جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهلاس/ اجمل پسرلی

لاس/ اجمل پسرلی

پوړیدلی غږ یې لوړ کړ:

« خدای مو.. اباد لره.. خیر… را..کړئ»

د دروازې له شا ښځینه اواز جګ شو:

« مخ مو د بلا په مخه شه دروازې مه ټکوئ»

بل وره ته تم شو. پر زنګ یې ګوته کیښوده. څوک ښکاره نه شول، ترې تیر شو. د دریم کور ور یې په لاس ودرباوه. یوه هلک وچه ډوډۍ ورته ونیوله، ده تندی تریو کړ.

تر پرون پورې د شیریخ د دوکان مخې ته دریده. د ښي لاس لستوڼی به یې ځوړند و. ځینو لارویانو به په دې بل لاس کې پیسې ورته ایښودې، څوک به دعا ته تم کیده، څوک به ښویه تیریده، چې ماښام ته کورته ستنیده دومره پیسې به ورسره وې چې څه خواړه پرې تیار کړي.

د ونې ډډ یې تکیه کړ. سر پرې ځوړند شو. خپله ستما یې اوریده، یو ماشوم یې څنګ ته تیر شو. ده امسا جګه کړه، غاښونه یې ورته وچیچل. ماشوم وځغاستل.

د اړخ جیب استر یې بهر راوایست:

«که د شیریخ له دوکان سره وای اوس به دغسې تش وې؟»

«وربه شم هاغه حرامي هلک خو به شپه ورځ هلته نه وي؟»

« که خلک خبر شي؟»

خپله سپینه ږیره یې وګیروله. د شیریخ له دوکان سره د ماشوم پرونۍ خبره بیا بیا ورپه زړه کیده چې ده ته یې ګوته نیولې وه:

« بابا لاس لري، بابا لاس پټ کړی …»

خوله یې اړخ ته کږه ونیوله، خپله خړه خولۍ یې پر سر کلکه کړه:

«چیرته به یې زما لاس لیدلی وي؟»

ښی لاس یې له لستوڼي رابهر کړ. رغوی او ګوتې یې داسې وې لکه غوښه چې ترې څڅیدلې وي. دی چې به خیرات ته دریده، همدا ګوزڼ وهلی لاس به یې په لستوڼي کې شاته کشاوه نورو ته به راځوړند تش لستوڼی داسې ښکاریده لکه د ده لاس چې قطع شوی وي.

د سپي کوړنچا شوه. ماشومانو زیړ پسې اخیستي و. ده ډبرې ته لاس کړ د ماشومانو خوا یې وویشته، هغوی چیغي کړې، خواره واره شول.

لستوڼی یې پر شل غوندې لاس راکش کړ:

«توکل په خدای د شیریخ د دوکان مخې ته ورځم»

له راغونډې کړې ډوډۍ یې یوه مړۍ وکړه، چڼاسن خوند یې و. لکه پر ژبه چې یې نسوار لویدلي وي، لاړې یې څو ځله تو کړې، همدا ټوټه ډوډۍ یې زیړ سپي ته چې ده ته څيرمه ولاړو ورواچوله، سپی وکوړنچیده، لکۍ یې د پښو په منځ کې ونیوله رهي شو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب