واستول شو.

خضر په ۲۰۱۰ کال کې د جګړې د قوانینو په سرغړونې د یوه امریکايي سرتیري په وژلو، قتل، دسیسې، د تروریزم په مادي ملاتړ او جاسوسۍ اعتراف وکړ.

نوموړی په اته کاله بند محکوم شو خو په ۲۰۱۲ کال کې کاناډا ته واستول شو چې د بند پاتې موده هلته پوره کړي.

خضر، چې اوس ۳۷ کلن دی، د امریکا له سترې محکمې څخه غوښتي و چې د هغه محکومیت پای ته ورسوي، خو قاضیانو د دوشنبې په ورځ بې له دې چې څه ووايي، پر دې دوسیې له غور کولو ډډه وکړه.

د متحده ایالاتو یوې ابتدايي محکمې مخکې پریکړه کړې وه چې خضر پر خپل جرم د اعتراف په اړه د استیناف له غوښتنې ډډه کړې وه.

د خضر پلار، چې د القاعده شبکې یو تمویلوونکی و او په ۲۰۰۳ کال کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښته کې ووژل شو، خپل زوی په ماشومتوب کې افغانستان ته بیولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...