شنبه, جولای 27, 2024
Home+د ایران د وروستۍ پیښې تاثیرات په افغانستان باندې

د ایران د وروستۍ پیښې تاثیرات په افغانستان باندې

شاه محمود میاخیل 

هر هیواد دوست او دوښمن په خپله خوښه ټاکلې شي خو هیڅ هیواد خپل ګاونډې په خپله خوښه نه شي ټاکلې. له بده یا نیکه مرغه، د ګاونديانو مثبت او منفي تحولات خامخا په بل ګاونډي هیواد باندې که لوی او که وړوکۍ هیواد وي، مثبت او یا منفي تاثیر لرلې شي.

د جیوپالیټکس له نظره، د أفغانستان ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران او پاکستان، هیڅکله د أفغانستان ثبات ته د مثبتې زاوې نه دي کتلي چې د أفغانستان د ثبات او پرمختګ په نتیجه کې به دوی هم ګټه کوي او دوی به د سیمې او نړۍ د تهدید او خطر نه په امن کې وي.

د جیوپالټیکس له نظره، ایران او پاکستان همیشه أفغانستان ته د منفي زاوې نه کتلي دي چې څنګه أفغانستان کې خپل نفوذ او کنترول د نیابتي ډلو په وسیله زیات او د أفغانستان منابع لوټ کړي. په تیرو پنځو لسیزو کې، تر زیاته حده دوی د أفغانستان د بې ثباتې، د رژیمونو او نظامونو په راپریدو کې ګټه کړېده. خو داسې ښکاري چې نور به دا دواړه هیوادونه د تیرو غلطو پالیسیو له امله تاوان ورکوي.

د پاکستان امنیتي، اقتصادي اوسیاسي وضعیت د اندیښنې وړ دی ځکه د دغه هیوادامنیتي دستګاه (پوځیان) او اقتصادي وضعیت د پخوا په شان په پروژوي جنګونو نه شي چلیدلې. د هیواد نفوذ زیات دی، منابع کمې او اکثره سیاسیون او پانګوال د خپلوګټو په خاطر خپله پانګونه په بهر کې کوي. د دې لپاره چې پاکستان د سقوط او دیوالي کیدو (افلاس) مخه ونیول شي، پاکستان باید چې په خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې ژور تغیرات رامځته کړي چې هغه هم په نږدې وخت کې ممکنه نه ده. دا چې د پاکستان بې ثباتې به په أفغانستان او سیمه څه تاثیرات لري، هغه جلا بحث دی ځکه د پاکستان د بې ثباتې سره د پاکستان ټوټه کیدل، د افراطي ډلو قدرت زیاتیدل او د اتومي سلاو خوندیتوب د ګاونډیو او هم نړیوالو هیوادونو لپاره د اتدیښنې وړ خبرې دي.

د ایران د جمهور رئیس، بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د هلیکوپتر د راغورځیدلو له امله ګڼې تبصرې کیږي چې ایا دا پیښه طبیعي پیښه وه چې هلیلکوپتره د هوا د حالاتو له امله غورځیدلې ده، که دا پيښه د ایران د داخلي سیاسي رقابتونو په نتیجه کې کومه دسیسه وه او که دا پيښه د منځني ختیځ د پيښو پورې تړاو لري او د کوم بهرني هیوادپه خاصه توګه د اسرایلو لاس په دې پیښه کې شامل دی؟ دا پوښتنې به وروسته د ایران حکومت د خپلو تحقیقاتو او هم د خپلو ګټو په چوکاټ کې اعلان کړي او خپل تصمیم به د راتلوتکې عکس العمل په هکله نیسي.

د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده چې د دې پیښې مثبت او منفي تاثیرات به په افغانانوڅه وي؟ د غمرازې نه بر سیره ایا طالب چارواکو او هم نورو افغانانو د خپلو ګټو دجیوپالټیسکس په چوکاټ‌ کې فکر کړیدی او که نه؟

په هغه هیوادونو کې چې د دیکتاتورې، کلیپتوکراسې او یا ملاکراسې ریښې ژورې وي، هلته د یو کس او دوه کسو په تللو سره په عمومي پالیسیو کې ډیر ژر ژور تغیر نه شي راتلاې.

که د ایران وروستې پښه طبعي پیښه وي، نو بیا خو د ایران په پالیسیو کې هیڅ تغیر نه شي راتلای او یوازې په اداري‌ او تخنیکي لحاظ به څیړنې او پلټنې کوي او لازم إصلاحات به راولي.

که دا پښه د ایران د اخوندانو او سياسیونو تر منځ د داخلي جنجالونو له امله وي، بیا هم ژور تغیر ژر نه شي رامنځته کیدلې ځکه تصمیم نیونکي اخوندان او چارواکي به د خپلې ډلې د قدرت د ساتلو لپاره لا نور هم خپلې پالیسې سختوي. ولس به لا نور هم د شکنجې او روحي تشویش لاندې شپې او ورځې تیروي. دا حالت به تر هغې پورې روان وي تر څو د بخار دیګ په شان  داخلي فشار دې ته حد ته ورسیږي چې د بخار دیګ وچوي.

که دا پیښه د کوم بهرني هیواد د دسیسې او په خاصه تو ګه د اسرایلو د دسیسې په أساس وي نو د دې عواقب د ایرانیانو لپاره او هم د سیمې لپاره به دردونکې پیلامې ولري. د ایران اخوندي رژیم به خپلې منګولې د قدرت ساتلو لپاره نورې هم کلکې کړي، ولس به نور هم د شکنجې او روحي تشویش سره مخامخ کړي او د منځني ختیځ جنګ به یو نوې پړاو ته داخل شي. د ایران په قونسلګری باندې د اسرایلو د هوايي برید په پایله کې ایران د اسرایلو په خاوره وکړې شول چې هوایي برید وکړي او په سیمه کې د اسرایلو پوځي هیژومني (پوځي برلاسي) ته ستر ګواښ مخامخ کړ. دا ځل به ایران د خپلو نیابتي ډلو او هم که لازمه وي، مستقیما په یو بل جنګ کې د اسرایلو سره لاس او ګریوان شي.

د دغه جنګ پیلامې د عربي هیوادونو او هم نورو نړیوالو بوبغاړو لپاره به د دنیا د څو قطبي کیدو د جنګ یا د پوځي هیژومنې نوې جنګ وي.

که څه هم امریکا شاید ونه غواړي چې په یو بل پراخ جنګ کې ځان ښکیل کړي خو کله کله شرایط داسې رامنځته کیږي، چې یو هیواد که وړوکۍ وي او  که لوی، د جنګ نه ځان نه شي خلاصولې. د امریکا جمهور رئيس، په داخل د امریکا کې د راتلونکو ټاکنو له امله د سختو چیلنجونو سره مخامخ دی او پراخه جنګ به د هغه د بیا ټاکل کیدو چانس نور هم کم کړي. البته امریکا په داخل او بهر کې د ښو بدیلونو سره مخامخ نه ده. د بد او بدتر حالت تر منځ به پریکړه کوي.

د افغانانو لپاره د ګاونډیو هیوادونو تغیراتو همیشه منفي پایلې درلودلې دي دا ځکه چې افغانان د خپلو ګټو په عوض زیات د ګاونډی هیوادونو د ګټو او تاوان حساب کوي. افغانان په دې فکر نه کوي چې د دې تغیراتو ګټه او تاوان به یې د افغانستان او افغانانو لپاره څه وي؟ څنګه کولې شي چې د تاوان نه ځان وساتي او د خپلو ګټولپاره په خپلو کې سره متحد شي او یو بل د قانون په چوکاټ کې ومني؟ څنګه د انحصار د قدرت او د نفې سیاست له منځه یوسي او په عوض یې د قانون په چوکاټکې ولسواکي حاکمه کړي؟

په داسې بغرنج حالت کې چې أفغانستان د خپل ګټو لپاره هیڅ ډول متبادل بدیلونه نه لري، څه پکار دی؟

د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې صرف دوه بدیله شته دي. اول د دنیا او سیمې د نیابتي جګړونه ځآنونه وساتي. أفغانان د نورو سیمو او ملکونوجنګونه خپل هیواد ته رانه وړي.

هوښیار ملتونه هغه دي چې د نورو په جنګونو کې ځانونه ښکیل نه کړي. دلته جګړې او رقابتونه د دین، مذهب، قوم، ژبې او سمت په بنیاد نه دي بلکې هیوادونه د خپلو د ګټو په أساس، تصمیم نیسي. د افغانانو لپاره هم داپکار ده چې د خپلو ګټو په أساس د نیابتي جګړو نه ځان وساتي.

دویم بدیل د افغانانو لپاره دا دی چې افغانان په خپلو منځو کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د راوستو لپاره کار وکړي. که افغانان په دې طمع شي چې نور به دوی ته دا زمنیه مساعدوي، دا هم په لنډ وخت کې په نظر نه ښکاري ځکه د سیمې او د نړۍ هیوادونه په ډیرو نورو جیو ستراتیژیک مسایلو کې بوځت دي او د أفغانستان ثبات د دوی لپاره لومړیتوب نه لري. د دیکتاتوری، کلیپتوکراسې او ملاکراسې انجام زوال دی خو د یو دم زوال سره د ملت زوال هم شامیلیدونکی دی. مخکې له دی چې ټول ملت د بدتر زوال سره مخامخ شي او د سیلاب غوندې ټول په سمندر لاهو کړي، ښه به دا وي چې د راتلونکو سیلابونو مخه ونیول شي.

هوښیار مشران او ملتونه هغه دي چې د بخار دیګ چاودنې ته پرینږدي او د خپل ملت په خیر، د خپل ملت د ځپلو په عوض، د ملت دردونو ته ملهم ولږوي او د ولسواکۍ لپاره شرایط برابر کړي ځکه حکومتونه همیشه د ولس حمایت لپاره اړتیا لري. هیڅ حکومت او هیڅ ډول رژیم د ولس د حمایت نه په غیر دوام نه شي کولې.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخوانی والي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب